بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ | د لوراند او لورين څښتن په نامه
|
|
يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُواْ أَوْفُواْ بِالْعُقُودِ أُحِلَّتْ لَكُم بَهِيمَةُ الأَنْعَامِ إِلاَّ مَا يُتْلَى عَلَيْكُمْ غَيْرَ مُحِلِّي الصَّيْدِ وَأَنتُمْ حُرُمٌ إِنَّ اللّهَ يَحْكُمُ مَا يُرِيدُ ﴿۱﴾ | مؤمنانو! پر ژمنو (او تړونونو مو) وفا وكړئ . د څارويو (غوښه او جنين) درته حلال دي؛خو هغه چې روسته به درولوستل (او استثنا) شي. د احرام په حال كې ښكار روا مه بولئ، په رښتيا خداى چې څه غواړي (او مصلحت وي) حكم كوي . (۱)
|
|
يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُواْ لاَ تُحِلُّواْ شَعَآئِرَ اللّهِ وَلاَ الشَّهْرَ الْحَرَامَ وَلاَ الْهَدْيَ وَلاَ الْقَلآئِدَ وَلا آمِّينَ الْبَيْتَ الْحَرَامَ يَبْتَغُونَ فَضْلًا مِّن رَّبِّهِمْ وَرِضْوَانًا وَإِذَا حَلَلْتُمْ فَاصْطَادُواْ وَلاَ يَجْرِمَنَّكُمْ شَنَآنُ قَوْمٍ أَن صَدُّوكُمْ عَنِ الْمَسْجِدِ الْحَرَامِ أَن تَعْتَدُواْ وَتَعَاوَنُواْ عَلَى الْبرِّ وَالتَّقْوَى وَلاَ تَعَاوَنُواْ عَلَى الإِثْمِ وَالْعُدْوَانِ وَاتَّقُواْ اللّهَ إِنَّ اللّهَ شَدِيدُ الْعِقَابِ ﴿۲﴾ | مؤمنانو ! د دين د نښو او الهي پولو(او د حج د مراسمو) او د (هرې يوې) حرامې مياشتې درناوى وكړئ او د قربانيو په نښه او بې نښو شويو څارويو ته لاس مه ورغځوئ او هغوى (هم) مه ځوروئ،چې د خپل پالونكي د فضل په لټه كې او د خوښۍ لپاره يې د((بيت الله)) پر لور ورځي؛خو چې له احرامه راووتئ،ښكار کړاى شئ او له يوې ډلې سره دښمني دې،چې تاسې يې (د حديبيې پر كال) له مسجدالحرامه ایسار کړي وئ ، و مو نه هڅوي، چې تېری پرې وكړئ او(تل) په نېكيو او پرهېزګارۍ كې يو له بل سره مرسته وكړئ او (هېڅكله) په ګناه او تېريو كې يو د بل لاسنيوى مه کوئ او د خداى (د فرمان له مخالفته) ډډه وکړئ؛(ځکه) چې خداى سخت عذابى دى . (۲)
|
|
حُرِّمَتْ عَلَيْكُمُ الْمَيْتَةُ وَالْدَّمُ وَلَحْمُ الْخِنْزِيرِ وَمَا أُهِلَّ لِغَيْرِ اللّهِ بِهِ وَالْمُنْخَنِقَةُ وَالْمَوْقُوذَةُ وَالْمُتَرَدِّيَةُ وَالنَّطِيحَةُ وَمَا أَكَلَ السَّبُعُ إِلاَّ مَا ذَكَّيْتُمْ وَمَا ذُبِحَ عَلَى النُّصُبِ وَأَن تَسْتَقْسِمُواْ بِالأَزْلاَمِ ذَلِكُمْ فِسْقٌ الْيَوْمَ يَئِسَ الَّذِينَ كَفَرُواْ مِن دِينِكُمْ فَلاَ تَخْشَوْهُمْ وَاخْشَوْنِ الْيَوْمَ أَكْمَلْتُ لَكُمْ دِينَكُمْ وَأَتْمَمْتُ عَلَيْكُمْ نِعْمَتِي وَرَضِيتُ لَكُمُ الإِسْلاَمَ دِينًا فَمَنِ اضْطُرَّ فِي مَخْمَصَةٍ غَيْرَ مُتَجَانِفٍ لِّإِثْمٍ فَإِنَّ اللّهَ غَفُورٌ رَّحِيمٌ ﴿۳﴾ | پر تاسې یې (خوړل) حرام شوي دي : مرداره غوښه، وينه او د سرکوزي غوښه او هغه څاروي،چې بې له ((الله)) د بل په نامه ذبح شي او هغه چې په (زندۍ) كېدو او په ځورېدو يا له لوړې په راغورځېدو مړه شوي وي او يا هغه چې د كوم ځناور په ښكر څيرې شوى وي او د داړن ښكاري څاروي پاتې شونې وي؛خو داچې (په موقع كې ښكار شوي څاروي ته ورسېږئ،حلال او) سر يې غوڅ كړئ او هغه څاروي،چې د بوتانو لپاره (يا دهغوى په مخكې) ذبح شوي وي او(همداراز) دا هم درته ناروا ده،چې د پال (او جوارۍ) پر ځانګړيو غشيو د څاروي غوښه ټوټه ټوټه كړئ. دا ټولې چارې (ګناه او) فسق دي، نن كافران ستاسې د دين (له زواله) نهيلې شوي دي؛نو ځكه ترې مه وېرېږئ؛بلكې زما له مخالفته ووېرېږئ ! نن مې ستاسې دين دربشپړ كړ او خپله لورنه مې درباندې تمامه كړه او اسلام مې ستاسې (تلپاتې) دين درته غوره کړ (؛نوځكه د حلالو او حرامو كوم بنديزونه،چې درباندې لګول شوي،عملي يې كړئ)؛خو څوک چې د سوکړې او سختې لوږې په حال کې (حرام خوراک ته اړ) شو او د ګناه نيت یې نه وي (؛نو باك نشته،چې له منع شويو غوښو وخوري؛ځکه) چې خداى لورین بښونكى دى . (۳)
|
|
يَسْأَلُونَكَ مَاذَا أُحِلَّ لَهُمْ قُلْ أُحِلَّ لَكُمُ الطَّيِّبَاتُ وَمَا عَلَّمْتُم مِّنَ الْجَوَارِحِ مُكَلِّبِينَ تُعَلِّمُونَهُنَّ مِمَّا عَلَّمَكُمُ اللّهُ فَكُلُواْ مِمَّا أَمْسَكْنَ عَلَيْكُمْ وَاذْكُرُواْ اسْمَ اللّهِ عَلَيْهِ وَاتَّقُواْ اللّهَ إِنَّ اللّهَ سَرِيعُ الْحِسَابِ ﴿۴﴾ | له تا پوښتي : (( چې څه څيزونه ورته حلال شوي دي؟)) ورته ووايه :(( ټول پاك څيزونه درته حلال شوي او( همداراز) د ښكاري څارويو او(روزل شويو) سپيو ښكار درته روا دى،چې هغو ته مو د خداى دركړې پوهې له مخې ښكار ورزده کړی وي؛ نو هغه (حلال ژوي) وخورئ،چې دې ځناورو درته نيولى وي (او چې كله څاروى ښكار ته لېږئ یا د ژوي د ذبح پر مهال؛ نو) د خداى نوم پرې اخلئ او د خداى (د قانو ن له ماتولو) ووېرېږئ،چې خداى ژر حسابى دى )) . (۴)
|
|
الْيَوْمَ أُحِلَّ لَكُمُ الطَّيِّبَاتُ وَطَعَامُ الَّذِينَ أُوتُواْ الْكِتَابَ حِلٌّ لَّكُمْ وَطَعَامُكُمْ حِلُّ لَّهُمْ وَالْمُحْصَنَاتُ مِنَ الْمُؤْمِنَاتِ وَالْمُحْصَنَاتُ مِنَ الَّذِينَ أُوتُواْ الْكِتَابَ مِن قَبْلِكُمْ إِذَا آتَيْتُمُوهُنَّ أُجُورَهُنَّ مُحْصِنِينَ غَيْرَ مُسَافِحِينَ وَلاَ مُتَّخِذِي أَخْدَانٍ وَمَن يَكْفُرْ بِالإِيمَانِ فَقَدْ حَبِطَ عَمَلُهُ وَهُوَ فِي الآخِرَةِ مِنَ الْخَاسِرِينَ ﴿۵﴾ | نن پاك شيان درته حلال شوي او(همداراز) د كتابيانو خواړه درته حلال دي او ستاسې خواړه هغوى ته حلال دي او (همداراز) مومنې پاكلمنې ښځې او د كتابيانو پاكلمنې ښځې درته حلالې دي (په دې شرط) چې مهر يې وركړئ او حال داچې پخپله (هم) پاكلمني ياست،نه زناكاران او نه داچې له ښځو سره په پټه يارانې وكړئ او څوك چې له هغو څيزونو منكر شي،چې بايد ايمان پرې راوړي؛ نو كړه وړه يې ورک شول او په آخرت كې به له تاوانیانو وي (۵)
|
|
يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُواْ إِذَا قُمْتُمْ إِلَى الصَّلاةِ فاغْسِلُواْ وُجُوهَكُمْ وَأَيْدِيَكُمْ إِلَى الْمَرَافِقِ وَامْسَحُواْ بِرُؤُوسِكُمْ وَأَرْجُلَكُمْ إِلَى الْكَعْبَينِ وَإِن كُنتُمْ جُنُبًا فَاطَّهَّرُواْ وَإِن كُنتُم مَّرْضَى أَوْ عَلَى سَفَرٍ أَوْ جَاء أَحَدٌ مَّنكُم مِّنَ الْغَائِطِ أَوْ لاَمَسْتُمُ النِّسَاء فَلَمْ تَجِدُواْ مَاء فَتَيَمَّمُواْ صَعِيدًا طَيِّبًا فَامْسَحُواْ بِوُجُوهِكُمْ وَأَيْدِيكُم مِّنْهُ مَا يُرِيدُ اللّهُ لِيَجْعَلَ عَلَيْكُم مِّنْ حَرَجٍ وَلَكِن يُرِيدُ لِيُطَهَّرَكُمْ وَلِيُتِمَّ نِعْمَتَهُ عَلَيْكُمْ لَعَلَّكُمْ تَشْكُرُونَ ﴿۶﴾ | مؤمنانو! چې نمانځه ته پاڅئ؛ نو خپل مخونه او لاسونه تر څنګلو ووينځئ او سرونه (مسح کړئ) او پښې تر پړكيو مسح كړئ او كه په جنابت کې ياست؛نو(په غسل کولو) ځان پاك كړئ او كه ناروغ يا مسافر ياست او يا له تاسې څوك له اودس ماتي راشي يا تاسې پر ښځو لاس لګولى وي (او کوروالى مو كړى وي) او (د غسل يا اوداسه لپاره) اوبه و نه مومئ؛ نو پر پاكه خاوره تيمم وكړئ او پر مخ و لاس يې راكاږئ، خداى مو تنګول نه غواړي؛بلكې غواړي پاك مو كړي او خپله لورنه درباندې تمامه كړي . ښايې مننه يې وكړئ (۶)
|
|
وَاذْكُرُواْ نِعْمَةَ اللّهِ عَلَيْكُمْ وَمِيثَاقَهُ الَّذِي وَاثَقَكُم بِهِ إِذْ قُلْتُمْ سَمِعْنَا وَأَطَعْنَا وَاتَّقُواْ اللّهَ إِنَّ اللّهَ عَلِيمٌ بِذَاتِ الصُّدُورِ ﴿۷﴾ | او درياد كړئ خداى چې كوم نعمت دركړى او(هم درياده كړئ) هغه ټينګه ژمنه،چې درنه يې اخستې ده،چې كله مو وويل :(( اورېدلي او منلي مو دي)) او د خداى (د فرمان له مخالفته) ووېرېږئ، په رښتيا چې خداى د زړونو له خوالو خبر دی (۷)
|
|
يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُواْ كُونُواْ قَوَّامِينَ لِلّهِ شُهَدَاء بِالْقِسْطِ وَلاَ يَجْرِمَنَّكُمْ شَنَآنُ قَوْمٍ عَلَى أَلاَّ تَعْدِلُواْ اعْدِلُواْ هُوَ أَقْرَبُ لِلتَّقْوَى وَاتَّقُواْ اللّهَ إِنَّ اللّهَ خَبِيرٌ بِمَا تَعْمَلُونَ ﴿۸﴾ | مؤمنانو! تل د خداى (د فرايضو) لپاره راپاڅئ او په قسط (او عدل) شاهدان وسئ، له كومې ډلې سره دښمني دې تاسې دې ته اړ نه کړي،چې عدالت و نه کړئ؛ عدالت وكړئ،چې دا (ځان ساتنې او) پرهېزګارۍ ته ډېر نژدې دى او (ځانونه مو) د خداى له (عذابه) وساتئ،څه چې كوئ،خداى پرې ښه خبر دى (۸)
|
|
وَعَدَ اللّهُ الَّذِينَ آمَنُواْ وَعَمِلُواْ الصَّالِحَاتِ لَهُم مَّغْفِرَةٌ وَأَجْرٌ عَظِيمٌ ﴿۹﴾ | خداى صالحو مومنانو ته د بښنې او ستر اجر ژمنه ورکړې ده . (۹)
