تبلیغات

په بدن کې سترګې ډېر لږ شکر کاږي، هره غوښتنه یې مه منئ،چې د خدای له یاده مو غافلوي. چې د والتین سورت مو ولوست، په پای کې یې وواست: (( و نحت علی ذلک من الشاهدین؛ موږ پرې ګواهان یو)) او چې د قولوا امنا بالله آیت مو ولوست ، ورپسې ووایئ: امنا بالله […]

په بدن کې سترګې ډېر لږ شکر کاږي، هره غوښتنه یې مه منئ،چې د خدای له یاده مو غافلوي.

چې د والتین سورت مو ولوست، په پای کې یې وواست: (( و نحت علی ذلک من الشاهدین؛ موږ پرې ګواهان یو)) او چې د قولوا امنا بالله آیت مو ولوست ، ورپسې ووایئ: امنا بالله چې د خدای دې و ((نحن له مسلمون)) ویناته ورسئ[1].

بنده چې د فرض نمانځه په وروستي تشهد کې اشهد ان لا اله – ا لا الله وحده لا شریک له و ان محمدا عبده و رسوله وان الساعة اتیة لاریب فیها و ان الله یبعث من فی القبور ووایي؛ خو بیا څه باد ترې ولاړ شي؛ نو نمونځ یې سم دی[2].

خدای ته ډېر سخت عبادت دادی[3]، چې پلی یې کور (کعبې) یا جومات ته د نمانځه لپاره ورشې.

په تلو راتلو، د اوښانو په غاړو او سومونو کې خیر ولټوئ .

((ښیذ)) ته یې ځکه څښاک ووایه، چې جا له طایفه پېغمبر اکرم (ص) ته څه کشمش راوړل او حضرت (ص) وویل: خیشت یې کړئ او د زمزم په تروو اوبو کې یې واچوئ، چې تر یو والی یې لږ شي؛ نو که د کشمشو اوبه زړې شوې ، مه یې څښئ [چې مسکر او نېشه کوونکي دي].

چې انسان بربنډ شي. شیطان ورته ویني او ورته پر تمه شي؛ نو ځان پټ کړئ؛ نو نه ښایي څوک په بربنډ ورون په خلکو کې کېني.

چا چې [ د هوږې په څېر] کوم بدیویه څیز وخوړ؛ نو جومات ته دې نه ورځي.

په سجده کې مو کوناټي پورته نیسئ.

تر غسل مخکې لاسونه مو تر څنګولو پورې ووینځئ.

چې ځان ته نمونځ کوې؛ نو قرائت، تکبیر او تسبیح یې داسې وواست چې پخپله یې واورې، چې له نمانځه فارغ شوې ښي لوري ته وګور او سلام ووایه.

له نړۍ د تقوا توښه واخلئ، چې د نړۍ ښه توښه ده.

څوک چې له خلکو خپل درد درې ورځې پټ کړي او یوازې خدای ته یې ووایي؛ نو خدای پر ځان لازم بولي، چې له درده یې وژغوري.

له خدایه هغه ډېر لرې بنده دی، چې ټوله هڅه یې ګېډې او ترګېډې لاندې لپاره وي.

هغه سفر ته مه ځئ،چې ددین پر زیان مو وي.

په دعا کې څلور څیزونه غوږونو ته ورسوه: پر محمد او آل محمد صلوات ویل، له پالونکي د جنت غوښتل ، خدای ته د دوزخ له اوره پناه وړل او له خدایه د حورالعین غوښتل؛نو بنده چې له نمانځه فارغ شو؛ نو باید پر محمد (ص) صلوات ووایي او له خدایه جنت وغواړي او د دوزخ له اوره پناه ورته یوسي او له خدایه حورالعین وغواړي؛ ځکه څوک چې پر پېغمبر صلوات ونه وایي، دعا یې راستنېږي او څوک چې له خدایه جنت وغواړي، جنت یې دا غوښتنه اوري او وايي: بنده دې چې څه غوښتي ور یې کړه، او څوک چې خدای ته د جهنم له اوره پناه یوسي، جهنم وایي: پالونکیه! د خپل بنده پناتوب دې قبول کړه او چې څوک چې حورالعین غواړي، حور یې اوري او وایي: د بنده غوښتنه دې ورپوره کړه.

