تبلیغات

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ د امام حسين اخلاق (خويونه )  حسين په “نبوي كورنۍ” كې زېږېدلى او د پېغمبرصلى الله عليه و آله تر څارنې د علي او فاطمې بي بي په غېږ كې روزل شوى، چې ټول لوړ انساني ارزښتونه او روحاني كرامتونه پكې راټول شوي دي،پخپله وايي:  “په نيكو خويونو او لوړ همت […]

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ

د امام حسين اخلاق (خويونه )

 حسين په “نبوي كورنۍ” كې زېږېدلى او د پېغمبرصلى الله عليه و آله تر څارنې د علي او فاطمې بي بي په غېږ كې روزل شوى، چې ټول لوړ انساني ارزښتونه او روحاني كرامتونه پكې راټول شوي دي،پخپله وايي:

 “په نيكو خويونو او لوړ همت كې تر ټولو ړومبى يم، ناپوهان غواړي رڼا مې تته او مړه كړي؛ خو خداى پاك يې بله ساتي.”

 اوس مو د حسين عليه السلام ځينو روحي او اخلاقي ځانګړنو او فضايلو ته پام رااړوو:

1-  ايمان او  پرېکندتوب :

 هر لار يو مشر لري او د لارې پر موخو د مشر ايمان د خوځون بنسټ بنسټ دى،چې د لارې د پرمختګ او بريا مهم لامل ګڼل كېږي. د چا چې پر تلونكې لار ايمان ټينګ وي؛نو د سپېڅليو موخو پلي کېدو ته يې هر ډول نادودې زغمي او له صبر او زغمه كار اخلي.

 امام حسين د عاشورا په ديني،عرفاني، سياسي او ټولنيز خوځښت كې د خپلې لارې پر رښتينولۍ باوري و؛نو ځكه په پوره پوهه او علم يې د خداى په لار كې  خپل خوځښت ته دوام وركړ او شهادت يې غوره كړ.

 د غزل بابا وايي :

اووى ورته دوى مونږه خبر يو هر چې ته وايې
ښه وايې كه بد وايې خو اووايه چې څه وايې
ته چې د يزيد په خوښه نه وايې ښه نه وايې
هر څو كه سم سم وايې خو مونږ وايو كاږه وايې
يا خو د يزيد د بيعت جغ وته ګردن نيسه
يا زمونږه غشو نېزو تورو ته دې تن نيسه
پوهه شو امام چې دوي به نرم په حجت نه شي
توره چې كوم كار كوي هغه په نصيحت نه شي
كار چې شي په زهرو هغه چرې په شربت نه شي
جوړ به په دې وخت کې بې د جنګه څه صورت نه شي
لا خو وه په فكر کې امام په لر او بر د جنګ
راوړو د لښكر نه د دشمن غشو خبر د جنګ
وې امام په جوش کې چې زه غشى زه دماح يمه
زه د ذوالجلال والاكرام يوه سلاح يمه
ځوان يم د جنت د جنتي ګلونو راح يمه
بچ مې له ګذاره شئ زه سور د ذوالجناح يمه
زه نبي نيكه په اوږه باندې ګرزولى يم
زه يم چې حورانو په سندرو کې ستائېلى يم
څوك به وي په تاسو کې چې اوزغمي ګزار زما
تندر د اسمان دى كه په لاس کې ذوالفقار زما
رادې شي په مخکې چې د سر وي طلبكار زما
سر قلمولو ته دى ستاسو انتظار زما
زه د بوتراب شاه مردان علي ولد يمه
زه له ماشومتوبه لا د جنګ سره بلد يمه

 په مدينه،مكه او تر كربلا پورې كه د امام حسين خبرو ته ځير شو؛نو د ايمان څپې ترې را پورته كېږي. د مدينې والي (وليد) چې امام ته، له “يزيد” سره د بيعت وړانديز وكړ؛ نو ويې ويل:

 “موږ نبوي كورنۍ، د رسالت كان، د پرښتو او وحې د راکېووتو ځاى يو. خداى پاك اسلام پر موږ پيل كړ او پاى يې هم پر موږ ده او يزيد فاسق، شرابخور  او قاتل دى او زما په څېر به هېڅوك ورسره بيعت و نه كړي”.[1]

 د غزل بابا وايي :

وركړى شوى د اسلام اونې ته نوې وينه
نن د اولاد د محمد ده تويې شوې وينه
نن به دا وينه تر محشره ګلستان جوړوي
د حق ثنا لره به نوي بلبلان جوړوي
د عمر سعد دا اصرار ؤه چې بېعت اوكړه
حسينه راشه د يزيد متابعت اوكړه
بغېر له دې دې خبردار شه بل مفر نشته
اوګني پوه شه په تن باندې دي سر نشته
امام ويل ورته يزيد لره به ورشمه زه
چې مخامخ يې په منشا باندې خبر شمه زه
او كه دا نه وي چې په لور د هندوستان ولاړ شم
چې د جهان په سلسله کې خرامان ولاړ شم
د عمر سعد په كړه وړه کې څه نرمي شوه پېدا
خو د بد بخت شمر په وينه کې ګرمي پېدا شوه
وې عمر سعد دا خو هيچرې كېدلى نه شي
نه هندوستان ته او نه شام ته رانه تللى نه شي
اوګني پوى شه د لښكر سپه سالار به زه ىم
ابن زياد كړى فرمان دى چې سردار به زه يم
د عمر سعد ؤ د رتبې د حكومت لالچ
ابن زياد چې ؤ وركړى په حكمت لالچ
وې چې حسينه نه دې هند او نه دې شام ته پرېدو
اوكړه بېعت په دې ساعت نه دې ماښام ته پرېدو
داسې د ژوند نه راته وايه چې بيزار يې ولې
د خپل انجام نه بې خبره په انكار يې ولې
امام ويل ورته چې ژوند خو امانت دى د رب
د هيچا خپل نه دى فقط يو عنايت دى د رب
عمره پوهه شه فرزند د مرتضى يمه زه
د سترګو تور د محمد خېرالورى يمه زه
د فاطمې بي بي په غيږ کې لوبېدلى يمه
زه يې د دين د تحفظ لره پاللى يمه
لولې قرآن خو لږ ايت هم د تطهير اولوله
زمونږ په شان کې نازل شوى بې نظير اولوله
دين به د ژوند په بها هيچرې ورنه كړمه زه
لاس د بېعت به تر قيامته هم درنه كړمه زه
زما بېعت به وي جواز د ګمراهۍ د يزيد
دا چې اوس شوى دى اغاز د ګمراهۍ د يزيد