|
|
وَالَّذِينَ كَفَرُواْ وَكَذَّبُواْ بِآيَاتِنَا أُوْلَئِكَ أَصْحَابُ الْجَحِيمِ ﴿۱۰﴾ | او كافران او زموږ د آيتونو درواغ ګڼونکي له دوزخيانو ځنې دي . (۱۰)
|
|
يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُواْ اذْكُرُواْ نِعْمَتَ اللّهِ عَلَيْكُمْ إِذْ هَمَّ قَوْمٌ أَن يَبْسُطُواْ إِلَيْكُمْ أَيْدِيَهُمْ فَكَفَّ أَيْدِيَهُمْ عَنكُمْ وَاتَّقُواْ اللّهَ وَعَلَى اللّهِ فَلْيَتَوَكَّلِ الْمُؤْمِنُونَ ﴿۱۱﴾ | مؤمنانو! د خداى هغه نعمت درياد كړئ،چې كله (د دښمن) يوې ډلې درته د لاس غځونې (او بريد) هڅه وکړه (چې له منځه مو يوسي)؛خو خداى یې لاسونه درځنې لنډ كړل او د خداى (د نعمتونو له هېرولو) ووېرېږئ او مؤمنان دې يوازې پر خداى بروسه وكړي . (۱۱ | |
وَلَقَدْ أَخَذَ اللّهُ مِيثَاقَ بَنِي إِسْرَائِيلَ وَبَعَثْنَا مِنهُمُ اثْنَيْ عَشَرَ نَقِيبًا وَقَالَ اللّهُ إِنِّي مَعَكُمْ لَئِنْ أَقَمْتُمُ الصَّلاَةَ وَآتَيْتُمُ الزَّكَاةَ وَآمَنتُم بِرُسُلِي وَعَزَّرْتُمُوهُمْ وَأَقْرَضْتُمُ اللّهَ قَرْضًا حَسَنًا لَّأُكَفِّرَنَّ عَنكُمْ سَيِّئَاتِكُمْ وَلأُدْخِلَنَّكُمْ جَنَّاتٍ تَجْرِي مِن تَحْتِهَا الأَنْهَارُ فَمَن كَفَرَ بَعْدَ ذَلِكَ مِنكُمْ فَقَدْ ضَلَّ سَوَاء السَّبِيلِ ﴿۱۲﴾ | او په يقين خداى له بني اسراييلو ژمنه واخسته او په هغوى كې مو دولس تنه مشران وگومارل او خداى (ورته) وويل : (( كه نمونځ وكړئ او زكات وركړئ او زما پر استازیو ايمان راوړئ او ملاتړ يې وكړئ او خداى ته قرض الحسنه [ = په لار كې یې له بېوزليو سره مرسته وكړئ] وركړئ (؛نو) زه درسره يم او ګناهونه مو بښم او د جنت (هغو) باغونو ته مو ورننباسم،چې تر ونو لا ندې يې ويالې بهېږې؛خو تردې روسته چې له تاسې څوك كافر شي؛ نو په رښتيا،چې له سمې لارې كوږ شوى دى ))؛ (۱۲)
|
|
فَبِمَا نَقْضِهِم مِّيثَاقَهُمْ لَعنَّاهُمْ وَجَعَلْنَا قُلُوبَهُمْ قَاسِيَةً يُحَرِّفُونَ الْكَلِمَ عَن مَّوَاضِعِهِ وَنَسُواْ حَظًّا مِّمَّا ذُكِّرُواْ بِهِ وَلاَ تَزَالُ تَطَّلِعُ عَلَىَ خَآئِنَةٍ مِّنْهُمْ إِلاَّ قَلِيلًا مِّنْهُمُ فَاعْفُ عَنْهُمْ وَاصْفَحْ إِنَّ اللّهَ يُحِبُّ الْمُحْسِنِينَ ﴿۱۳﴾ | خو د ژمنماتۍ له امله یې مو ورټل او سخت زړي مو كړل؛(داسې چې د خداى) خبرې له خپلو ځايونو (معناوو) اړوي او د ورکړاى شوي پند يوه برخه يې هېره كړه او هر وخت یې له (نوي) خيانته خبرېږې؛خو ډېر لږ شمېر یې داسې نه دي؛ نو ترې تېر شه او سترګې پرې پټې کړه،چې خداى نېكان خوښوي (۱۳)
|
|
وَمِنَ الَّذِينَ قَالُواْ إِنَّا نَصَارَى أَخَذْنَا مِيثَاقَهُمْ فَنَسُواْ حَظًّا مِّمَّا ذُكِّرُواْ بِهِ فَأَغْرَيْنَا بَيْنَهُمُ الْعَدَاوَةَ وَالْبَغْضَاء إِلَى يَوْمِ الْقِيَامَةِ وَسَوْفَ يُنَبِّئُهُمُ اللّهُ بِمَا كَانُواْ يَصْنَعُونَ ﴿۱۴﴾ | او (همداراز) موږ له هغوى هم پخه ژمنه اخستې وه،چې د (حضرت مسيح د ملګرتوب او) نصرانيت ادعا يې كوله؛خو هغوى هم د ورکړيو ښوونو مهمې برخې هېرې كړې؛نو ځكه مې په هغوى كې تر قيامته تاوتریخوالی او دښمني واچوله او څه یې چې كول خداى به يې (په قيامت كې) ترې خبر كړي (۱۴)
|
|
يَا أَهْلَ الْكِتَابِ قَدْ جَاءكُمْ رَسُولُنَا يُبَيِّنُ لَكُمْ كَثِيرًا مِّمَّا كُنتُمْ تُخْفُونَ مِنَ الْكِتَابِ وَيَعْفُو عَن كَثِيرٍ قَدْ جَاءكُم مِّنَ اللّهِ نُورٌ وَكِتَابٌ مُّبِينٌ ﴿۱۵﴾ | كتابيانو! دا دی زموږ استازی درغلى دی،چې د اسماني كتاب ډېرحقايق،چې پټ كړي مو وو،رابرسېره کړي او له ډېرو (چې اوس يې رابرسېروول مصلحت نه دي) درتېرېږي (هو) د خداى له لوري رڼا درغله او (يو) حق برسېروونكى كتاب . (۱۵)
|
|
يَهْدِي بِهِ اللّهُ مَنِ اتَّبَعَ رِضْوَانَهُ سُبُلَ السَّلاَمِ وَيُخْرِجُهُم مِّنِ الظُّلُمَاتِ إِلَى النُّورِ بِإِذْنِهِ وَيَهْدِيهِمْ إِلَى صِرَاطٍ مُّسْتَقِيمٍ ﴿۱۶﴾ | چې خداى یې په رڼا کې په رضا پسې یې تلونکیو ته د امن او سلامتۍ لارې ورښیي او په خپل توفیق یې له تیارو ځنې رڼا ته راباسي او سمه لار ورښيي .
(۱۶)
|
|
لَّقَدْ كَفَرَ الَّذِينَ قَآلُواْ إِنَّ اللّهَ هُوَ الْمَسِيحُ ابْنُ مَرْيَمَ قُلْ فَمَن يَمْلِكُ مِنَ اللّهِ شَيْئًا إِنْ أَرَادَ أَن يُهْلِكَ الْمَسِيحَ ابْنَ مَرْيَمَ وَأُمَّهُ وَمَن فِي الأَرْضِ جَمِيعًا وَلِلّهِ مُلْكُ السَّمَاوَاتِ وَالأَرْضِ وَمَا بَيْنَهُمَا يَخْلُقُ مَا يَشَاءُ وَاللّهُ عَلَى كُلِّ شَيْءٍ قَدِيرٌ ﴿۱۷﴾ | هغوى هرومرو کافر شوي چې وايي : (( په رښتيا همدا مسيح د مريمې زوى خداى دى!)) ؛ ورته ووايه :(( كه خداى وغواړي مسيح د مريمې زوى، د هغه مور او د ځمكې ټول هستوګن هلاك كړي؛ نو څوك يې مخه نېواى شي؟ (هو) د اسمانونو او ځمكې او څه یې چې ترمنځ دي، واكمني يې د خداى ده . څه چې غواړي پيدا كوي يې (ان د مسيح په څېر بې پلاره انسان) او الله پر هر څه قادر دى .)) (۱۷)
|
|
وَقَالَتِ الْيَهُودُ وَالنَّصَارَى نَحْنُ أَبْنَاء اللّهِ وَأَحِبَّاؤُهُ قُلْ فَلِمَ يُعَذِّبُكُم بِذُنُوبِكُم بَلْ أَنتُم بَشَرٌ مِّمَّنْ خَلَقَ يَغْفِرُ لِمَن يَشَاءُ وَيُعَذِّبُ مَن يَشَاءُ وَلِلّهِ مُلْكُ السَّمَاوَاتِ وَالأَرْضِ وَمَا بَيْنَهُمَا وَإِلَيْهِ الْمَصِيرُ ﴿۱۸﴾ | او يهودو او مسیحیانو وويل:(( موږ د خداى زامن او (ځانګړي) دوستان يې يو)) ورته ووايه : ((نو ولې په ګناهونو مو سزا درکوي؟! بلكې تاسې د خداى له پيدا كړيو،يو بشر ياست (خداى چې) چا ته وغواړي (او وړ يې وبولي) بښنه كوي او چا ته یې چې خوښه شي (او مستحق يې وبولي) سزا وركوي، د اسمانونو او ځمكې او څه چې پکې دي، واكمني د خداى ده او د ورستنېدنې بهير یې پر لوري دى . )) (۱۸)
|
|
يَا أَهْلَ الْكِتَابِ قَدْ جَاءكُمْ رَسُولُنَا يُبَيِّنُ لَكُمْ عَلَى فَتْرَةٍ مِّنَ الرُّسُلِ أَن تَقُولُواْ مَا جَاءنَا مِن بَشِيرٍ وَلاَ نَذِيرٍ فَقَدْ جَاءكُم بَشِيرٌ وَنَذِيرٌ وَاللّهُ عَلَى كُلِّ شَيْءٍ قَدِيرٌ ﴿۱۹﴾ | كتابيانو! زموږ استازی له [تېرو] استازیو سره په یوه زماني واټن کې درغی چې حقايق درڅرګند كړي،چې هسې نه (د قيامت پر ورځ ) ووايئ :(( موږ ته نه کوم زېرګرى راغلى او نه کوم ګوښګرندی)). ( همدا اوس هغه) زېرګرى ګر او ګواښګرندی (استازی) درغى او خداى پر هر څه لاسبرى دى (۱۹)
|
|
وَإِذْ قَالَ مُوسَى لِقَوْمِهِ يَا قَوْمِ اذْكُرُواْ نِعْمَةَ اللّهِ عَلَيْكُمْ إِذْ جَعَلَ فِيكُمْ أَنبِيَاء وَجَعَلَكُم مُّلُوكًا وَآتَاكُم مَّا لَمْ يُؤْتِ أَحَدًا مِّن الْعَالَمِينَ ﴿۲۰﴾ | او (درياد كړه) چې كله موسى خپل قوم ته وويل :(( زما قومه ! د خداى هغه نعمت درياد كړئ،چې په تاسې كې يې پېغمبران وگومارل (او د فرعوني بندګۍ ځنځېرونه يې مات كړل) او واكمن يې كړئ او هغه څه يې دركړل،چې په نړۍ كې يې هېچاته ورکړي نه وو (۲۰)
|
|
يَا قَوْمِ ادْخُلُوا الأَرْضَ المُقَدَّسَةَ الَّتِي كَتَبَ اللّهُ لَكُمْ وَلاَ تَرْتَدُّوا عَلَى أَدْبَارِكُمْ فَتَنقَلِبُوا خَاسِرِينَ ﴿۲۱﴾ | زما قومه ! هغه سپېڅلې ځمكې ته ورننوځئ،چې خداى درټاکلې ده او پر څټ مه راګرځـئ او (مخالفت مه کوئ،چې) تاوانیان به شئ .)) (۲۱)
|
|
قَالُوا يَا مُوسَى إِنَّ فِيهَا قَوْمًا جَبَّارِينَ وَإِنَّا لَن نَّدْخُلَهَا حَتَّىَ يَخْرُجُواْ مِنْهَا فَإِن يَخْرُجُواْ مِنْهَا فَإِنَّا دَاخِلُونَ ﴿۲۲﴾ | هغوى وويل :(( موسى! هلته ډېر زورور مېشت دي او چې وتلي ترې نه وي موږ بیخي نه ورننوځو، که ترې ووتل نو هرومرو به ورننوځو !)) (۲۲)
|
|
قَالَ رَجُلاَنِ مِنَ الَّذِينَ يَخَافُونَ أَنْعَمَ اللّهُ عَلَيْهِمَا ادْخُلُواْ عَلَيْهِمُ الْبَابَ فَإِذَا دَخَلْتُمُوهُ فَإِنَّكُمْ غَالِبُونَ وَعَلَى اللّهِ فَتَوَكَّلُواْ إِن كُنتُم مُّؤْمِنِينَ ﴿۲۳﴾ | (خو) دوو تنو سړيو یې،چې له خدایه وېرېدل او خداى پرې (د عقل،ايمان او زړورتيا) نعمت لورولى و، وويل (( ددې جبارانو مقابلې ته) له وره پرې ورننوځـئ! او چې ورننوتئ؛ نو همدا تاسې لاسبري ياست او که مؤمنان ياست؛ نو يوازې پر خداى توكل وكړئ!)). (۲۳)
|
|
قَالُواْ يَا مُوسَى إِنَّا لَن نَّدْخُلَهَا أَبَدًا مَّا دَامُواْ فِيهَا فَاذْهَبْ أَنتَ وَرَبُّكَ فَقَاتِلا إِنَّا هَاهُنَا قَاعِدُونَ ﴿۲۴﴾ | (بني اسراييلو) وويل :(( موسى! چې هغوى هلته وي؛ نو موږ به هېڅكله ورنه ننوځوو؛ نو ته او خپل پالونکى دې ولاړ شئ او (ورسره) وجنګېږئ،موږ به همدلته ناست يو)) . (۲۴)
|
|
قَالَ رَبِّ إِنِّي لا أَمْلِكُ إِلاَّ نَفْسِي وَأَخِي فَافْرُقْ بَيْنَنَا وَبَيْنَ الْقَوْمِ الْفَاسِقِينَ ﴿۲۵﴾ | (موسى) وويل :(( زما پالونكيه ! زه خو يوازې د ځان او ورور واک لرم؛نو زموږ او ددې سرغړاندې ډلې ترمنځ بېلتون راوله !)) (۲۵)
|
|
قَالَ فَإِنَّهَا مُحَرَّمَةٌ عَلَيْهِمْ أَرْبَعِينَ سَنَةً يَتِيهُونَ فِي الأَرْضِ فَلاَ تَأْسَ عَلَى الْقَوْمِ الْفَاسِقِينَ ﴿۲۶﴾ | خداى (موسى ته) وويل : (( په حقيقت کې پر دوى،څلوېښت کاله، دې (سپېڅلې) هېواد ته (ورننووتل) منع دي، په همدې دښته كې به لالهانده او سرګردان ګرځي؛ نو ته د سرغړاندو د (برخليك) په باب مه غمجنېږه.)) (۲۶)
|
|
وَاتْلُ عَلَيْهِمْ نَبَأَ ابْنَيْ آدَمَ بِالْحَقِّ إِذْ قَرَّبَا قُرْبَانًا فَتُقُبِّلَ مِن أَحَدِهِمَا وَلَمْ يُتَقَبَّلْ مِنَ الآخَرِ قَالَ لَأَقْتُلَنَّكَ قَالَ إِنَّمَا يَتَقَبَّلُ اللّهُ مِنَ الْمُتَّقِينَ ﴿۲۷﴾ | او (پېغمبره!) دوى ته د آدم د دوو زامنو د حقيقت ستر خبر واوروه،چې كله دواړو (خداى ته) قرباني وړاندې كړه؛نو د يوه ومنل شوه او د بل و نه منل شوه (هغه ورور (= قابيل) چې قرباني يې و نه منل شوه، هغه بل ورور (= هابيل) ته) وويل :(( البته وبه دې وژنم!.)) ځواب یې وركړ:(( زما څه ګناه ده؟ځكه) خداى خو يوازې د متقیانو (قرباني) مني؛ (۲۷)
|
|
لَئِن بَسَطتَ إِلَيَّ يَدَكَ لِتَقْتُلَنِي مَا أَنَاْ بِبَاسِطٍ يَدِيَ إِلَيْكَ لَأَقْتُلَكَ إِنِّي أَخَافُ اللّهَ رَبَّ الْعَالَمِينَ ﴿۲۸﴾ | كه ته مې وژلو ته لاس راوغځوې (؛خو) زه دې وژلو ته لاس نه درغځوم؛ [ځكه] چې د نړۍ پال الله (له عذابه) وېرېږم . (۲۸)
|
|
إِنِّي أُرِيدُ أَن تَبُوءَ بِإِثْمِي وَإِثْمِكَ فَتَكُونَ مِنْ أَصْحَابِ النَّارِ وَذَلِكَ جَزَاء الظَّالِمِينَ ﴿۲۹﴾ | زه غواړم، چې زما گناه او خپله ګناه پر غاړه واخلې او (په پايله كې) له دوزخيانو ځنې شې او دا ده د ظالمانو سزا!)) (۲۹)
|
|
فَطَوَّعَتْ لَهُ نَفْسُهُ قَتْلَ أَخِيهِ فَقَتَلَهُ فَأَصْبَحَ مِنَ الْخَاسِرِينَ ﴿۳۰﴾ | نو سرغړاند نفس یې د خپل ورور وژنې ته وهڅاوه او ويې واژه او له تاوانیانو ځنې شو. (۳۰)
|
|
فَبَعَثَ اللّهُ غُرَابًا يَبْحَثُ فِي الأَرْضِ لِيُرِيَهُ كَيْفَ يُوَارِي سَوْءةَ أَخِيهِ قَالَ يَا وَيْلَتَا أَعَجَزْتُ أَنْ أَكُونَ مِثْلَ هَذَا الْغُرَابِ فَأُوَارِيَ سَوْءةَ أَخِي فَأَصْبَحَ مِنَ النَّادِمِينَ ﴿۳۱﴾ | بيا خداى يو كارغه ورولېږه،چې (په پنجو او مښوکه) يې د ځمكې كيندل پيل كړل،چې وروښيي،چې د خپل ورور جسد څرنګه ښخ كړي . ویې ويل : (( واى تباه شوم! ما ددې كارغه په څېر هم ونه کړاى شول،چې د خپل ورور جسد پټ كړم ؟! )) او په پاى كې (د رسوايۍ له وېرې او د وجدان د دباو له امله له خپل كاره) له پښېمانانو ځنې شو. (۳۱)
|
|
مِنْ أَجْلِ ذَلِكَ كَتَبْنَا عَلَى بَنِي إِسْرَائِيلَ أَنَّهُ مَن قَتَلَ نَفْسًا بِغَيْرِ نَفْسٍ أَوْ فَسَادٍ فِي الأَرْضِ فَكَأَنَّمَا قَتَلَ النَّاسَ جَمِيعًا وَمَنْ أَحْيَاهَا فَكَأَنَّمَا أَحْيَا النَّاسَ جَمِيعًا وَلَقَدْ جَاءتْهُمْ رُسُلُنَا بِالبَيِّنَاتِ ثُمَّ إِنَّ كَثِيرًا مِّنْهُم بَعْدَ ذَلِكَ فِي الأَرْضِ لَمُسْرِفُونَ ﴿۳۲﴾ | د همدې (وژنې) له امله موږ بني اسرائيلو ته حکم وکړ،چې كه چا يو انسان بې له قصاص يا پر ځمكه له فساد خپرولو وواژه؛ نو لكه چې ټول خلك يې وژلي وي او څوك چې يو انسان له مرګه وژغوري؛لكه چې ټولو خلكو ته يې ژوند وربښلى وي او په يقين بني اسرائيلو ته زموږ استازيو څرګند دلايل راوړل (؛خو) ډېرى يې تردې روسته په خپل هېواد كې د سرغړاندۍ لار خپله کړه . (۳۲)
|
|
إِنَّمَا جَزَاء الَّذِينَ يُحَارِبُونَ اللّهَ وَرَسُولَهُ وَيَسْعَوْنَ فِي الأَرْضِ فَسَادًا أَن يُقَتَّلُواْ أَوْ يُصَلَّبُواْ أَوْ تُقَطَّعَ أَيْدِيهِمْ وَأَرْجُلُهُم مِّنْ خِلافٍ أَوْ يُنفَوْاْ مِنَ الأَرْضِ ذَلِكَ لَهُمْ خِزْيٌ فِي الدُّنْيَا وَلَهُمْ فِي الآخِرَةِ عَذَابٌ عَظِيمٌ ﴿۳۳﴾ | هغوى چې له خداى او له استازي سره یې جنګېږي او په ځمكه كې د فساد خپرولو هڅې كوي (او د خلكو پر ځانونو، مالونو او ناموس وسله وال تېرى كوي)؛ نو سزا يې یوازې داده،چې ووژل شي يا پر سولۍ شي، يا يې لاسونه او پښې تېروبېر غوڅې شي او يا له (خپل) هېواده وشړل شي؛دا خو يې په دنيا كې یو سپکاوی دی او په آخرت كې ورته لوى عذاب دى (۳۳)
|
|
إِلاَّ الَّذِينَ تَابُواْ مِن قَبْلِ أَن تَقْدِرُواْ عَلَيْهِمْ فَاعْلَمُواْ أَنَّ اللّهَ غَفُورٌ رَّحِيمٌ ﴿۳۴﴾ | خو څوک چې تر نیول کېدو وړاندې توبه وباسي؛ نو پوه شئ (خداى يې توبه مني) چې خداى لورین بښونكى دى (۳۴)
|
|
يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُواْ اتَّقُواْ اللّهَ وَابْتَغُواْ إِلَيهِ الْوَسِيلَةَ وَجَاهِدُواْ فِي سَبِيلِهِ لَعَلَّكُمْ تُفْلِحُونَ ﴿۳۵﴾ | مؤمنانو! د خداى (د فرمان له مخالفته) ووېرېږئ او هغه ته د ورنژدېدو وزله ولټوئ او په لار كې يې جهاد وكړئ، ښايي وژغورل شئ (۳۵)
|
|
إِنَّ الَّذِينَ كَفَرُواْ لَوْ أَنَّ لَهُم مَّا فِي الأَرْضِ جَمِيعًا وَمِثْلَهُ مَعَهُ لِيَفْتَدُواْ بِهِ مِنْ عَذَابِ يَوْمِ الْقِيَامَةِ مَا تُقُبِّلَ مِنْهُمْ وَلَهُمْ عَذَابٌ أَلِيمٌ ﴿۳۶﴾ | په حقيقت کې که كافران په رښتيا د ځمكي ټولې شتمنۍ او همدومره نورې هم ورسره وي او دا ټولې د قيامت د ورځې له سزا د بچېدو لپاره (تاوان) وركړي؛نو ترې و به نه منل شي او دردناك عذاب يې پر برخه دى (۳۶)
|
|
يُرِيدُونَ أَن يَخْرُجُواْ مِنَ النَّارِ وَمَا هُم بِخَارِجِينَ مِنْهَا وَلَهُمْ عَذَابٌ مُّقِيمٌ ﴿۳۷﴾ | (کافران) غواړي (د دوزخ) له اوره [په تېښته] ووځي؛خو وتلاى ترې نشي او ورته همېشنى عذاب دى (۳۷)
|
|
وَالسَّارِقُ وَالسَّارِقَةُ فَاقْطَعُواْ أَيْدِيَهُمَا جَزَاء بِمَا كَسَبَا نَكَالًا مِّنَ اللّهِ وَاللّهُ عَزِيزٌ حَكِيمٌ ﴿۳۸﴾ | او د غله او غلې دواړه لاسونه یې د كړنو په سزا كې د خداى له لوري (د عبرت وړ) سزا په توګه پرې كړئ او خداى ځواکمن حكيم دى (۳۸)
|
|
فَمَن تَابَ مِن بَعْدِ ظُلْمِهِ وَأَصْلَحَ فَإِنَّ اللّهَ يَتُوبُ عَلَيْهِ إِنَّ اللّهَ غَفُورٌ رَّحِيمٌ ﴿۳۹﴾ | خو چا چې تر خپل ظلم روسته توبه وايسته او ځان يې سم كړ؛ نو خداى يې توبه مني (او له دې سزا معافېږي؛ځكه ) چې خداى لورین ډېر بښونكى دى . (۳۹)
|
|
أَلَمْ تَعْلَمْ أَنَّ اللّهَ لَهُ مُلْكُ السَّمَاوَاتِ وَالأَرْضِ يُعَذِّبُ مَن يَشَاءُ وَيَغْفِرُ لِمَن يَشَاءُ وَاللّهُ عَلَى كُلِّ شَيْءٍ قَدِيرٌ ﴿۴۰﴾ | ايا نه پوهېږې،چې یوازې خداى د اسمانونو او ځمكې واكمن دى ؟! چا ته چې وغواړي (او وړ يې وبولي) سزا وركوي او چا ته یې چې خوښه شي (او وړ يې وبولي) بښنه كوي او خداى پر هر څيز واک لري (۴۰)
|
|
يَا أَيُّهَا الرَّسُولُ لاَ يَحْزُنكَ الَّذِينَ يُسَارِعُونَ فِي الْكُفْرِ مِنَ الَّذِينَ قَالُواْ آمَنَّا بِأَفْوَاهِهِمْ وَلَمْ تُؤْمِن قُلُوبُهُمْ وَمِنَ الَّذِينَ هِادُواْ سَمَّاعُونَ لِلْكَذِبِ سَمَّاعُونَ لِقَوْمٍ آخَرِينَ لَمْ يَأْتُوكَ يُحَرِّفُونَ الْكَلِمَ مِن بَعْدِ مَوَاضِعِهِ يَقُولُونَ إِنْ أُوتِيتُمْ هَذَا فَخُذُوهُ وَإِن لَّمْ تُؤْتَوْهُ فَاحْذَرُواْ وَمَن يُرِدِ اللّهُ فِتْنَتَهُ فَلَن تَمْلِكَ لَهُ مِنَ اللّهِ شَيْئًا أُوْلَئِكَ الَّذِينَ لَمْ يُرِدِ اللّهُ أَن يُطَهِّرَ قُلُوبَهُمْ لَهُمْ فِي الدُّنْيَا خِزْيٌ وَلَهُمْ فِي الآخِرَةِ عَذَابٌ عَظِيمٌ ﴿۴۱﴾ | (د خداى) استازيه! هغوى دې تا اندېښمن نه کړي،چې د كفر په لار كې په بيړه هلې ځلې كوي او په خوله وايي :(( ايمان مو راوړى))؛ خو زړونو يې ايمان نه دى راوړى! او(همداراز) هغه ډله يهود،چې ستا خبرو ته ښه غوږ ږدي، چې ستا دروغجنولو ته پلمه پېدا كړي، دوى د نورو ځري دي،چې پخپله راغلي نه دي، هغوى خبرې له اصلي مفهومه اړوي او (يو بل ته) وايي:((كه دا( چې موږ يې غواړو) دركړ شو (او محمد مو د غوښتنو له مخې قضاوت وكړ؛) نو و يې منئ اوكه نه (ترې) لرې شئ )) (خو) خداى چې چا ته (یې په پرله پسې ګناهونو) سزا وركوي؛نو ته يې ژغورلو ته څه نشې كړاى، دوی هماغه كسان دي،چې خداى نه دي غوښتي،چې زړونه يې پاك کړي،دوى ته په دنيا كې سپکاوی او په اخرت كې ورته لوى عذاب دى (۴۱)
|
|