مروان ورته وويل: ښېګڼه دې په دې كې ده، چې بيعت وكړې، په ځواب كې  يې ورته وويل :  “انا لله و انا اليه راجعون، د اسلامى امت چې يزيد مشر شي؛ نو د اسلام دعا بايد واخستل شي” [2]

  له مكې مكرمې،چې واته؛ نو يوه وينا يې وكړه، چې پر قضا او قدر او د كار پر پايلې يې د ايمان، خوښۍ او رضا ښووونكې  ده.

 …. خط الموت علي ولد آدم مخط القلاده علي جيد الفتاه ….

 “مرګ، نارينه وو ته د ناوې د غاړه كۍ په څېر وي، واه، د خپلو نيكونو كتو ته مې دومره بيړه ده؛لكه د يعقوب عليه السلام چې يوسف عليه السلام ته وه!

 ما ته وژنتون شته، چې بايد ورشم او ګواكې داسې وينم،چې د تن بند، بند مې د نو اويس او كربلا تر منځ دښتې لېوان څيروي او خوري مې. د برخليك له ورځې (څه چې د تقدير پر قلم كښل شوي،) تېښته نشته، ما د حق رضا ته غاړه ايښې او پرې خوښ يم، پر کړاوونو صبر كوم او د صابرانو اجر به راكړي، د پېغمبرصلى الله عليه و آله د تن برخه له هغه څخه نه بېلېږي؛بلكې  په جنت كې پرې راټولېږي او سترګې به يې روښانه شي او ورسره شوې ژمنه به تر سره شي. هاى! څوك چې غواړي وينه يې زموږ په لار كې  تويه شي او د خداى ليدو ته يې ټينګ هوډ كړى وي؛نو له موږ سره دې وخوځېږي،چې كه خداى كول زه سبا سهار خوځېږم”[3]

                                   
د كربلا په لار كې يې چې د ځان او اهلبيتو د شهادت په باب خبرې كولې؛نو دا ستر جاع كلمه (انالله و انا اليه راجعون) يې ويله، زوى يې (علي بن حسين) وپوښته : پلار جانه! مګر موږ پر حق نه يو؟ ورته يې وويل: ولې نه، پر خداى قسم، چې بندګان ورتلونكي دي، علي وويل: ولې نه؛ نو له مرګه ډار نشته، بيا امام ورته دعا وكړه.[4]

 زرغونه رحيمي وردك، (ګوربت، شپږمه ګڼه، 70 مخ) وايي:

څه عجــــــب خونــد د شهــــادت دى

د ځلكدن سلګۍ وهم خندا راځينه

علامه اقبال لاهوري وايي :

نشـــــــان مـــرد مــؤمن به تو ګويم

چون مرګ  اش رسد خندان بميرد

 د امام حسين علم او پوهه

 د “نبوي كورنۍ” د امامانو له ژوند ليك او سوانحو څرګندېږي،چې پوهه يې الهي پېرزوينه او موهبت وه او د كوم استاد شاګردي يې نه وه كړې او نه په ټولګي كې ناست وو؛خو البته مفهوم يې دا نه دى،چې د اكتساب له لارې يې څه لاس ته نه دي راوړي؛ځكه هغوى انسانان وو او ډېر مطالب يې د احساس، تجربې، هوش او ذكاوت له لارې تر لاسه كړي دي،چې د پوهې دا برخه يې لږه ده؛خو هغه څه چې اصالت لري او د امامت مقام يې په برخه شوى؛هغه ا لهي علوم دي،چې له “ا لهام” او “عالم غيب” سره د پيوستون له لارې يې حاصل كړي؛نو ځكه ليدل كېږي چې كوچنى ماشوم يې د لوى نارينه په څېر د پوښتنو ځوابونه وايي.

 د سيدالشهداء په زمانه كې اموي چارواكيو د وېرې،ډار او زندۍ تورې لړۍ خپرې كړې وې، د علمي ويينو او فرهنګي فعاليتونو لپاره شرايط برابر نه وو؛نو له همدې امله ترې ډېرې لږې لارښوونې راپاتې دي؛خو بيا هم په دې لارښوونو كې يې معارف، سياست، ټولنيزه وضعه، اخلاقي مسايل، د خلكو روحيات او ناوړه پايلې يې اوڅار كړي دي.

 د بېلګې په توګه:

 (الف): له پېغمبر اكرمصلى الله عليه و آله نه روايتوي چې:

 خداى(ج) ښه چارې او لوړ همتونه خوښوي او پرېوتې او ناوړه چارې يې بدې ايسي .[5]

 (ب): د روژې حكمت دادى چې:

 شتمن پر لوږه پوه شي او د نشتمنو لاسنيوى وكړي.[6]

 (ج): زغم ښكلا ده،پتمني نرتوب دى،له نورو سره نېكي نعمت دى،له بريده ډېره ستاينه چاپلوسي ده، بيړه بېعقلي ده، بېعقلي بېوسي ده، زيادښت او ښنده ښويېدنه ده، له رذيلو سره ناسته ولاړه شر او له بدانو سره ملګرتوب بدبيني راولاړوي.[7]

  (د)_ پوه شئ! دا د خداى يو نعمت دى،چې خلك درته اړوي؛ نو له دې نعمتونو مه ستړي كېږئ؛ګنې نو لیپخوره – پښېمانه او پر عذاب به شئ.[8]

  (ه ) څه چې دې له وسې پوره نه وي،په باب يې زحمت مه كاږه،څه چې په لاس نه درځي؛نو ورپسې مه ځه. څه چې دې په وس كې نه وي، ژمنه يې مه كوه.د خپلې شتمنۍ هومره پانګه كوه. د خپلو كړنو هومره د بدلې انتظار كوه.د الهي طاعت او سرايښوونې له لارې دې چې څه تر لاسه كړي وي،زړه ورپورې وتړه او بې له دې په داسې څيز پسې مه ځه، چې وړتيا يې نه لرې.[9]

  (و) _ څوك چې دين پر قياس بنا كړي؛ نو يو عمر به تېروتى وي او د حق له لارې به كوږ شوى وي.