سَمَّاعُونَ لِلْكَذِبِ أَكَّالُونَ لِلسُّحْتِ فَإِن جَآؤُوكَ فَاحْكُم بَيْنَهُم أَوْ أَعْرِضْ عَنْهُمْ وَإِن تُعْرِضْ عَنْهُمْ فَلَن يَضُرُّوكَ شَيْئًا وَإِنْ حَكَمْتَ فَاحْكُم بَيْنَهُمْ بِالْقِسْطِ إِنَّ اللّهَ يُحِبُّ الْمُقْسِطِينَ ﴿۴۲﴾ | هغوى (يهودان) د درواغ (ويلو) لپاره ستا خبرو ته ښه غوږ ږدي، په مړه خېټه حرام مالونه خوري؛ نو كه درغلل؛ترمنځ يې قضات وكړه، يا(كه په مصلحت دې وه) پرخپل حال يې پرېږده ! او كه ترې تېر شې؛ نو هېڅ زيان نشي دررسولاى او كه پرېکړه دې ورته کوله؛ نو په انصاف يې پرېکړه وكړه،چې خداى منصفان خوښوي (۴۲)
|
|
وَكَيْفَ يُحَكِّمُونَكَ وَعِندَهُمُ التَّوْرَاةُ فِيهَا حُكْمُ اللّهِ ثُمَّ يَتَوَلَّوْنَ مِن بَعْدِ ذَلِكَ وَمَا أُوْلَئِكَ بِالْمُؤْمِنِينَ ﴿۴۳﴾ | او څرنګه دې په منځگړتوب نيسي؟! سره له دې چې تورات ورسره دى،چې پكې د خداى حكم هم شته بيا تر دې (منځگړتوب) روسته مخ اړوي، دوى (بيخي) مؤمنان نه دي (۴۳)
|
|
إِنَّا أَنزَلْنَا التَّوْرَاةَ فِيهَا هُدًى وَنُورٌ يَحْكُمُ بِهَا النَّبِيُّونَ الَّذِينَ أَسْلَمُواْ لِلَّذِينَ هَادُواْ وَالرَّبَّانِيُّونَ وَالأَحْبَارُ بِمَا اسْتُحْفِظُواْ مِن كِتَابِ اللّهِ وَكَانُواْ عَلَيْهِ شُهَدَاء فَلاَ تَخْشَوُاْ النَّاسَ وَاخْشَوْنِ وَلاَ تَشْتَرُواْ بِآيَاتِي ثَمَنًا قَلِيلًا وَمَن لَّمْ يَحْكُم بِمَا أَنزَلَ اللّهُ فَأُوْلَئِكَ هُمُ الْكَافِرُونَ ﴿۴۴﴾ | په رښتيا چې موږ تورات لېږلى دى،چې پكې لارښوونه او رڼا ده او پېغمبران،چې (د خداى فرمان ته) تسليم وو، په تورات به يې د يهودو چارې فيصله كولې او(همداراز) رباني عارفانو او پوهانو پرې پرېکړې كولې؛ځكه دا كتاب ورسپارل شوى و او پرې ګواهان وو؛ نو ځكه (د الهي آيتونو له مخې د قضاوت له امله) له خلكو مه ډارېږئ ! او له ما ووېرېږئ او زما آيتونه په ناڅيزه بيه مه پلورئ او څوك چې د خداى د نازل شويو احكامو له مخې پرېكړه ونه کړي؛ نو همدوى كافران دي (۴۴)
|
|
وَكَتَبْنَا عَلَيْهِمْ فِيهَا أَنَّ النَّفْسَ بِالنَّفْسِ وَالْعَيْنَ بِالْعَيْنِ وَالأَنفَ بِالأَنفِ وَالأُذُنَ بِالأُذُنِ وَالسِّنَّ بِالسِّنِّ وَالْجُرُوحَ قِصَاصٌ فَمَن تَصَدَّقَ بِهِ فَهُوَ كَفَّارَةٌ لَّهُ وَمَن لَّمْ يَحْكُم بِمَا أنزَلَ اللّهُ فَأُوْلَئِكَ هُمُ الظَّالِمُونَ ﴿۴۵﴾ | او په تورات كې موږ پر هغوى (يهوديانو) فرض كړي وو، چې نفس د نفس، سترګه د سترګې او پوزه د پوزې او غوږ د غوږ او غاښ د غاښ په بدله كې دى او هر ټپ بدل لري او كه څوك يې وبښي (او له بدلې تېر شي)؛ نو(د ګناهونو) كفاره يې حسابېږي او هغوى چې د خداى د نازل شويو احكامو له مخې پرېكړه ونه کړي؛ نو همدوى ظالمان دي (۴۵)
|
|
وَقَفَّيْنَا عَلَى آثَارِهِم بِعَيسَى ابْنِ مَرْيَمَ مُصَدِّقًا لِّمَا بَيْنَ يَدَيْهِ مِنَ التَّوْرَاةِ وَآتَيْنَاهُ الإِنجِيلَ فِيهِ هُدًى وَنُورٌ وَمُصَدِّقًا لِّمَا بَيْنَ يَدَيْهِ مِنَ التَّوْرَاةِ وَهُدًى وَمَوْعِظَةً لِّلْمُتَّقِينَ ﴿۴۶﴾ | او په دوی [= مخكېنيو پېغمبرانو] پسې مو عيسى د مريمې زوى ولېږه، چې(د هغه) تورات تصديقوونكى و،چې تر هغه مخكې مو لېږلى و او انجيل مو وركړ،چې پكې لارښوونه او رڼا وه او (دې اسماني كتاب هم) تورات،چې ترې مخكې (لېږل شوى) و، تصديق كړ او متقیانو ته لارښوونه او نصيحت و (۴۶)
|
|
وَلْيَحْكُمْ أَهْلُ الإِنجِيلِ بِمَا أَنزَلَ اللّهُ فِيهِ وَمَن لَّمْ يَحْكُم بِمَا أَنزَلَ اللّهُ فَأُوْلَئِكَ هُمُ الْفَاسِقُونَ ﴿۴۷﴾ | او د انجيل خاوندان [= د مسيح لارويان] دې هم د هغو احكامو له مخې پرېكړې وكړي، چې خداى پكې نازل كړي او هغوى چې د خداى د نازل شوي احكامو له مخې پرېكړه و نه کړي (؛نو) يوازې همدوي سرغړاند دي (۴۷)
|
|
وَأَنزَلْنَا إِلَيْكَ الْكِتَابَ بِالْحَقِّ مُصَدِّقًا لِّمَا بَيْنَ يَدَيْهِ مِنَ الْكِتَابِ وَمُهَيْمِنًا عَلَيْهِ فَاحْكُم بَيْنَهُم بِمَا أَنزَلَ اللّهُ وَلاَ تَتَّبِعْ أَهْوَاءهُمْ عَمَّا جَاءكَ مِنَ الْحَقِّ لِكُلٍّ جَعَلْنَا مِنكُمْ شِرْعَةً وَمِنْهَاجًا وَلَوْ شَاء اللّهُ لَجَعَلَكُمْ أُمَّةً وَاحِدَةً وَلَكِن لِّيَبْلُوَكُمْ فِي مَآ آتَاكُم فَاسْتَبِقُوا الخَيْرَاتِ إِلَى الله مَرْجِعُكُمْ جَمِيعًا فَيُنَبِّئُكُم بِمَا كُنتُمْ فِيهِ تَخْتَلِفُونَ ﴿۴۸﴾ | او موږ دا كتاب [= قرآن ] په رښتيا او حق پر تا نازل كړى،چې مخكېني كتابونه رښتيني ګڼي او پاسوال يې دى؛نو په هغوى كې د خداى د نازل شويو احكامو له مخې پرېکړه كوه او په هيلو پسې يې مه ځه او له الهي احكامو مخ مه اړوه،موږ تاسې هر يو(امت) ته شريعت او روښانه لار ټاكلې ده او كه خداى غوښتي واى؛نو تاسې ټول يې يو امت كولاى شوئ؛ خو خداى غواړي په هغو څيزونو مو وازمېيي،چې دركړي يې دي (او ستاسې بېلابېل استعدادونه وروزي)؛ نو په نېكو چارو كې سيالي وكړئ،ستاسې د ټولو ستنېدل د خداى لوري ته دي؛ نو بيا به مو پرهغه څه خبر كړي،چې په کې مو اختلاف كاوه (۴۸)
|
|
وَأَنِ احْكُم بَيْنَهُم بِمَآ أَنزَلَ اللّهُ وَلاَ تَتَّبِعْ أَهْوَاءهُمْ وَاحْذَرْهُمْ أَن يَفْتِنُوكَ عَن بَعْضِ مَا أَنزَلَ اللّهُ إِلَيْكَ فَإِن تَوَلَّوْاْ فَاعْلَمْ أَنَّمَا يُرِيدُ اللّهُ أَن يُصِيبَهُم بِبَعْضِ ذُنُوبِهِمْ وَإِنَّ كَثِيرًا مِّنَ النَّاسِ لَفَاسِقُونَ ﴿۴۹﴾ | او د هغوى [= كتابيانو] ترمنځ د خداى د نازل شويو احكامو له مخې پرېکړه وكړه او د ځاني غوښتنو لاروي يې مه كوه او په اړه يې هوښيار اوسه،هسې نه چې له ځينو هغو څيزونو دې واړوي،چې الله درته نازل کړي او كه (ستا له حكم او پرېکړې) يې مخ واړاوه؛ نو پوه شه،چې خداى غواړي، هغوى ته د ځينو خپلو ګناهونو له امله سزا وركړي او په رښتيا ډېرى خلك سرغړاند دي (۴۹)
|
|
أَفَحُكْمَ الْجَاهِلِيَّةِ يَبْغُونَ وَمَنْ أَحْسَنُ مِنَ اللّهِ حُكْمًا لِّقَوْمٍ يُوقِنُونَ ﴿۵۰﴾ | ايا ( له تا) د جاهليت پرېکړه غواړي ؟! او يقين کوونکيو ته به تر خدايه د چا پرېکړه غوره وي؟ (۵۰)
|
|
يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُواْ لاَ تَتَّخِذُواْ الْيَهُودَ وَالنَّصَارَى أَوْلِيَاء بَعْضُهُمْ أَوْلِيَاء بَعْضٍ وَمَن يَتَوَلَّهُم مِّنكُمْ فَإِنَّهُ مِنْهُمْ إِنَّ اللّهَ لاَ يَهْدِي الْقَوْمَ الظَّالِمِينَ ﴿۵۱﴾ | مؤمنانو! يهود او نصارا خپل پالندويان (دوستان او ملاتړي) مه نيسئ،چې دوى (ستاسې پر وړاندې) يو د بل پلوي دي او كه په تاسې كې څوك ورسره همژمنى (او ملګرى) شو؛ نو په واقع کې له همدوی شمېرلېږي . هو! خداى ظالمانو ته هدایت نه کوي. (۵۱)
|
|
فَتَرَى الَّذِينَ فِي قُلُوبِهِم مَّرَضٌ يُسَارِعُونَ فِيهِمْ يَقُولُونَ نَخْشَى أَن تُصِيبَنَا دَآئِرَةٌ فَعَسَى اللّهُ أَن يَأْتِيَ بِالْفَتْحِ أَوْ أَمْرٍ مِّنْ عِندِهِ فَيُصْبِحُواْ عَلَى مَا أَسَرُّواْ فِي أَنْفُسِهِمْ نَادِمِينَ ﴿۵۲﴾ | نو د زړه ناروغان به وینې چې (په دوستۍ كې) ورسره سيالي کوى او وايي : (( وېرېږو،چې كومه پېښه راباندې ونشي (او مرستې ته به يې اړ يو.) )) ښايي خداى (د مسلمانانو پر ګټه) بريا يا بله پېښه وكړي او دغه ډله پر هغه څه پښېمانېږي،چې په زړونو كې يې پټوي (۵۲)
|
|
وَيَقُولُ الَّذِينَ آمَنُواْ أَهَؤُلاء الَّذِينَ أَقْسَمُواْ بِاللّهِ جَهْدَ أَيْمَانِهِمْ إِنَّهُمْ لَمَعَكُمْ حَبِطَتْ أَعْمَالُهُمْ فَأَصْبَحُواْ خَاسِرِينَ ﴿۵۳﴾ | او مؤمنان وايي :(( ايا دا (منافقان ) وو چې په ډېر ټينګار يې پر خداى لوړل،چې په رښتیا موږ درسره يو؟!( ولې یې كار تردې ځايه راورسېد؟!) )) (هو) كړه يې ورک او تاواني شول (۵۳)
|
|
يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُواْ مَن يَرْتَدَّ مِنكُمْ عَن دِينِهِ فَسَوْفَ يَأْتِي اللّهُ بِقَوْمٍ يُحِبُّهُمْ وَيُحِبُّونَهُ أَذِلَّةٍ عَلَى الْمُؤْمِنِينَ أَعِزَّةٍ عَلَى الْكَافِرِينَ يُجَاهِدُونَ فِي سَبِيلِ اللّهِ وَلاَ يَخَافُونَ لَوْمَةَ لآئِمٍ ذَلِكَ فَضْلُ اللّهِ يُؤْتِيهِ مَن يَشَاءُ وَاللّهُ وَاسِعٌ عَلِيمٌ ﴿۵۴﴾ | مؤمنانو! له تاسې،چې څوك له خپل دينه واوړي (خداى ته زيان نشي رسولاى) خداى به داسې خلك راولي،چې الله ته ګران وي او خداى (هم) هغوى ته ګران وي،د مؤمنانو پر وړاندې به عاجز او د كافرانو پر وړاندې به ناماتي وي،د خداى په لار كې به جهاد كوي او د هېڅ ملا متوونكي له پړې اچولو به نه وېرېږي، دا د خداى لورنه ده،چا ته یې چې خوښه شي (او وړ يې وبولي) وركوي يې او (د) خداى (لورنه) پراخ او (پر مستحقينو) پوهېدونکى دى (۵۴)
|
|
إِنَّمَا وَلِيُّكُمُ اللّهُ وَرَسُولُهُ وَالَّذِينَ آمَنُواْ الَّذِينَ يُقِيمُونَ الصَّلاَةَ وَيُؤْتُونَ الزَّكَاةَ وَهُمْ رَاكِعُونَ ﴿۵۵﴾ | ستاسې ولي او پالندوى خو يوازې خداى، استازی یې او هغه مؤمنان دي،چې نمونځونه كوي او د ركوع په حال كې زكات وركوي (۵۵)
|
|
وَمَن يَتَوَلَّ اللّهَ وَرَسُولَهُ وَالَّذِينَ آمَنُواْ فَإِنَّ حِزْبَ اللّهِ هُمُ الْغَالِبُونَ ﴿۵۶﴾ | او څوك چې د خداى، استازي او مؤمنانو ولايت ومني؛ نو (د خداى گوند دى او) په رښتيا،چې يوازې د خداى ګوند بريالى دى (۵۶)
|
|
يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُواْ لاَ تَتَّخِذُواْ الَّذِينَ اتَّخَذُواْ دِينَكُمْ هُزُوًا وَلَعِبًا مِّنَ الَّذِينَ أُوتُواْ الْكِتَابَ مِن قَبْلِكُمْ وَالْكُفَّارَ أَوْلِيَاء وَاتَّقُواْ اللّهَ إِن كُنتُم مُّؤْمِنِينَ ﴿۵۷﴾ | مؤمنانو! هغوى چې ستاسې دين يې ټوکه او لوبه گڼلى (كه) دا هغه خلك وي،چې تر تاسې مخكې ورته كتاب وركړاى شوى (او كه) له كافرانو ( = مشركانو) وي (؛نو خپل ) دوستان يې مه نيسئ، كه (په رښتيا) مؤمنان ياست (؛نو ځانونه) د خداى له (عذابه) وساتئ. (۵۷)
|
|
وَإِذَا نَادَيْتُمْ إِلَى الصَّلاَةِ اتَّخَذُوهَا هُزُوًا وَلَعِبًا ذَلِكَ بِأَنَّهُمْ قَوْمٌ لاَّ يَعْقِلُونَ ﴿۵۸﴾ | او چې کله (خلك په اذان) نمانځه ته رابولئ؛ نو ټوکه او لوبه يې بولي (او ورپورې خاندي)؛ځكه يوه بې عقله ډله ده . (۵۸)
|
|
قُلْ يَا أَهْلَ الْكِتَابِ هَلْ تَنقِمُونَ مِنَّا إِلاَّ أَنْ آمَنَّا بِاللّهِ وَمَا أُنزِلَ إِلَيْنَا وَمَا أُنزِلَ مِن قَبْلُ وَأَنَّ أَكْثَرَكُمْ فَاسِقُونَ ﴿۵۹﴾ | ورته ووايه : ((كتابيانو! تاسې ولې موږ ته ګوته نيسئ ؟!( ولې موږ څه كړي؟!) موږ خو يوازې پر خداى او څه چې پر موږ نازل شوي او څه چې تر دې مخكې نازل شوي،ايمان راوړى او دا ځكه چې ډېرى ستاسې سرغړاند دي .)) (۵۹)
|
|
قُلْ هَلْ أُنَبِّئُكُم بِشَرٍّ مِّن ذَلِكَ مَثُوبَةً عِندَ اللّهِ مَن لَّعَنَهُ اللّهُ وَغَضِبَ عَلَيْهِ وَجَعَلَ مِنْهُمُ الْقِرَدَةَ وَالْخَنَازِيرَ وَعَبَدَ الطَّاغُوتَ أُوْلَئِكَ شَرٌّ مَّكَانًا وَأَضَلُّ عَن سَوَاء السَّبِيلِ ﴿۶۰﴾ | ورته ووايه : (( ايا هغه خلك دروښيم،چې د خداى پر وړاندې يې موقعيت او جزا تر دوى هم بدتره ده؟ هغه چې خدای رټلي او غضب یې پرې کړی او بيزوګان او خوګان یې ترې جوړ کړي او طاغوت (غیرالله) یې نمانځلی دی دا خلک د ډېرې ناوړې مرتبې خاوندان دي او [تر ټولو] له سمې لارې بيخي كاږه دي .)) (۶۰)
|
|
وَإِذَا جَآؤُوكُمْ قَالُوَاْ آمَنَّا وَقَد دَّخَلُواْ بِالْكُفْرِ وَهُمْ قَدْ خَرَجُواْ بِهِ وَاللّهُ أَعْلَمُ بِمَا كَانُواْ يَكْتُمُونَ ﴿۶۱﴾ | او چې کله درشي (؛نو) وايي: ((ايمان موراوړى.))؛خو له كفر سره راغلي وو او له هماغه كفر سره بېرته ستانه شول او څه يې چې تل پټول،خداى پرې ښه پوهېږي . (۶۱)
|
|
وَتَرَى كَثِيرًا مِّنْهُمْ يُسَارِعُونَ فِي الإِثْمِ وَالْعُدْوَانِ وَأَكْلِهِمُ السُّحْتَ لَبِئْسَ مَا كَانُواْ يَعْمَلُونَ ﴿۶۲﴾ | او ډېرى یې وینې چې په ګناه، ظلم زياتي او حرام خورۍ كې منډې ترړې وهي؛ نو کړه وړه یې بد دي ! (۶۲)
|
|
لَوْلاَ يَنْهَاهُمُ الرَّبَّانِيُّونَ وَالأَحْبَارُ عَن قَوْلِهِمُ الإِثْمَ وَأَكْلِهِمُ السُّحْتَ لَبِئْسَ مَا كَانُواْ يَصْنَعُونَ ﴿۶۳﴾ | ولې د نصاراوو پوهان او د يهودو عالمان دوى د ګناه له خبرو او د حرامو له خوړلو نه منع كوي؟ څه يې چې په ځيرکۍ كول،په رښتيا چې څومره بد وو! (۶۳)
|
|
وَقَالَتِ الْيَهُودُ يَدُ اللّهِ مَغْلُولَةٌ غُلَّتْ أَيْدِيهِمْ وَلُعِنُواْ بِمَا قَالُواْ بَلْ يَدَاهُ مَبْسُوطَتَانِ يُنفِقُ كَيْفَ يَشَاءُ وَلَيَزِيدَنَّ كَثِيرًا مِّنْهُم مَّا أُنزِلَ إِلَيْكَ مِن رَّبِّكَ طُغْيَانًا وَكُفْرًا وَأَلْقَيْنَا بَيْنَهُمُ الْعَدَاوَةَ وَالْبَغْضَاء إِلَى يَوْمِ الْقِيَامَةِ كُلَّمَا أَوْقَدُواْ نَارًا لِّلْحَرْبِ أَطْفَأَهَا اللّهُ وَيَسْعَوْنَ فِي الأَرْضِ فَسَادًا وَاللّهُ لاَ يُحِبُّ الْمُفْسِدِينَ ﴿۶۴﴾ | او يهودو وويل :(( د خداى لاس ( له پنځونې يا ورکړې په ځنځېر) تړل شوى دى)) دهغوی لاسونه دې تړلي وي ! او د دې خبرې له امله ورټل شول؛ بلكې (د قدرت) دواړه لاسونه يې پرانستي دي، هر ډول یې چې خوښه وي، بښې يي؛ خو څه،چې د پالونکي له لوري دې درنازل شوي، د زياترو یې سرغړونه او كفر ورزياتوي او (ددې په بدله كې) مو د قيامت تر ورځې ترمنځ یې دښمني او كينه اچولې ده،هر وخت چې د جګړې اور بلوي (؛نو) خداى یې مړ كړي او [اوس هم] په ځمکه کې د فساد خپرولو هلې ځلې كوي او خداى مفسدان نه خوښوي (۶۴)
|
|
وَلَوْ أَنَّ أَهْلَ الْكِتَابِ آمَنُواْ وَاتَّقَوْاْ لَكَفَّرْنَا عَنْهُمْ سَيِّئَاتِهِمْ وَلأدْخَلْنَاهُمْ جَنَّاتِ النَّعِيمِ ﴿۶۵﴾ | او كه كتابيان ايمان راوړي او پرهېزګاري وكړي؛ نو ګناهونه به يې وبښو او له نعمتونو ډك جنت ته به يې ورننباسو: (۶۵)
|
|
وَلَوْ أَنَّهُمْ أَقَامُواْ التَّوْرَاةَ وَالإِنجِيلَ وَمَا أُنزِلَ إِلَيهِم مِّن رَّبِّهِمْ لأكَلُواْ مِن فَوْقِهِمْ وَمِن تَحْتِ أَرْجُلِهِم مِّنْهُمْ أُمَّةٌ مُّقْتَصِدَةٌ وَكَثِيرٌ مِّنْهُمْ سَاء مَا يَعْمَلُونَ ﴿۶۶﴾ | او كه هغوى پر تورات او انجيل او څه چې د خپل پالونكي له لوري ورته نازل شوي [= قرآن]،عملي كړى واى (؛ نو) هرومرو له اسماني او ځمکني برکتونو برخمنېدل؛ يو شمېر يې منځلاري دي؛ خو ډېرى يې بد چاري دي . (۶۶)
|
|
يَا أَيُّهَا الرَّسُولُ بَلِّغْ مَا أُنزِلَ إِلَيْكَ مِن رَّبِّكَ وَإِن لَّمْ تَفْعَلْ فَمَا بَلَّغْتَ رِسَالَتَهُ وَاللّهُ يَعْصِمُكَ مِنَ النَّاسِ إِنَّ اللّهَ لاَ يَهْدِي الْقَوْمَ الْكَافِرِينَ ﴿۶۷﴾ | او [د خدای] استازیه! څه چې ستا د پالونكي له لوري درنازل شوي،(ټول يې خلكو ته) ورسوه او كه داسې و نه کړې؛ نو د هغه پيغام دې نه دى رسولى او خداى تا د خلكو (له احتمالي زيانونو) ساتي، هو ! خداى،”خداى ناپېژاندو” ته سمه لار نه ورښيي . (۶۷)
|
|
قُلْ يَا أَهْلَ الْكِتَابِ لَسْتُمْ عَلَى شَيْءٍ حَتَّىَ تُقِيمُواْ التَّوْرَاةَ وَالإِنجِيلَ وَمَا أُنزِلَ إِلَيْكُم مِّن رَّبِّكُمْ وَلَيَزِيدَنَّ كَثِيرًا مِّنْهُم مَّا أُنزِلَ إِلَيْكَ مِن رَّبِّكَ طُغْيَانًا وَكُفْرًا فَلاَ تَأْسَ عَلَى الْقَوْمِ الْكَافِرِينَ ﴿۶۸﴾ | ورته ووايه : ((كتابيانو! تاسې هېڅ سم دين نه لرئ؛ خو داچې تورات او انجيل او څه چې ستاسې د پالونكي له لوري درنازل شوي، عملي كړئ.))؛ خو څه چې ستا د پالونكي له لوري درنازل شوي ( نه يوازې داچې د هغوى د راوېښولو لامل نه ګرځي؛ بلكې) د هغوى د ډېرو سرغړونه او كفر زياتوي؛ نو پر خداى ناپېژاندو مه غمجنېږه (۶۸)
|
|
إِنَّ الَّذِينَ آمَنُواْ وَالَّذِينَ هَادُواْ وَالصَّابِؤُونَ وَالنَّصَارَى مَنْ آمَنَ بِاللّهِ وَالْيَوْمِ الآخِرِ وعَمِلَ صَالِحًا فَلاَ خَوْفٌ عَلَيْهِمْ وَلاَ هُمْ يَحْزَنُونَ ﴿۶۹﴾ | په حقيقت کې هغوى چې [ظاهري] ايمان راوړى او هغوى چې يهودي (دين) يې منلى او صابيان (د یحيی پېغمبر لارويان) او مسيحيان، (له دوى) چې هر يو پر خداى او د قيامت پر ورځې [واقعي] ايمان راوړي او ښې چارې وکړي، نه پرې څه وېره شته او نه به غمجنېږي . (۶۹)
|
|
لَقَدْ أَخَذْنَا مِيثَاقَ بَنِي إِسْرَائِيلَ وَأَرْسَلْنَا إِلَيْهِمْ رُسُلًا كُلَّمَا جَاءهُمْ رَسُولٌ بِمَا لاَ تَهْوَى أَنْفُسُهُمْ فَرِيقًا كَذَّبُواْ وَفَرِيقًا يَقْتُلُونَ ﴿۷۰﴾ | په رښتيا موږ له بني اسراييلو ټينګه ژمنه واخسته او استازي مو هم ورولېږل (؛خو) چې کوم استازي به یې د غوښتنو پر خلاف څه احکام وروړل(؛نو) ځينې يې دروغجن ګڼل او ځينې يې وژل . (۷۰)
|
|
وَحَسِبُواْ أَلاَّ تَكُونَ فِتْنَةٌ فَعَمُواْ وَصَمُّواْ ثُمَّ تَابَ اللّهُ عَلَيْهِمْ ثُمَّ عَمُواْ وَصَمُّواْ كَثِيرٌ مِّنْهُمْ وَاللّهُ بَصِيرٌ بِمَا يَعْمَلُونَ ﴿۷۱﴾ | ګومان يې كاوه، چې ازمېښت به نه وي؛نو(ځكه د حقايقو له ليدو او د حق له اورېدو) ړانده او كاڼه شول، بيا (ويښ شول او) خداى يې توبه ومنله،بل ځل بيا (د غفلت په خوب كې ډوب شول او) ډېرى يې ړانده او كاڼه شول او څه چې كوي،خداى يې ليدونکى دى . (۷۱)
|
|