 خداى څنګه چې ځان ستايې همغسې يې ستايم؛ هغه په حواسو نه درك كېږي او نه د خلكو پر خواصو قياسېږي،هر څيز ته نژدې دى؛خو نه دا چې ورسره نښتى وي او له هر څيزه لرې دى؛خو نه داچې بېل او جلا وي، ايكي يو او بسيط دى او جز نه لري،په نښو پېژندل كېږي، په علامو ستايل كېږي، بې له هغه بل خداى نشته او ستر او پرتمين دى.[10]

  (ز) _ د خداى بندګانو! له خدايه ووېرېږئ او له دنيا ځان وژغورئ ! كه داسې واى،چې دنيا له چا سره وفا كولاى او څوك پكې پاتې كېداى؛ نو پېغمبران ډېر وړ وو، خداى پاك دنيا د ازمېښت او اوسېدونكي يې د فنا (په اخرت كې د بقا) لپاره پيدا كړي، له همدې امله ځوانان زړېږي، نعمتونه زوال مومي،د خوښۍ او ښادۍ پاى پر خپګان ده او سفر يې سر ته رسي، كور يې د اوسېدو نه دى؛ نو اخرت ته توښه پيدا كړئ او غوره توښه “تقوى” ده ، له خدايه ووېرېږئ، چې بريالي شئ. [11]

  يادونه: بايد ووايو چې د اهل بيتو د لارويانو په كتابونو كې دامام حسين ويناوې نقل شوي چې مطالعه يې بې ګټې نه ده.

 د امام حسين عبادت

 مصعب زبيريرضى الله عنه وايي : امام حسين فاضل او دينوال و، ډېر لمونځونه يې كول او روژې يې نيوې او حجونه يې كول (1).

عبدالله بن زبيررضى الله عنه: تل يې د شپې لمونځونه كول او د ورځې روژه و (2) د تاسوعا (د محرم الحرم په نهمه) په مازيګر يې خپل زړه ور ورور (عباس) ته وويل: هغوى ته ولاړ شه او نن شپه ترې مهلت واخله، چې موږ يوه شپه نور هم لمونځ وكړو او له خداى سره راز و نياز وكړو او خداى پوهېږي، چې لمونځ، د قرآن تلاوت او ډېره دعا او استغفار مې خوښېږي (3)

د غزل بابا وايي :

تاته وسيله مې دا نمسۍ د پېغمبر كړې
دا وه چې تكيمل يې د فصل د وانحر كړې
راولې د زړه په ايېنه کې مې جلا د درد
عكس د هر كړه وړه مې صفا كړې را نما د درد
ژبه مې په غوڅه د سخن كړې ذوالفقار هسي
شرنګ مې د الفاظو كړې دوحې نغمه بار هسې
فرد کې مې معنى او مطالب د ديوان راولې
خيال مې كه دا نه دى پکې لوى ګلستان راولې
زور د صحابه مې وركړى مټو د همت لره
مينه د هغوى مې بل قوت كړې دې قوت لره
تار د زړه كړې يو او يو كړې لر او بر د غوږ سره
ستا ثنا صفت مې دې يو غوږ شي ګويا لر د غوږ
غوږ مې داسې غوږ كړې چې هم اورېدلى شي
تل دې پسرلى وي د حواسو په چمن زما
وصف د بلبل غوندې په ژبه د پنجتن زما
بج كړى عناصر مې د مرګى د انفصاله نه
څو خبر څلور ګوټه پښتون نه شى د حاله نه
ماكه كړې قابل د دې چىحال په قال کې راولم
مست چى څوك د قال وي چې هغوئ په حال کې راولم
ژبه د ا لهام كړى ا لهى چى ده خامه زما
واخلې په دربار کې د قبول امام نامه زما
زه چې كړمه ستا د پاك حبيب د خاندان صفت
ګران لكه د ځان كړى دا په هر يو مسلمان صفت
شي ويښته زاګه يې چې د غشي د سنان په شان
خم په اوريدو د دې بيان شي د كمان په شان
سوز د قربانۍ يې چې پيدا شى د پتنګ په څير
شمعې ته د مخ چې د حسين شي د ملنګ په څير
پوهه چې په داشي چى ايمان په قربانْْْْْْْْْْْْى کې دى
راز د معرفت همه پنهان په قربانۍ کې دى

د عاشورا پر ماسپښين په هغه ګرمۍ، تنده، وچو شنډو او د جګړې په ډګر كې،چې ابو ثُمامه صايديرضى الله عنه اذان و كړ؛ نو امام ورته دعا وكړه او پر هماغه لومړي وخت يې د ماسپښين لمونځ د وېرې د لمونځ په توګه وكړ(4) [12]

 د امام حسين سخاوت

 زهرا بي بي امام حسين، پېغمبر اكرم ته يووړ؛ نو بي بي ورته وويل :  حسين ته څه وبښه؟  رسول اكرم صلى الله عليه و آله وويل: سخاوت او رحمت مې وروباښه.

 او په بل روايت كې : خپل سخاوت او جرات مې وروباښه.(1)

 ابو هشام قناد(رح) وايي: ما به له بصرې نه امام حسين ته مالونه راوړل چې تسليم به شو؛نو تر هغه به نه پورته كېده څو ټول يې پر نشتمنو او اړو نه و وېشلي.

 يوه ورځ يو ګدا د مدينې منورې په كوڅو كې ګرځېده او چې د امام كورته ورسېد،وريې ټك ټك كړ او دوه بيته شعر يې ووايه، چې مفهوم يې دادى:

 نن هر چا تاته د هيلو سترګې نيولي او اړمن ستا ور ټكوي، تش لاس نه ستنېږي، ته د سخا خاوند او كان يې او پلار دې د فاسقانو وژونكى و.