لَقَدْ كَفَرَ الَّذِينَ قَالُواْ إِنَّ اللّهَ هُوَ الْمَسِيحُ ابْنُ مَرْيَمَ وَقَالَ الْمَسِيحُ يَا بَنِي إِسْرَائِيلَ اعْبُدُواْ اللّهَ رَبِّي وَرَبَّكُمْ إِنَّهُ مَن يُشْرِكْ بِاللّهِ فَقَدْ حَرَّمَ اللّهُ عَلَيهِ الْجَنَّةَ وَمَأْوَاهُ النَّارُ وَمَا لِلظَّالِمِينَ مِنْ أَنصَارٍ ﴿۷۲﴾ | هغوى په رښتيا كافر شول،چې ويې ويل : (( په رښتینه کې الله همدا مسيح د مريمې زوى دى)) (سره له دې چې پخپله) مسيح ويل:(( بني اسراييلو! الله ونمانځئ،چې زما او ستاسې پالونكى دى؛ځكه چا چې له خداى سره څوك شريك کړ؛ نو په یقین خداى جنت پرې حرام كړى او هستوګنځى يې دوزخ دى او [مشرکو] ظالمانو ته هېڅ مرستندوى نشته)) (۷۲)
|
|
لَّقَدْ كَفَرَ الَّذِينَ قَالُواْ إِنَّ اللّهَ ثَالِثُ ثَلاَثَةٍ وَمَا مِنْ إِلَهٍ إِلاَّ إِلَهٌ وَاحِدٌ وَإِن لَّمْ يَنتَهُواْ عَمَّا يَقُولُونَ لَيَمَسَّنَّ الَّذِينَ كَفَرُواْ مِنْهُمْ عَذَابٌ أَلِيمٌ ﴿۷۳﴾ | هغه خلك په يقين كافر شول، چې ويې ويل: (( په رښتینه کې (له) درېيو(خدايانو) درېيم يې ((الله)) دى)) (حال دا چې) بې له ((الله)) بل ((معبود)) نشته او كه دوى له خپلو ويناوو وا نه ووښتل؛ نو هرومرو كافرانو ته به يې (چې پر همدې ګروهه ټينګ درېږي) دردناك عذاب ورسي . (۷۳)
|
|
أَفَلاَ يَتُوبُونَ إِلَى اللّهِ وَيَسْتَغْفِرُونَهُ وَاللّهُ غَفُورٌ رَّحِيمٌ ﴿۷۴﴾ | ولې خداى ته توبه نه باسي او بښنه ترې نه غواړي ؟! او (حال دا چې) خداى لورین بښونكى دى (۷۴)
|
|
مَّا الْمَسِيحُ ابْنُ مَرْيَمَ إِلاَّ رَسُولٌ قَدْ خَلَتْ مِن قَبْلِهِ الرُّسُلُ وَأُمُّهُ صِدِّيقَةٌ كَانَا يَأْكُلاَنِ الطَّعَامَ انظُرْ كَيْفَ نُبَيِّنُ لَهُمُ الآيَاتِ ثُمَّ انظُرْ أَنَّى يُؤْفَكُونَ ﴿۷۵﴾ | مسيح د مريمې زوى يوازې (د خداى) استازی و،چې په يقين مخكې ترې (نور) استازي (هم) تېر شوي وو او مور يې ډېره رښتينې وه، دواړو [د نورو انسانانو په څېر] خواړه خوړل (؛ نو څنګه د مسيح د الوهيت دعوا كوئ او مريم نمانځئ؟!) وګوره چې څرنګه موږ (د توحيد) دلايل ورڅرګندوو! بيا وګوره،چې څنګه (له حق نه) اړول كېږي! (۷۵)
|
|
قُلْ أَتَعْبُدُونَ مِن دُونِ اللّهِ مَا لاَ يَمْلِكُ لَكُمْ ضَرًّا وَلاَ نَفْعًا وَاللّهُ هُوَ السَّمِيعُ الْعَلِيمُ ﴿۷۶﴾ | ورته ووايه : (( ايا د الله پر ځاى داسې یو څيز نمانځئ چې د زيان او ګټې دررسولو واك نه لري؟! او پخپله الله ښه پوه اورېدونكى دى .)) (۷۶)
|
|
قُلْ يَا أَهْلَ الْكِتَابِ لاَ تَغْلُواْ فِي دِينِكُمْ غَيْرَ الْحَقِّ وَلاَ تَتَّبِعُواْ أَهْوَاء قَوْمٍ قَدْ ضَلُّواْ مِن قَبْلُ وَأَضَلُّواْ كَثِيرًا وَضَلُّواْ عَن سَوَاء السَّبِيلِ ﴿۷۷﴾ | ورته ووايه :(( كتابوالو! په ناحقه په خپل دين كې له پولې او حقه مه اوړئ او د هغو خلكو په غوښتنو پسې مه ځئ، چې تر تاسې مخكې پخپله هم بېلاري شوي ول او ډېر نور (خلك) يې هم بېلاري كړي او له سمې لارې بلخوا اوښتي دي .)) (۷۷)
|
|
لُعِنَ الَّذِينَ كَفَرُواْ مِن بَنِي إِسْرَائِيلَ عَلَى لِسَانِ دَاوُودَ وَعِيسَى ابْنِ مَرْيَمَ ذَلِكَ بِمَا عَصَوا وَّكَانُواْ يَعْتَدُونَ ﴿۷۸﴾ | 78 د بني اسراييلو كافران د داوود او عيسى د مريمې د زوى پر ژبو رټل شوي دي؛ځكه ګناهګاران او تیري ګر وو . (۷۸)
|
|
كَانُواْ لاَ يَتَنَاهَوْنَ عَن مُّنكَرٍ فَعَلُوهُ لَبِئْسَ مَا كَانُواْ يَفْعَلُونَ ﴿۷۹﴾ | تل يې يو بل له بدو چارو نه منع كول،رښتيا چې تل بد چاري وو! (۷۹)
|
|
تَرَى كَثِيرًا مِّنْهُمْ يَتَوَلَّوْنَ الَّذِينَ كَفَرُواْ لَبِئْسَ مَا قَدَّمَتْ لَهُمْ أَنفُسُهُمْ أَن سَخِطَ اللّهُ عَلَيْهِمْ وَفِي الْعَذَابِ هُمْ خَالِدُونَ ﴿۸۰﴾ | ډېرى یې وینې، چې له كافرو (او بوت نمانځو) سره دوستي كوي،(غړاند) نفس يې له مخكې د هغوى (معاد ته) ناوړه كړنې ورلېږلي،چې (پايله يې) ورباندې د خداى قهر او په همېشني (الهي) عذاب كې به وي. (۸۰)
|
|
وَلَوْ كَانُوا يُؤْمِنُونَ بِالله والنَّبِيِّ وَمَا أُنزِلَ إِلَيْهِ مَا اتَّخَذُوهُمْ أَوْلِيَاء وَلَكِنَّ كَثِيرًا مِّنْهُمْ فَاسِقُونَ ﴿۸۱﴾ | او كه پر خداى او پېغمبر او څه چې هغه ته نازل شوي،ايمان راوړى واى (؛نو) له كافرانو سره یې دوستي نه كوله؛ خو ډېرى يې سرغړاندي دي . (۸۱)
|
|
لَتَجِدَنَّ أَشَدَّ النَّاسِ عَدَاوَةً لِّلَّذِينَ آمَنُواْ الْيَهُودَ وَالَّذِينَ أَشْرَكُواْ وَلَتَجِدَنَّ أَقْرَبَهُمْ مَّوَدَّةً لِّلَّذِينَ آمَنُواْ الَّذِينَ قَالُوَاْ إِنَّا نَصَارَى ذَلِكَ بِأَنَّ مِنْهُمْ قِسِّيسِينَ وَرُهْبَانًا وَأَنَّهُمْ لاَ يَسْتَكْبِرُونَ ﴿۸۲﴾ | هرومرو به ومومې چې : په ټولو خلكو كې د مؤمنانو په دښمنۍ كې تر ټولو ډېر سخت يهوديان او مشركان دي او مؤمنانو ته ډېر نژدې دوستان به هغوى ومومې،چې وايي: ((موږ نصارا يو.))؛ځكه په هغوى كې ځينې (حقپالي) پوهان او عابدان دي او په رښتيا،چې هغوى (د حق پر وړاندې) لويي نه كوي . (۸۲)
|
|
وَإِذَا سَمِعُواْ مَا أُنزِلَ إِلَى الرَّسُولِ تَرَى أَعْيُنَهُمْ تَفِيضُ مِنَ الدَّمْعِ مِمَّا عَرَفُواْ مِنَ الْحَقِّ يَقُولُونَ رَبَّنَا آمَنَّا فَاكْتُبْنَا مَعَ الشَّاهِدِينَ ﴿۸۳﴾ | و چون آنچه را به سوى اين پيامبر نازل شده بشنوند مىبينى بر اثر آن حقيقتى كه شناختهاند اشك از چشمهايشان سرازير مىشود مىگويند پروردگارا ما ايمان آوردهايم پس ما را در زمره گواهان بنويس (۸۳)
|
|
وَمَا لَنَا لاَ نُؤْمِنُ بِاللّهِ وَمَا جَاءنَا مِنَ الْحَقِّ وَنَطْمَعُ أَن يُدْخِلَنَا رَبَّنَا مَعَ الْقَوْمِ الصَّالِحِينَ ﴿۸۴﴾ | او ولې پر خداى،حق او کوم حقيقت،چې راغلى،ايمان رانه وړو او (حال دا چې) هيلمن يو،چې پالونكى مو په صالحانو کې وشمېري؟!)) (۸۴)
|
|
فَأَثَابَهُمُ اللّهُ بِمَا قَالُواْ جَنَّاتٍ تَجْرِي مِن تَحْتِهَا الأَنْهَارُ خَالِدِينَ فِيهَا وَذَلِكَ جَزَاء الْمُحْسِنِينَ ﴿۸۵﴾ | نو خداى ددې خبرې له امله په جنت كې داسې باغونه وركړل،چې تر ونو لاندې يې ويالې بهېږي او هلته به همیشه مېشتې وي او دا د نېكانو بدله ده ! (۸۵)
|
|
وَالَّذِينَ كَفَرُواْ وَكَذَّبُواْ بِآيَاتِنَا أُوْلَئِكَ أَصْحَابُ الْجَحِيمِ ﴿۸۶﴾ | او هغوى چې كافر شوي او زموږ آيتونه يې دروغ ګڼلي(؛نو) همدوى دوزخيان دي . (۸۶)
|
|
يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُواْ لاَ تُحَرِّمُواْ طَيِّبَاتِ مَا أَحَلَّ اللّهُ لَكُمْ وَلاَ تَعْتَدُواْ إِنَّ اللّهَ لاَ يُحِبُّ الْمُعْتَدِينَ ﴿۸۷﴾ | مؤمنانو! خداى چې کوم پاك څيزونه درته حلال كړي،ناروا مه شمېرئ او له بريده مه اوړئ ؛(ځكه) خداى تېري ګر نه خوښوي . (۸۷)
|
|
وَكُلُواْ مِمَّا رَزَقَكُمُ اللّهُ حَلاَلًا طَيِّبًا وَاتَّقُواْ اللّهَ الَّذِيَ أَنتُم بِهِ مُؤْمِنُونَ ﴿۸۸﴾ | او خداى چې کومه روزي دركړې،حلاله او پاکه يې وخورئ او (ځانونه مو) د هغه خداى له (عذابه) وساتئ،چې ايمان پرې لرئ . (۸۸)
|
|
لاَ يُؤَاخِذُكُمُ اللّهُ بِاللَّغْوِ فِي أَيْمَانِكُمْ وَلَكِن يُؤَاخِذُكُم بِمَا عَقَّدتُّمُ الأَيْمَانَ فَكَفَّارَتُهُ إِطْعَامُ عَشَرَةِ مَسَاكِينَ مِنْ أَوْسَطِ مَا تُطْعِمُونَ أَهْلِيكُمْ أَوْ كِسْوَتُهُمْ أَوْ تَحْرِيرُ رَقَبَةٍ فَمَن لَّمْ يَجِدْ فَصِيَامُ ثَلاَثَةِ أَيَّامٍ ذَلِكَ كَفَّارَةُ أَيْمَانِكُمْ إِذَا حَلَفْتُمْ وَاحْفَظُواْ أَيْمَانَكُمْ كَذَلِكَ يُبَيِّنُ اللّهُ لَكُمْ آيَاتِهِ لَعَلَّكُمْ تَشْكُرُونَ ﴿۸۹﴾ | خداى تاسې ستاسې په چټي (او بې ارادې) قسمونو نه نيسي؛خو په هغو قسمونو مو نيسي،چې [آگاهانه او له زړه] مو خوړلي وي (او ماتوئ يې) . كفاره یې لسو مسكينانو ته د(هغو ساده) خوړو وركول دي،چې تاسې يې خپلې كورنۍ ته وركوئ، يا ورته جامې وركول يا د يو مريي ازادول دي او څوك چې له دوى د يوه وس هم نه لري؛ نو درې ورځې روژه دې ونيسي؛دا مو د قسمونو كفاره ده،چې قسم وخورئ (او بيا يې مات كړئ) او خپل قسمونه (له هر ډول زيانه) وساتئ (او وفا پرې وكړئ او مه يې ماتوئ) په دې توګه خداى خپل آيتونه (احكام) درڅرګندوي، پكار ده،چې شكر يې وباسئ (۸۹)
|
|
يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُواْ إِنَّمَا الْخَمْرُ وَالْمَيْسِرُ وَالأَنصَابُ وَالأَزْلاَمُ رِجْسٌ مِّنْ عَمَلِ الشَّيْطَانِ فَاجْتَنِبُوهُ لَعَلَّكُمْ تُفْلِحُونَ ﴿۹۰﴾ | مؤمنانو! شراب او جواري او بوتان او ازلام [= يو ډول بخت ازمېيل] (دا ټول) ناولي (او) شيطاني چارې دي؛نو ځان ترې وساتئ ،چې بریالي شئ . (۹۰)