 امام پر لمانځه و،لمونځ يې ژر ادا كړ،راغى د ګدا له څېرې پوه شو، چې اړ دى،بېرته كور ته ولاړ او قنبر ته يې وويل: زموږ له لګښتونو ځنې څومره پاتې دي؟ ورته يې وويل: دوه سوه درهمه.  امام وويل: هغه راوړه چې تر موږ ډېر اړمن راغلى،پيسې يې وركړې او څو بيته شعر يې ووايه او له ګدا نه يې بښنه وغوښته. ګدا پيسې واخستې او له ځانه سره يې وويل: “خداى ښه پوهېږي،چې خپل رسالت پر چا تر سره كړي” .[13]

 امام حسين ويلي: كه څوك مې په ښي غوږ كې وكنځي او په كيڼ غوږ كې رانه بښنه وغواړي؛نو عذر يې منم؛ ځكه پلار مي له نيكه روايت كړى : ” د كوثر حوض ته راتلاى نشي، چې د بل عذر و نه مني، كه عذر كوونكى رښتيا وايي که دروغ. (1)

 يو سړى سبط اكبر امام حسن مجتبي ته راغى او څه يې ترې وغوښتل او امام ورته  سل ديناره وركړل، بيا همدا سړى امام حسين ته ولاړ او امام ورته نهه نوي ديناره وركړل؛ځكه د مشرۍ درناوى يې وكړ او يو دينار يې كم وركړ، چې له هغه سره يې سيالي و نشي. (2)

 امام حسين پردې سربېره،چې د امامت له علمه برخمن و او د پېغمبر صلى الله عليه و آله په وينا امام و؛خو د خپل مشر ورور (امام حسن مجتبي ) په وخت كې د يو مطيع سرتېري په څېر و او كله يې هم مخالف نظر ور نه كړ، ان د هغه د ښخېدو په وخت كې چې ناوړه غبرګون تر سره شو؛نو په خورا ادب او درناوي يې د امام حسن وصيت عملي كړ.

 د كربلا په پېښه كې چې امام له خپلې كورنۍ او يارانو سره څومره مينه ښوولې،د امام په ويناوو كې په څرګنده معلومېږي؛نو د همدې مينې له مخې د كربلا تر پېښې وروسته د هغه محترمه ماندينې “رباب بي بي” (چې له شرعي پلوه يې له بل چا سره واده كولاى شو) د قريشو د مشرانو مركو ته منفي ځواب وركړ او ويل يې:  ” د ا څومره ستره وياړنه ده،چې د پېغمبر په څېر انسان مې خسر وي،نه غواړم پر بل خسر يې بدل كړم “

 همداراز تر يوه كال پورې په كوټه كې و نه اوسېده او تر مرګه يې ژړل.

 مروان د امام حسين، امام حسن او امام علي عليهم السلام يو كينه كښ دښمن و،د جمل او صفين په جګړو او د حسن بن علي پر وړاندې اړو دوړ كې يې ټولو ته كينه په ډاګه وه؛خو همدا مروان،چې د جمل په جګړه كې اسير شو، له حسنينو يې وغوښتل،چې علي (ك) ته واسطه شي او پايله يى داشوه،چې امام علي وباښه او ازاد يې كړ؛خو بيا هم مروان له باطني خبثه لاس وانخست او كله چې يې امام حسن د خپل نيكه تر څنګه خاورو ته سپاره؛ نو توره يې راويسته،چې دلته يې ښخ نه كړي او پر دې سربيره،د مدينې پر والي يې ټينګار كاوه، چې ژر له حسينه بيعت واخلي او كه نه سر يې ورپرې كړئ.

 له حربن يزيد رياحي سره د ابا عبدالله چلن يو متل دى؛ هغه حر، چې د امام لار يې نيولې وه؛خو چې امام وكتل زر تنه عسكر يې ستړي او تږي دي؛نو حکم يې وكړ، چې ان اسونو ته يې هم اوبه وركړي او په دومره مړانه يې ورسره چلن وكړ.(5)

 په رښتيا چې امام حسين د پېغمبر د سخا هېنداره وه؛خو بيا امت ورسره هغه څه وكړل،چې په تاريخ كې يو امت هم د خپل پېغمبر له ځوځات سره دومره جفا نه ده كړې ! [14]

 د امام حسين زړه ورتيا او مړانه

 امام حسين ته يې جرات او مړانه له نيکه ميراث شوې وه. مړانه يو روحي صفت دى،چې خاوند يې هېڅ لامل نشي ډارولاى. زغم، ژبورتیا ، د نادودو پر وړاندې صبر او څوار – استقامت، د نورو ازاديو او حقوقو ته درناوى، ټول له مړانې راولاړېږي .

 حسين د مړانې بېلګه و، چې دا ټولې ځانګړنې پكې انځور شوې وې.

 مصرى عالم شبراوي  وايي: ” زړه ور حسين او زړه ورو ملګرو يې له دښمن سره جګړه پيل كړه، په صبر او زغم يې بريد كاوه ، له جهاده يې تېښته ننګ ګاڼه، په خورا ډاډ او ټينګ هوډ يې ټټر پېښو ته ډالۍ كړى و، د تورې او نېزې كارول يې د خداى په لار كې غنيمت ګاڼه ،سر ښندنه يې د عزت د لاس ته راوړو لپاره ټيټه بيه ګڼله او كله يې هم چاته سر نه ټيټاوه”[15]

 عباس محمود عقاد  وايي : ” په بنيادمو كې حسين رضى الله عنه ډېر زړه ور و او  پر كوم كار يې چې لاس پورې كړى و، بل چا نه شو كولاى “[16]

 د حسين عليه السلام د زړه ورتيا او بدني ځواكمنۍ كيسه خو بله ده ، پتمن ياران او د كورنۍ ځوانان يې يو په بل پسې شهيدان شول؛ خو پخپله يې په وچو او تږيو شونډو د ناپوهۍ او نفاق د لښكرو پر وړاندې مړانه مبارزه كوله او دښمنان ترې داسې تښتېدل؛لكه ځناور چې له زمري تښتي، په پای کې دښمنانو پرې د تيګو او غشو باران جوړ كړ او كړۍ يې پرې راتنګه كړه، بدن يې غلبېل غلبېل شو او له تندې او ډېرې وينې بهېدنې راولوېد؛نه دا چې دښمن راپرځولى وي!

د لولو مرجان په 186 مخ كې راغلي:

” كه څه د “رستم” بهادري او مړانه د خلكو په خولو كې پرېوتې؛ خو په تاريخ كې داسې مېړني تېر شوي،چې د رستم نوم به دې هېر كړي؛ لكه حسين د علي زوى؛ځكه هغه له څلورو دښمنانو سره جنګېده ،يو ښكاره دښمن و،چې هر خوا ترې راتاو و،بل سختې ګرمۍ د كربلا له شګو او خاورو نه تنور  جوړ كړى و، چې د بني فاطمه و پښې يې تڼاكې كړې. درېم او څلورم يې تنده او لوږه وه ،چې ژبې له تندې راوتلې او ګېډې يو مخې كوپې شوې وې؛نو هغو، چې په دغسې جګړه كې ډېر دښمنان خاورې ايرې كړل؛نو په رښتيا چې بهادري او مړانه پرې پاى ته رسېدلې ده “

 د غزل بابا وايي :

داسې پرې ورګډ شو تا به وې ولاړ بهر نه و
اس يې كړل صفونه تار په تار جوړې لښكر نه و
تورې رنګولې خلقو ياد ورته سپرنه و
چا به چې د سر فكر كولو بيا به سر نه و
سترګو د عمر شمر چې برق د ذوالفقار اوليد
ګويا چې حسين يې په جامه کې د كرار اوليد
خول به بې اوازه شو دوه نيم ورسره سر دوه نيم
زغرو به فرياد اوكه ټټر دوه نيم ځيګر دوه نيم
دلته به پياده وو هلته سور به وو اكثر دوه نيم
هر شى به د تېغ د لاندې پرېوت كوز او بر دوه نيم
چغه د وهئ وهئ به راغله په مرۍ کې وه
توره د امام به يې رسا په كپرۍ کې وه
چرته د وريځ غوندې دا ستورى به شو ګېر پکې
لا به ذوالجناح لكه برېښنا شو مخکې تېر پکې
ډېر به لاندې باندې شول په تېښته به شو ډېر پکې
وينې وې رودونه ذوالفقار به نه شو سېر پکې
كوږ به چې دشمن شو له هېبته بيا به نېغ نه و
پړق به ترې د سترګو نظر يوړو بيا به تېغ نه و
پړق نه يې د تورې په روحونو ګډې ماتې وې
ساه د بزدلانو وې په تيښته تنې پاتې وې
تاخت و د اجل د ژوندانه خونې ميراتې وې
غشي ټيټ سرونه د امام يې ننه واتې وې
ماته د ادمو شوه قلا ترېنه امام اوت
باز د ملكوت و د دنيا له تارو دام اوت
ماتې يې ليندې د ارادو وې زيړ زبېخلي وو
ژۍ نه يې د زړه د حوصلو غشي وتلي وو
څوك په تېښته سر څوك له مېدانه تښتېدلي وو
جوړې وې دلۍ ترې چې سرونه رغړيدلي وو
څوك دى چې دا وايې چې يو كس په زرو  برنه وي
څوك به داسې وايې چې د سر دپاسه سر نه وي
اورسېدو غاړې ته د سيند د اس نه ښكته شو
سيند وته ورتېر امام د تندې له جهته شو
غږ اوكړو عمر، حسين اشنا كه له طاقته شو
پوهه شئ چې شرم بيا زمونږ د پوزې نته شو
اولئ يې په غشو چې له سينده بهره ياب نه شي
جوړ كړئ پرې باران چې دا سيد درنه سېراب نه شي
کېناستو په غاړه له اوبو يې لپه ډكه كړه
ياد يې ماشومان شو اراده يې جل ته كلكه كړه
تويې يې اوبه كړې بې له دوى يې كله څكه كړه
يو ظالم په خوله کې يې توبره د غشى لكه كړه
وينه يې راماته شوه چې غشى كړو بهر امام
سور د اس د پاسه د دشمن راغى په سر امام
بيا يې حمله اوكړله ورګډ شو په شاميانو کې
تورې يې د لور هسې لو وكړو په كوفيانو کې
تاب د امزري د جنګ وي چرته په ګډانو کې
جوړ شو هۍ ناتار په هر طرف په يزيديانو کې
ناساپه نظر چې د حسين شو د اسمان په لور
ولاړ په تماشه کې تماشه شو د جانان په لور
راغله دا ندا چې اوس د فرض دې استكمال اوشو
ستانه نمائش هم د جمال هم د جلال اوشو
راشه له اسلامه اوس د كفر انفصال اوشو
حق شو راڅرګند چې ستا په وينو استدلال اوشو
راشه رنګينۍ دې د جنت په انتظار کې دي
جوړ دى ارائش درته حورانې په سنګار کې دي
ولاړ مدافعت د تن چې روح په تماشه کې شو
يا قدسي مارغه ولاړو وطن ته په ثنا کې شو
پړق دتورې ورك شو سريې زوړند په فضا کې شو
اس يې سم  وهي په مزكه مزكه په سودا کې شو
تاو شو دشمنان ترينه د غشو يې باران اوكه
وينو د امام په كربلا کې ګلستان اوكه
سور د كربلا د اس نه پرېوت دنيا پرېوته
هور ته په خېمو کې يې فرياد او ژړا پرېوته
ځكه په امت کې يې تر حشره غوغا پرېوته
راغله د حمزه د زړه په غوږ کې ندا پرېوته
خداى چې محمد د رسالت دپاره غوره كړ
ال يې د علي د هدايت د پاره غوره كړ
*****
مقابلې ته د زرګونو يو نفر ولاړو
د يزيدي فوځ په پرو کې لر او بر ولاړو
اخر بهر په يو نېزه کې يې ځكر ولاړو
په پرېواته شو ، وې بابا زما خبر واخله
په وروستي وخت کې دې په غيږ کې خپل پسر واخله
حسين وردو كړل دا يې وې د زړه قراره ولې
زما د مړاوي زړه چمن لره بهاره ولې
سر يې په غيږ كړو وې چې اى زما سرداره ولې
ولې زما د ارمانونو انتظاره ولې
علي اكبر اوكتل پلار ته په زير زير ولاړو
د پلار په مخ د كوثري اوښكو بهير ولاړو
طواف د شمعې كله كيږي چې پتنګ پرېښود
كله كېده شوه چې هغه مېدان د جنګ پرېښود
كله قاسم پېغمبري ، حيدري ، تګ پرېښود
ولاړو مېدان ته د خوږې ناوې يې څنګ پرېښود
د مرګ  خزان د پېغمبر علي په باغ ولګېد
مرګ  د قاسم پس د اكبر نه داغ په داغ ولګېد
******
د خوشحالۍ نه شمر هسې ناروا اوويل
هغه ملګروته له جوشه مرحبا اوويل
برېت يې كړه تاؤ او بيا يې داسې په خندا اوويل
زخمي زخمي ناتوان امام وته يې دا اوويل
ته راته ګوره چې خېمې دې په رڼا لوټ كړم
زه چې نمسىاو لوڼه نګېندې د زهرا لوټ كړم
دا اورېدل ؤ چې له سوخته هغه ځوان پاسېد
د ژوند ډيوه يې په سلګو وه پهلوان پاسېد
د اور بڅري ترې وتل همه چشمان پاسېد
لاس يې كړو غشي ته راوايې خست كمان پاسېد
وى اى شمره! بې غېرته خبردار اوسه
زه لا ژوندى يم د خېمو نه مې كنار اوسه
دغه ستم ؤ ، په ژوندينې چې امام وليد
خېر يې تالا ته د نبي د كور غلام وليد
دلته امام د قربانۍ بلند مقام وليد
دلته خپل ځان ته ثقلېن يې په سلا وليد
په ننداره کې ترې د ځان و تن خير ولاړو
بيا خبر نه شو چې كوم وخت ورځنې سر ولاړو