|
|
إِنَّمَا يُرِيدُ الشَّيْطَانُ أَن يُوقِعَ بَيْنَكُمُ الْعَدَاوَةَ وَالْبَغْضَاء فِي الْخَمْرِ وَالْمَيْسِرِ وَيَصُدَّكُمْ عَن ذِكْرِ اللّهِ وَعَنِ الصَّلاَةِ فَهَلْ أَنتُم مُّنتَهُونَ ﴿۹۱﴾ | دا پخه خبره ده، شيطان غواړي،چې په شرابو او جوارۍ ستاسې په منځ كې دښمني او كينه راولاړه كړي او تاسې د خداى له ياد او نمانځه ایسار كړي؛ نو ايا (له دې ټول زيان او فساد او ټينګې منع سره سره) له دې چارو به لاس واخلئ ؟! (۹۱)
|
|
وَأَطِيعُواْ اللّهَ وَأَطِيعُواْ الرَّسُولَ وَاحْذَرُواْ فَإِن تَوَلَّيْتُمْ فَاعْلَمُواْ أَنَّمَا عَلَى رَسُولِنَا الْبَلاَغُ الْمُبِينُ ﴿۹۲﴾ | او د خداى اطاعت وکړئ او د استازي اطاعت وكړئ او (د فرمان له مخالفته یې) ډډه وکړئ؛نو كه مخ مو واړاو (د جزا وړ به شئ) پوه شئ،چې زموږ پر استازي یوازې د څرګند پيغام رسونې پازوالي ده (او بس دا دنده يې درترسره کړه). (۹۲)
|
|
لَيْسَ عَلَى الَّذِينَ آمَنُواْ وَعَمِلُواْ الصَّالِحَاتِ جُنَاحٌ فِيمَا طَعِمُواْ إِذَا مَا اتَّقَواْ وَّآمَنُواْ وَعَمِلُواْ الصَّالِحَاتِ ثُمَّ اتَّقَواْ وَّآمَنُواْ ثُمَّ اتَّقَواْ وَّأَحْسَنُواْ وَاللّهُ يُحِبُّ الْمُحْسِنِينَ ﴿۹۳﴾ | هغوى چې ايمان يې راوړى (آمنوا) او غوره چارې يې سر ته رسولې وي (عملوا الصالحات) ؛نو چې مخكې يې څه خوړلي وو، پر هغو به و نه نيول شي (د تحريم د حكم تر نزول مخكې يې،چې شراب څښلي وي ؛نو سزا به ور نه کړه شي) په دې شرط،چې د بيا لپاره ځان وژغوري (تقوا) او پر ايمان ټينګ ودرېږي (آمنوا) او ښه كارونه وكړي (عملواالصا لحات) بيا چې له كومو شيانو منع وشي او لاس ترې واخلي (تقوا) او څه چې د خداى امر وي، و يې مني (آمنوا) بيا(هم) پرهېزګاري وكړي او(هم) نېكي (احسنوا) او خداى نېكان خوښوي (۹۳)
|
|
يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُواْ لَيَبْلُوَنَّكُمُ اللّهُ بِشَيْءٍ مِّنَ الصَّيْدِ تَنَالُهُ أَيْدِيكُمْ وَرِمَاحُكُمْ لِيَعْلَمَ اللّهُ مَن يَخَافُهُ بِالْغَيْبِ فَمَنِ اعْتَدَى بَعْدَ ذَلِكَ فَلَهُ عَذَابٌ أَلِيمٌ ﴿۹۴﴾ | مؤمنانو ! خداى تاسې په هغه ښكار ازمېيي،چې په لاسونو يا نېزو يې ښكاروئ؛دا ځكه چې معلوم شي څوك په پټه کې له هغه وېرېږي؛ نو څوک چې تردې روسته تېرى وكړي؛ نو ورته دردناك عذاب دى (۹۴)
|
|
يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُواْ لاَ تَقْتُلُواْ الصَّيْدَ وَأَنتُمْ حُرُمٌ وَمَن قَتَلَهُ مِنكُم مُّتَعَمِّدًا فَجَزَاء مِّثْلُ مَا قَتَلَ مِنَ النَّعَمِ يَحْكُمُ بِهِ ذَوَا عَدْلٍ مِّنكُمْ هَدْيًا بَالِغَ الْكَعْبَةِ أَوْ كَفَّارَةٌ طَعَامُ مَسَاكِينَ أَو عَدْلُ ذَلِكَ صِيَامًا لِّيَذُوقَ وَبَالَ أَمْرِهِ عَفَا اللّهُ عَمَّا سَلَف وَمَنْ عَادَ فَيَنتَقِمُ اللّهُ مِنْهُ وَاللّهُ عَزِيزٌ ذُو انْتِقَامٍ ﴿۹۵﴾ | مؤمنانو! د احرام په حال كې ښكار مه وژنئ او كه چا په لوى لاس وواژه؛نو په كفاره كې دې د وژل شوي څاروي په څېر څاروى وركړي او د څاروي انډول به ستاسې دوه تنه عادلان تصديقوي او قرباني به د كعبې (حريم) ته رسوي يا (د قربانۍ پرځاى دې شپېته) مسكينانو ته خواړه وركړي يا به یې هومره (شپېته ورځې) روژې نيسي،چې د خپلو كړنو خوند وڅكي، خداى تېر بښي؛خو چا چې بيا دا کار وكړ؛ نو خداى ترې غچ اخلي او خداى بريمن څارنوال دى (۹۵)
|
|
أُحِلَّ لَكُمْ صَيْدُ الْبَحْرِ وَطَعَامُهُ مَتَاعًا لَّكُمْ وَلِلسَّيَّارَةِ وَحُرِّمَ عَلَيْكُمْ صَيْدُ الْبَرِّ مَا دُمْتُمْ حُرُمًا وَاتَّقُواْ اللّهَ الَّذِيَ إِلَيْهِ تُحْشَرُونَ ﴿۹۶﴾ | تاسې او كاروانيانو ته د سمندر ښكار او خواړه حلال شول (چې د احرام په حالت كې ترې) ګټه واخلئ؛خو د احرام په حال كې د وچې ښكار درباندې حرام دى؛ نو د هغه خداى (له نافرمانۍ) ځان وژغورئ،چې يوازې د هغه لوري ته به ورغونډېږئ! (۹۶)
|
|
جَعَلَ اللّهُ الْكَعْبَةَ الْبَيْتَ الْحَرَامَ قِيَامًا لِّلنَّاسِ وَالشَّهْرَ الْحَرَامَ وَالْهَدْيَ وَالْقَلاَئِدَ ذَلِكَ لِتَعْلَمُواْ أَنَّ اللّهَ يَعْلَمُ مَا فِي السَّمَاوَاتِ وَمَا فِي الأَرْضِ وَأَنَّ اللّهَ بِكُلِّ شَيْءٍ عَلِيمٌ ﴿۹۷﴾ | خداى د کعبې [زیارت] چې درناو وړ کور او [بیت الحرام] دی او هم حرام (ې) مياشت (ې) او بې نښې قربانۍ او نښه شوي قربانۍ د خلكو [د دین او دنیا] د انتظام او ټينګښت وزلې ګرځولې دي، دا ډول (حساب شوي او دقيق) احكام ددې لپاره دي،چې پوه شئ، په رښتینه کې څه چې په اسمانونو او ځمكه كې دي،خداى پرې پوهېږي او دا چې خداى پر هر څه ښه پوه دى . (۹۷)
|
|
اعْلَمُواْ أَنَّ اللّهَ شَدِيدُ الْعِقَابِ وَأَنَّ اللّهَ غَفُورٌ رَّحِيمٌ ﴿۹۸﴾ | پوه شئ! خداى سخت عذابى او (همداراز) ډېر بښونكى (او) لورين دى . (۹۸)
|
|
مَّا عَلَى الرَّسُولِ إِلاَّ الْبَلاَغُ وَاللّهُ يَعْلَمُ مَا تُبْدُونَ وَمَا تَكْتُمُونَ ﴿۹۹﴾ | پر استازي يوازې د (الهي) پيغام رسونې پازوالي ده (او ستاسې د كړنو پازوال نه دى) او څه چې ښكاره كوئ او يا يې پټوئ،خداى پرې پوهېږي . (۹۹)
|
|
قُل لاَّ يَسْتَوِي الْخَبِيثُ وَالطَّيِّبُ وَلَوْ أَعْجَبَكَ كَثْرَةُ الْخَبِيثِ فَاتَّقُواْ اللّهَ يَا أُوْلِي الأَلْبَابِ لَعَلَّكُمْ تُفْلِحُونَ ﴿۱۰۰﴾ | ورته ووايه : (( (هېڅكله) ناپاك او پاك سره برابر نه دي،كه څه هم د ناپاك (و) ډېروالى دې حيرانوي؛ نو عقلمنو! (ځانونه مو) د خداى له (عذابه) وساتئ،چې بریالي شئ.)) (۱۰۰)
|
|
يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُواْ لاَ تَسْأَلُواْ عَنْ أَشْيَاء إِن تُبْدَ لَكُمْ تَسُؤْكُمْ وَإِن تَسْأَلُواْ عَنْهَا حِينَ يُنَزَّلُ الْقُرْآنُ تُبْدَ لَكُمْ عَفَا اللّهُ عَنْهَا وَاللّهُ غَفُورٌ حَلِيمٌ ﴿۱۰۱﴾ | مؤمنانو ! د داسې څيزونو پوښتنې مه کوئ،چې كه (ځواب يې) درښكاره شي (؛نو) خپه مو كړي او كه د قرآن د نازلېدو پر مهال یې پوښتنه وكړئ (؛نو حکم به یې) درڅرګند شي . خداى مو له هغو (بې ځايه پوښتنو) تېر شو او خداى بښونكى زغمناک دى . (۱۰۱)
|
|
قَدْ سَأَلَهَا قَوْمٌ مِّن قَبْلِكُمْ ثُمَّ أَصْبَحُواْ بِهَا كَافِرِينَ ﴿۱۰۲﴾ | په يقين تر تاسې مخكې (هم) يوې ډلې همدغسې (بې ځايه) پوښتنې كړې وې، بيا يې (مخالفت وكړ او) پرې کافر شول (ممكن تاسې هم پر دغسې برخليك اخته شئ ) (۱۰۲)
|
|
مَا جَعَلَ اللّهُ مِن بَحِيرَةٍ وَلاَ سَآئِبَةٍ وَلاَ وَصِيلَةٍ وَلاَ حَامٍ وَلَكِنَّ الَّذِينَ كَفَرُواْ يَفْتَرُونَ عَلَى اللّهِ الْكَذِبَ وَأَكْثَرُهُمْ لاَ يَعْقِلُونَ ﴿۱۰۳﴾ | خداى د ((بحيره)) او((سائبه)) او ((وصيله)) او ((حام)) په باب كوم حكم نه دى كړى .( داڅلور ډوله اهلي څاروي دي،چې د ځينو علتونو له مخې په جاهليت كې ترې ګټنه حرامه وه؛خو په اسلام كې دا بدعت منع شو)؛ خو كافران پر خداى دروغ تړي،چې ډېرى يې نه پوهېږي . (۱۰۳)
|
|
وَإِذَا قِيلَ لَهُمْ تَعَالَوْاْ إِلَى مَا أَنزَلَ اللّهُ وَإِلَى الرَّسُولِ قَالُواْ حَسْبُنَا مَا وَجَدْنَا عَلَيْهِ آبَاءنَا أَوَلَوْ كَانَ آبَاؤُهُمْ لاَ يَعْلَمُونَ شَيْئًا وَلاَ يَهْتَدُونَ ﴿۱۰۴﴾ | او چې ورته وويل شي : ((د هغه څه پر لوري چې خداى نازل كړي [قرآن] او د استازي لوري ته [یې] ورشئ . )) وايي : هماغه لار راته بس ده (( چې خپل پلرونه مو پرې موندلي دي)) كه څه هم پلرونه يې په هېڅ نه پوهېدل او له سمې لارې ناخبره ول (؛نو بيا هم ورپسې ځي)؟! (۱۰۴)
|
|
يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُواْ عَلَيْكُمْ أَنفُسَكُمْ لاَ يَضُرُّكُم مَّن ضَلَّ إِذَا اهْتَدَيْتُمْ إِلَى اللّهِ مَرْجِعُكُمْ جَمِيعًا فَيُنَبِّئُكُم بِمَا كُنتُمْ تَعْمَلُونَ ﴿۱۰۵﴾ | مؤمنانو! خپل ځانونه څارئ،كه تاسې پخپله پر سمه لار ياست؛ نو د بل چا بېلاري زيان نشي دررسولاى، تاسې ټول د خداى لوري ته ورګرځئ او د هغو کړنو (له حقيقت او پايلو) به مو خبر کړي،چې تاسې کولې (۱۰۵)
|
|
يِا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُواْ شَهَادَةُ بَيْنِكُمْ إِذَا حَضَرَ أَحَدَكُمُ الْمَوْتُ حِينَ الْوَصِيَّةِ اثْنَانِ ذَوَا عَدْلٍ مِّنكُمْ أَوْ آخَرَانِ مِنْ غَيْرِكُمْ إِنْ أَنتُمْ ضَرَبْتُمْ فِي الأَرْضِ فَأَصَابَتْكُم مُّصِيبَةُ الْمَوْتِ تَحْبِسُونَهُمَا مِن بَعْدِ الصَّلاَةِ فَيُقْسِمَانِ بِاللّهِ إِنِ ارْتَبْتُمْ لاَ نَشْتَرِي بِهِ ثَمَنًا وَلَوْ كَانَ ذَا قُرْبَى وَلاَ نَكْتُمُ شَهَادَةَ اللّهِ إِنَّا إِذًا لَّمِنَ الآثِمِينَ ﴿۱۰۶﴾ | مؤمنانو! چې كله له تاسې د چا د مړينې وخت راشي؛ نو د وصيت پر وخت دې له تاسې دوه تنه عادلان ګواهان ونيسي او يا كه په سفر كې وئ او د مرګ مصيبت درشي (او هلته مو مسلمان پيدا نه کړ؛ نو) له نورو دوه تنه ګواهان ونيسئ او كه د شاهدۍ ويلو پر وخت شكمن شوئ (؛نو) تر نمانځه روسته دواړه شاهدان ايسار كړئ او قسم دې وكړي چې : (( موږ دا (حق) په ناڅيزه بيه نه پلورو،كه څه هم زموږ د خپلوانو په باب وي او الهي شهادت نه پټوو كه (حق مو پټ كړ؛نو) له ګناهګارانو به یو.)) (۱۰۶)
|
|
فَإِنْ عُثِرَ عَلَى أَنَّهُمَا اسْتَحَقَّا إِثْمًا فَآخَرَانِ يِقُومَانُ مَقَامَهُمَا مِنَ الَّذِينَ اسْتَحَقَّ عَلَيْهِمُ الأَوْلَيَانِ فَيُقْسِمَانِ بِاللّهِ لَشَهَادَتُنَا أَحَقُّ مِن شَهَادَتِهِمَا وَمَا اعْتَدَيْنَا إِنَّا إِذًا لَّمِنَ الظَّالِمِينَ ﴿۱۰۷﴾ | و او كه معلومه شوه، چې دغو دواړو ګناه كړې (او حق يې پټ كړى)؛نو پرځاى دې یې هغه دوه تنه نور راپاڅي،چې مړي ته ورنژدې وي او پر خداى دې قسم وكړي،چې ((زموږ شاهدي ترهغوى ډېره رښتيا ده او له (حق) مو تېرى كړى نه دى كه (داسې وكړو؛نو) له ظالمانو به یو.)) (۱۰۷)
|
|
ذَلِكَ أَدْنَى أَن يَأْتُواْ بِالشَّهَادَةِ عَلَى وَجْهِهَا أَوْ يَخَافُواْ أَن تُرَدَّ أَيْمَانٌ بَعْدَ أَيْمَانِهِمْ وَاتَّقُوا اللّهَ وَاسْمَعُواْ وَاللّهُ لاَ يَهْدِي الْقَوْمَ الْفَاسِقِينَ ﴿۱۰۸﴾ | په دې ( دود) سره كېداى شي (خلك) سمه او رښتيا ګواهي ووايي (او له خدايه ووېرېږي) او يا (له خلكو) ووېرېږي، چې (دروغ يې رابرسېره نشي او) قسمونه يې پر نورو قسمونو رد شي . د خداى (له مخالفته) ووېرېږئ او واورئ،چې خداى سرغړاندو ته سمه لار نه ورښيي . (۱۰۸)
|
|
يَوْمَ يَجْمَعُ اللّهُ الرُّسُلَ فَيَقُولُ مَاذَا أُجِبْتُمْ قَالُواْ لاَ عِلْمَ لَنَا إِنَّكَ أَنتَ عَلاَّمُ الْغُيُوبِ ﴿۱۰۹﴾ | هغه ورځ، چې خداى ټول پېغمبران راټول كړي او ورته ووايي: ((چې (ستاسې بلنې) ته څه ځواب دركړ شو؟)) هغوى به ووايي چې :(( موږ (د چارو پر حقيقت) نه پوهېږو، همدا ته له ټولو پټو (خوالو) ښه خبر يې .)) (۱۰۹)
|
|
إِذْ قَالَ اللّهُ يَا عِيسى ابْنَ مَرْيَمَ اذْكُرْ نِعْمَتِي عَلَيْكَ وَعَلَى وَالِدَتِكَ إِذْ أَيَّدتُّكَ بِرُوحِ الْقُدُسِ تُكَلِّمُ النَّاسَ فِي الْمَهْدِ وَكَهْلًا وَإِذْ عَلَّمْتُكَ الْكِتَابَ وَالْحِكْمَةَ وَالتَّوْرَاةَ وَالإِنجِيلَ وَإِذْ تَخْلُقُ مِنَ الطِّينِ كَهَيْئَةِ الطَّيْرِ بِإِذْنِي فَتَنفُخُ فِيهَا فَتَكُونُ طَيْرًا بِإِذْنِي وَتُبْرِئُ الأَكْمَهَ وَالأَبْرَصَ بِإِذْنِي وَإِذْ تُخْرِجُ الْمَوتَى بِإِذْنِي وَإِذْ كَفَفْتُ بَنِي إِسْرَائِيلَ عَنكَ إِذْ جِئْتَهُمْ بِالْبَيِّنَاتِ فَقَالَ الَّذِينَ كَفَرُواْ مِنْهُمْ إِنْ هَذَا إِلاَّ سِحْرٌ مُّبِينٌ ﴿۱۱۰﴾ | (درياد كړه) چې كله خداى،عيسى د مريمې زوى ته وويل: ((پر تا او مور دې زما نعمت درياد کړه! ما په (( روح القدس = سپېڅلي روح )) ستا مرسته وكړه،چې له خلکو سره دې په زانګو کې [په معجزه] او پوره عمر كې [په وحې] خبرې كولې، ما كتاب،حكمت،تورات او انجيل دروښوول، تا زما په حكم له خټې د مرغۍ (جوسه) جوړوله او په هغې كې دې پوكى كاوه او جوسه به زما په حكم مرغۍ شوه، تا زما په امر مور زېږي ړانده او د برګي (پيس) ناروغان روغول او زما په امر دې مړي (هم) ژوندي كول او چې کله بني اسراييلو ته له څرګندو دلايلو سره ورغلې، ما یې له زيان دررسونې وژغورلې؛نو كافرانو یې وويل : (( دا خو ښكاره كوډې دي.)) (۱۱۰)
|
|
وَإِذْ أَوْحَيْتُ إِلَى الْحَوَارِيِّينَ أَنْ آمِنُواْ بِي وَبِرَسُولِي قَالُوَاْ آمَنَّا وَاشْهَدْ بِأَنَّنَا مُسْلِمُونَ ﴿۱۱۱﴾ | او (درياد كړه) چې كله موږ حواريونو ته الهام وکړ،چې : ((پر ما او زما پر استازي ايمان راوړئ)) ویې ويل : (( موږ ايمان راووړ او شاهد وسه،چې موږ مسلمانان يو.)) (۱۱۱)
|
|
إِذْ قَالَ الْحَوَارِيُّونَ يَا عِيسَى ابْنَ مَرْيَمَ هَلْ يَسْتَطِيعُ رَبُّكَ أَن يُنَزِّلَ عَلَيْنَا مَآئِدَةً مِّنَ السَّمَاءِ قَالَ اتَّقُواْ اللّهَ إِن كُنتُم مُّؤْمِنِينَ ﴿۱۱۲﴾ | درياد کړه) هغه وخت،چې حواريونو وويل : ((عيسى د مريمې زويه ! ايا ستا پالونكى له اسمانه مائده ( د خوړو يو دسترخوان) راكوزولاى شي؟)) (په ځواب كې) یې وويل:((كه مؤمنان ياست له خدايه ووېرېږئ! )) . (۱۱۲)
|
|
قَالُواْ نُرِيدُ أَن نَّأْكُلَ مِنْهَا وَتَطْمَئِنَّ قُلُوبُنَا وَنَعْلَمَ أَن قَدْ صَدَقْتَنَا وَنَكُونَ عَلَيْهَا مِنَ الشَّاهِدِينَ ﴿۱۱۳﴾ | حواريونو وويل : (( (موږ بد نظر نه لرو) او (يوازې دومره) غواړو،چې څه ترې وخورو او زړونه مو(ستا پر رسالت) ډاډه شي او پوه شو،چې تا رښتيا راته ويلي او ورباندې ګواهان وسو. )) (۱۱۳)
|
|
قَالَ عِيسَى ابْنُ مَرْيَمَ اللَّهُمَّ رَبَّنَا أَنزِلْ عَلَيْنَا مَآئِدَةً مِّنَ السَّمَاءِ تَكُونُ لَنَا عِيدًا لِّأَوَّلِنَا وَآخِرِنَا وَآيَةً مِّنكَ وَارْزُقْنَا وَأَنتَ خَيْرُ الرَّازِقِينَ ﴿۱۱۴﴾ | عيسى د مريمې زوى وويل :((الله! پالونكيه ! پر موږ له اسمانه يو دسترخوان راکوز كړه، چې موږ، اوسنيو او راتلونكيو ته اختر(او د خوښۍ موسم) شي او دا ستا يوه نښه وي، موږ ته روزي راكړه او ته ډېر غوره “روزي” وركوونكى يې.)) (۱۱۴) | |
قَالَ اللّهُ إِنِّي مُنَزِّلُهَا عَلَيْكُمْ فَمَن يَكْفُرْ بَعْدُ مِنكُمْ فَإِنِّي أُعَذِّبُهُ عَذَابًا لاَّ أُعَذِّبُهُ أَحَدًا مِّنَ الْعَالَمِينَ ﴿۱۱۵﴾ | خداى وويل : (( زه يې درباندې درکوزونکی یم؛ خو که تردې روسته څوک درځنې كافر شي؛ نو داسې سزا به وركړم، چې یو نړیوال ته به مې ورکړي نه وي!)) (۱۱۵)
|
|
وَإِذْ قَالَ اللّهُ يَا عِيسَى ابْنَ مَرْيَمَ أَأَنتَ قُلتَ لِلنَّاسِ اتَّخِذُونِي وَأُمِّيَ إِلَهَيْنِ مِن دُونِ اللّهِ قَالَ سُبْحَانَكَ مَا يَكُونُ لِي أَنْ أَقُولَ مَا لَيْسَ لِي بِحَقٍّ إِن كُنتُ قُلْتُهُ فَقَدْ عَلِمْتَهُ تَعْلَمُ مَا فِي نَفْسِي وَلاَ أَعْلَمُ مَا فِي نَفْسِكَ إِنَّكَ أَنتَ عَلاَّمُ الْغُيُوبِ ﴿۱۱۶﴾ | او (درياد کړه) چې كله خداى،عيسى د مريمې زوى ته وويل : (( ايا تا خلكو ته ويلي وو، چې د ((الله)) پر ځای ما او مور مې د دوو خدایانو په څېر ونمانځئ؟)) هغه وايي : (( ته پاك يې! ما ته دا نه ښايي، چې څه مې برید او حق مې نه دى، ویلي وي، كه داسې خبره مې كړې وي؛ بېشکه پوهېدې، څه چې زما په ضمير كې تېرېږي،ته پرې خبر يې . او زه پر هغه څه نه پوهېږم، چې ستا په (سپېڅلي) ذات كې دي، چې يوازې ته په پټو (خوالو) باخبر یې . (۱۱۶)
|
|
مَا قُلْتُ لَهُمْ إِلاَّ مَا أَمَرْتَنِي بِهِ أَنِ اعْبُدُواْ اللّهَ رَبِّي وَرَبَّكُمْ وَكُنتُ عَلَيْهِمْ شَهِيدًا مَّا دُمْتُ فِيهِمْ فَلَمَّا تَوَفَّيْتَنِي كُنتَ أَنتَ الرَّقِيبَ عَلَيْهِمْ وَأَنتَ عَلَى كُلِّ شَيْءٍ شَهِيدٌ ﴿۱۱۷﴾ | ما بې ستا له امره نورهيڅ ورته نه دي ويلي،(ورته مې وويل 🙂 الله ونمانځئ، چې هم زما پالونكى دى او هم ستاسې او تر هغه پرې څارونكى او شاهد وم،چې په دوی كې وم؛خو چې کله دې درواخستم؛ نو يوازې ته پرې څارونكى وې او ته پر هر څيز شاهد يې . (۱۱۷)
|
|
إِن تُعَذِّبْهُمْ فَإِنَّهُمْ عِبَادُكَ وَإِن تَغْفِرْ لَهُمْ فَإِنَّكَ أَنتَ الْعَزِيزُ الْحَكِيمُ ﴿۱۱۸﴾ | (اوس) كه سزا وركوې؛نو ستا بندګان دي (او له سزا دې د تښتېدو وس نه لري) اوكه يې وبښې؛ نو په رښتيا چې يوازې ته بريمن (او) د حكمت خاوند يې . ( نه دې سزا د بې حكمتۍ نښه ده او نه دې بښنه د کمزورۍ . ) )) (۱۱۸)
|
|
قَالَ اللّهُ هَذَا يَوْمُ يَنفَعُ الصَّادِقِينَ صِدْقُهُمْ لَهُمْ جَنَّاتٌ تَجْرِي مِن تَحْتِهَا الأَنْهَارُ خَالِدِينَ فِيهَا أَبَدًا رَّضِيَ اللّهُ عَنْهُمْ وَرَضُواْ عَنْهُ ذَلِكَ الْفَوْزُ الْعَظِيمُ ﴿۱۱۹﴾ | خداى وويل :(( دا هغه ورځ ده،چې رښتينو ته یې رښتينولي ګټه وررسوي، ورته د جنت داسې باغونه دي،چې تر ونو لاندې يې ويالې بهېږي او تل تر تله به پكې اوسي، خداى ترې خوښ دى او دوى له خدايه خوښ دي؛ دا، ستره بريا ده.)) (۱۱۹)
|
|
لِلّهِ مُلْكُ السَّمَاوَاتِ وَالأَرْضِ وَمَا فِيهِنَّ وَهُوَ عَلَى كُلِّ شَيْءٍ قَدِيرٌ ﴿۱۲۰﴾ | د اسمانونو او ځمكې او څه چې پکې دي، واكمني يوازې د خداى ده او هغه پر هر څه واکمن دى . (۱۲۰) |