د عمر سعد يو پوځي ته وويل شو: “پر تا دې افسوس وي، ولې مو د رسول الله صلى الله عليه و آله زوى وواژه ؟ و يې ويل: بې معنا خبرې مه كوه ،كه ته هم زموږ په شرايطو كې واى؛ نو تا به هم دا كار كړى واى؛ ځكه يوې ډلې په تيرو تورو د غوسه زمريو په شان له ښي او كيڼ اړخه پر موږ بريدونه پيل كړل، ځانونه يې پر مرګ  شمېرلي وو، نه يې امان منه او نه يې د دنيا د مال پروا درلوده او هېڅ شي دوى له خپلې موخې نه شو پر څټ كولاى،كه لږه بې پروايي مو كړې واى؛نو ټول لښكر يې ځاپه؛ نو اى بې موره ! موږ څه كړي واى؟! “[17]

 د امام حسين زهد

 د دنيا پر مال زړه نه تړلو ته زهد وايي،چې دا انساني لوړ ارزښت پر اخرت باندې د رښتوني ايمان نښه ده. د دنيا مال ، شان او شوكت كه د حق د لارې خنډ شي؛ نو كوم ارزښت  نلري. پالونکى څښتن وايي:

((وَلَوْلَا أَن يَكُونَ النَّاسُ أُمَّةً وَاحِدَةً لَجَعَلْنَا لِمَن يَكْفُرُ بِالرَّحْمَنِ لِبُيُوتِهِمْ سُقُفًا مِّن فَضَّةٍ وَمَعَارِجَ عَلَيْهَا يَظْهَرُونَ . وَلِبُيُوتِهِمْ أَبْوَابًا وَسُرُرًا عَلَيْهَا يَتَّكِؤُونَ . وَزُخْرُفًا وَإِن كُلُّ ذَلِكَ لَمَّا مَتَاعُ الْحَيَاةِ الدُّنْيَا وَالْآخِرَةُ عِندَ رَبِّكَ لِلْمُتَّقِينَ(زخرف/33 _ 35)= كه (له  مادي نعمتونو د كفارو برخمنېدل) ددې نه لاملېده،چې ټول خلك (په بې لارۍ كې) يو امت شي؛نو موږ به هغو کسانو ته چې پر رحمان (خداى) كافرانېږي،د كورونو چتونه يې او هغه پوړۍ،چې پرې بامونو ته خېژي له سپينوزرو ګرځولي واى؛ او (همداراز) موږ د هغوى د كورونو ورونه او تختونه،چې پرې ډډه وهي (ښكلي او له سپينوزرو كول).او زر او ګاڼې (به مې هم وركړې وې) او دا ټول د دنيوي  ژوند وسايل دي او آخرت ستا د پالونكي پر وړاندې يوازې د پرهېزګارانو (اوځان ساتيو) لپاره دى .  ))

  ولولا ان يكون الناس امه واحده …….

سيدالشهداء په زهد كې د خپل پلار امام علي په څېر د زمانې بېلګه وه هغه د خداى په لار كې له هر څه تېر شو او كه له يزيد سره يې جوړ جاړى كړى واى؛نو له هر ډول دنيوي ګټو برخمنيده.

 علايلي  وايي: “حسين په زهد كې ستر انسان و، د دنيا ژوند ته يې ټيټ كاته او له مړينې نه وېرېده، الهي ارزښتونه يې له تنې سره اغږل شوي وو، ټول څيزونه يې له هغو ځار كړل او هېڅ څيز ته يې پام نه و، هغه په ټوله معنا دنيا ته شاكړې وه.

 حضرت عبدالله بن عمر رضى الله عنه ته يې وويل: ابا عبدالرحمنه! نه پوهېږې،چې د دنيا پستي له خداى سره ده،چې د يحيى بن ذكريا (عليهما السلام) مبارك سريې د بني اسراييلو بد لمنۍ ته وړاندې كړ”

 د امام حسين ځانباوري- عزت نفس او د ظلم نه منل

 ټول اخلاقي ارزښتونه له ” ځانباورۍ ” نه راولاړيږي .څوك چې ځان دروند بولي؛نو ځان له ګناهونو او چټليو ژغوري او چې ځان “سپك ګني؛نو له يوې ګناه هم سر نه غړوي.

د غزل بابا وايي :

زيات د هرچانه به انسان وي ثنا خوان د حسين
انسانيت به فراموش نه كا احسان  د حسين
هغه په خداى به حواله وركړي يقين دى زما
د محمد نه كه هر څوك اوپښتي حال د حسين
هغه هم شپې وې چې خاطر پرې د بابا و جمع
دغه هم شپې دې چې زلفان دي پرېشان د حسين
يو هغه وخت چې يې دنيا د سترګو اخلي بلا
يو دغه وخت دى چې بې ياره دي چشمان د حسين
لكه د وخت يې واقعات ګذارول شاته
د حادثو ځنې همت و، په امان د حسين
كړ په زغم جنو پاكو اوښكو يې رضا اودس
نمونځ د تسليم ګويا معراج شو په دامان د حسين
غيږ وي پرانستې خوشبويۍ ته هر يو ګل په خندا
فېض  د دوام په برخه راوړ ګلستان د حسين

د كربلا په پېښه كې چې له امامه كومې ويناوې راپاتې دي؛ نو “ځانباوري” پكې څرګند ځلېږي او كله چې له خپل محبوب نيکه نه حديث روايتوي؛ نو هغه هم د لوړ همت او “كرامت نفس” په باب وي (په تېرو پاڼو كې ورته اشاره شوې ده )

 د سيدالشهداء لاندې غونډله په تاريخ  كې تلپاتې ځلېږي:

 ” پوه شئ دې حرموني (عبيدالله بن زياد) د حرموني زوى، زه د دوه څيزونو په باب اختيارمن كړم؛ مرګ او بل سپكاوى؛ خو دا لرې ده، چې زه ذلت ومنم. خداى، پېغمبر، مؤمنانو او سپېڅليو لمنو روزلى يم پردې سربېره نارينتوب،مړانه او تېري ته د غاړې نه ايښوونې روحيه د دې لامل ده،چې زه به ذلت، خوارۍ او سپكاوي ته غاړه نه ږدم؛ نو ځكه شريفه مړينه پرې غوره ګڼم” (1)

د هغه سر ،سر لـــــــــوړي ده د دنيـــــــــــا له چــت اوچته

چې په مرګ  يې ځان خلاص كړى د ذليل ژوند له ذلته

 د كربلا په ميدان كې يې وويل :

 پر خداى قسم د ذليلو په څېر به تسليم نشم او د مريانو په څېر به و نه تښتم. خداى ته د هغه سرغړونكي له شره پناه وړم،چې پر قيامت ايمان نه لري.

د غزل بابا وايي :

ته خبرې د يزيد چې څومره زوردى
ستا قدم د هلاكت د غار په لور دى
هم په دوى کې عبدالله ابن عمر و
هم پکې ابن عباس نامور و
له راتلونكې واقعې هر يو خبر و
اورېدلى يې حديث د پېغمبر و
چې په برخه د حسين کې قرباني وه
ليك په څټ يې د تېغونو رواني وه
له يمنه چې علي په كربلا شو
كربلا باندې چې راغى په ژړا شو
يو صاحب ترې په پرسان د مدعا شو
په غرېو غرېو کې بو تراب ورته ګويا شو
چې دا ځاى مې د اولاد د شهادت دى
دلته، هلته د فلانكي فلانكي تربت دى
تعجب دى له اصحابو به دا هير و
چې مدام به د نبي نه ګېرچاپېر و
دا پاكان دخداى په نوم له سره تېر و
خو څه راز و چې په دې کې تيرو بير و
هغه داچې وي ايثار په بې كسۍ کې
نه د زور په مساوات او په سيالۍ کې
نه شوې پاتې وسيلې نه سببونه
رسالخداىي د عراقيانو نه اسونه
څومره سخت د قربانۍ دي منزلونه
ملګرتيا چې پکې نه كاندي خپل پلونه
اسرې ټولې په دې لارکې لكه ګرد شي
همدردي يې د خواخوږو آه سرد شي

او په بل شعار كې وايي:

 ” مرګ  د خداى په لار كې نېكمرغي ده او له ظالمانو سره جوړ جاړى، خواري ده. “

 دښمنانو  يې چې پر كېږديو بريد كاوه؛ نو ورته يې وويل: ” د آل ابي سفيان لارويانو! كه دين نه لرئ او پر آخرت ايمان هم نه؛نو لږ تر لږه خو غيرت ولرئ، زه درسره جنګېږم؛ نو په ښځو او كوچنيانو پورې مو څه كار، هغوى خو څه قصور نه لري؟”

 د امام څرګند صفت ” ظلم نه منونكى”و، تردې چې يو لقب يې “ابى الضيم” و، هغه له ټولې هستۍ تېر شو؛ خو له يزيد سره يې بيعت ونكړ.

“د ظلم نه منوونكيو مخكښ امام حسين خلكو ته دا وښووله،چې د ستريا او غيرت له مخې،تر خوارۍ او ذلته شرافتمندانه مرګ ومني. امام د ابن زياد سپك او ذليل امان ونه مانه او په خپلې مړينې يې د سر لوړي ژوند كرښه وكښله ….”[18]

د غزل بابا وايي :

ته چې د يزيد په خوښه نه وايې ښه نه وايې
هر څو كه سم سم وايې خو مونږ وايو كاږه وايې
يا خو د يزيد د بېعت جغ وته ګردن نيسه
يا زمونږه غشو نېزو تورو ته دې تن نيسه
پوهه شو امام چې دوي به نرم په حجت نشي
توره چې كوم كار كوي هغه په نصيحت نشي
كار چې شي په زهرو هغه چرې په شربت نشي
جوړ به په دې وخت کې بې د جنګه څه صورت نشي
لا خو وه په فكر کې امام په لر او بر د جنګ
راوړو د لښكر نه د دشمن غشو خبر د جنګ
وې امام په جوش کې چې زه غشى زه دماح يمه
زه د ذوالجلال والاكرام يوه سلاح يمه
ځوان يم د جنت د جنتي ګلونو راح يمه
بچ مې له ګذاره شئ زه سور د ذوالجناح يمه
زه نبي نيكه په اوږه باندې ګرزولى يم
زه يم چې حورانو په سندرو کې ستايلى يم
څوك به وي په تاسو کې چې اوزغمي ګزار زما
تندر د اسمان دى كه په لاس کې ذوالفقار زما
رادې شي په مخکې چې د سر وي طلبكار زما
سر قلمولو ته دى ستاسو انتظار زما
زه د بوتراب شاه مردان علي ولد يمه
زه له ماشومتوبه لا د جنګ سره بلد يمه

 حسین د جهاد په ډګر کې

د حضرت عثمان رضی الله عنه د پېر په کومو جګړو کې چې حسنینو شتون درلود،دلته یې را اخلو:

په طبرستان کې د سعید بن عاص جګړې :

 پر۳۰ س ، سعید بن عاص د کوفې والي د رسول اکرم (ص) له نورو اصحابو؛ لکه حذیفة بن ایمان ،حسن ، حسین ، عبدالله بن عباس،عبدالله بن عمر، عبدالله بن عمر وبن عاص او عبدالله  بن زبیر رضوان الله علیهم سره د خراسان د سوبې هوډ وکړ.

له ده سره جوخت عبدالله بن عاص (رض)،چې د بصرې امیر و،خراسان ته وخوځېد او تر سعید وړاندې «ابر شهر » ته ورننووت او چې سعید خبر شو عبدالله ابرشهر ته ورننووتی؛نو د طبرستان پر لور وخوځېد او د «قومیس» له ښاریانوسره یې جوړجاړی وکړ. ورپسې یې د «طمیسې » تر سیمې پرمختګ وکړ،د دواړو لوریو ترمنځ سخته جګړه ونښته،جګړه هومره سخته وه،چې سعید ناچار شو د «وېرې نمونځ» وکړي؛نو ځکه یې له حذیفه (رض) په نبوي دود د وېرې نمونځ کول زده کړل .

 په آفریقا کې سوبې

داکتر صالح مصطفی پر افریقا د عبدالله بن سعد بن ابی سرج د برید په اړه وایي :

پر۲۶ س / ۶۴۶ ز حضرت عثمان بن عفان،حضرت عمر وبن عاص د مصر له امارته لرې ا و پر ځای یې عبدالله بن سعد بن ابي سرح وګوماره.

عبدالله د عمرو بن عاص په څېر د افریقا شاوخوا او څنډو ته سپاره لېږل؛دې سپرو به د سیمې په باب هر اړخیز معلومات راټولول او بیا به عبدالله ؛خلیفه عثمان بن عفان (رض) ته ورلېږل،چې د برید اجازه وکړي. حضرت عثمان (رض) هم له اصحابو سره تر سلامشورې وروسته، خلک افریقا ته د جهاد لپاره راوبلل، چې په دوی کې حسن،حسین، ابن عباس او ابن جعفر هم  ول .

حضرت عثمان (رض) وینا ورته وکړه او جهاد ته یې وهڅول. په پایله کې افریقا  سوبه شوه او په تواریخو کې راغلي،چې حسنینو په دې جګړو کې ډېرې سرښندنې کړي او په دې وخت کې یې د یزید ژونددود هم ښه وپېژانده[19] .

 

[1] . خوارزمي، مقتل /184 .

 [2] . پورته سرچينه .

[3] . علايلى، الامام الحسين /98 او 99

[4] . ابن اثير، كامل 3/411

[5] . يعقوبي تاريخ 2/219

[6] . د ابن عساكر تاريخ 13/56

[7] . شبلنجي، نورالابصار /166

[8] . شعراني، طبقات 1/23 د صفوة الصفوه لنډيز /62

[9] . ياقوت مستعصمي، اسرار الحكما /90

[10] . علايلي، الامام الحسين /126 [د ابن عساكر (4/323) له تاريخه نقل شوى دى].

[11] . بلاغه الحسين /46 (د ابن عساكر له تاريخه اخستل شوي).

[12] . 1_ اسدالغابه 2/20 استيعاب 1/378 ،2_ تذكره الخواص /268 ،  3_ ابن اثير، كامل 3/415 ،  4_ ابن اثير، كامل 3/425 _ 426

[13] . _ نظم در رالسمطين /212  ذخاير العقبى /129، )_علايلي، الامام الحسين /128د ابن عساكر له تاريخه نقل شوي ، علايلي، الامام الحسين /138 له عيون الاخبار (3/140) نه نقل شوي او دا د انعام سورت د 124 ايت يوه برخه ده. 5_  ادب او عاطفت

 [14] . 1_ نطم در رالسمطين /209 ، 2_ علايلي، الامام الحسين /129 ،  3_ ابن اثير، كامل 3/440 ، 4_ ابن ابي الحديد، شرح نهج البلاغه 2/53 ، 5_ طبرى،تاريخ 4/302

[15] . (الاتحاف بحب الاشراف /59 )

[16] . (ابو الشهدا /71 مخ )

[17] . ابن ابي الحديد، شرح نهج البلاغه 3/263 (له قرشي الامام الحسين 1/119 نه اخستل شوي دي )

[18] . 1 _ ابن ابى الحديد . معتزلي شافعي ، شرح نهج البلاغه 1/302 ،  2 _ ابن اثير، كامل 3/419 ،  3 _ طبرى ، تاريخ 4/305 ،  4 _ ابن اثير ، كامل تاريخ 3/431 ( د الفاظو په لږ شانته توپير )5 _ ابن ابى الحديد ، معتزلي، شافعي شرح نهج البلاغه 1/301

 [19] لبیان من الفتح العربی حتی انتقال الخلافة الفاطمیة ،۴۹مخ.

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • له ملگرو سره یي شریک کړئ.

    ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

    نظر مو وویاست