غنا [سندرې ویل] د جنت په بېلتون کې د ابلیس ویر بولنه ده. چې څوک ویدېږي، نو ښی لاس دې تر خپلې ښۍ زنې لاندې کړي ودې وایي: (( د خدای په نامه د خدای لپاره سملاستم، د ابراهیم (ع) پر ملت او د محمد (ص) پر دین او د هغه پر ولایت،چې طاعت یې خدای راباندې فرض کړی ،څه چې خدای غواړي هماغه کېږي)))‎

څوک چې د ویدېدو پر وخت دا دعا وایي ،له لولټمار غله او ویجاړۍ خوندي کېږي او پرښته تر وېښېدو ورته بښنه غواړي.

چې څوک د ویدېدو پر مهال قل هوالله ووایي، خدای یې ساتنې ته پنځوس زره پرښتې ګوماري، تر سملاستو مخکې دا دعا وواست : (( ځان، کورنۍ، ښځه، دین، شتمني، چارې مې، څه چې خدای راکړي او روزي مې ده؛نو پناه وروړم؛ د خدای عزت، د خدای عظمت، د خدای جبروت ، د خدای سلطنت ، د خدای رحمت، د خدای ورکړې، د خدای ځواک، لا اله الا الله، د خدای ارکان، د خدای صنع، د خدای جمع ، رسول الله او د خدای زور ته چې پر څه یې غواړي، د زهري او وژونکیو نیش وهونکیو له شره او د پېریانو او انسانانو له شره او د هغه له شره،چې په ځمکه کې ایښوول شوي او ترې راوځي او د هغه له شره،چې له اسمانه راکوزېږي او څه چې اسمان ته ورخېژي او د هر خوځنده له شره،چې واګې یې ستا په لاس کې دي. په حقیقت کې پالونکی مې پر نېغه لاره دی او پر هر څه وسمن دی، بې د الله له زوره بل زور او ځواک نشته .))

پېغمبر اکرم (ص) دا دعا حسن او حسین ته کاروله : موږ ته یې هم د دې سپارښتنه کړې ده. موږ د خدای د دین زېرموال او د پوهې بلې ډیوې یو. که یوه ډیوه مړه شې، خدای بله بلوې . څوک چې راپسې راشي؛ نو نه بې لارې کېږي او څوک چې نټه رانه وکړئ، ښیون نه مومي او څوک چې په خپله خوله زموږ د دښمنانو ملاتړی شي، بریمنېږي نه او څوک چې دښمن ته مو وسپاري، مرسته ورسره نه کېږي او څوک چې موږ پرېږدي ( او مرسته راسره ونه کړي)؛ نو څوک به یې په سختیو کې مرستې ته ورونه دانګي.

د ناپایښتې نړۍ پر تمه لاسونه رانه مه اخلئ او څوک چې دنیا راباندې غوره کړي؛ نو سبا به یې حسرت زیات شي لکه چې خدای وایي: (( هسې نه څوک د قیامت پر ورځ ووایي: افسوس مې پر ناغېړۍ، چې د خدای ( د لارښوونو) په اړه مې کړې وه او په واقع کې له ملنډو وهوونکیو وم[4]))

کوچنیان مو له خیرو او د بدن له بدبویه ووینځئ؛ ځکه شیطان یې بویوی او کوچني په خوب کې ډارېږي او د [کړنو] لیکوالې پرښتې هم ترې ځورېږي .

(نامحرمو) ښځو ته په لومړي ځل کتل توپیر نلري، دویم ځل ورته مه ګورئ او له فتنئ وډار شئ.

خدای ( د مړینې پر وخت) پر شرابو روږدي سره د بوتپالي په څېر لیده کاته کوي .

حجر بن عدی وپوښتل:امیرالمؤمنینه! روږدی څوک دی؟

ویې ویل: هغه چې هر وخت یې پیدا کړي ویې څښي. څوک چې نشه کوونکی څښاک وڅښي تر څلوېښت شپو یې نمونځ نه قبلېږي.

څوک چې مسلمان ته د پې پتۍ خبره وکړي؛ نو خدای یې د دوزخیانو د بدن په خیرو کې بندي کوي، چې د خپلې خبرې لپاره دلیل راوړي.

دوه نارینه یا دوه ښځې دې په یوې بسترې کې نه ویدېږي او څوک چې داسې وکړي؛نو باید ( د شرعي واکمن له خوا) تادیب شي او تادیب یې تعزیر دی .

کدو وخورئ چې ماغزه مو غښتلي کوي او د پېغمبر اکرم (ص) هم ښه راتله. تر خوړو وړاندې وروسته ترنج وخورئ، چې آل محمد دغسې کول . ناک زړه روښانوي او د خدای په حکم د زړه دردونه آراموي.

بنده،چې نمانځه ته ودرېږي؛ نو شیطان ګوري، چې له سره تر پښو د خدای په رحمت کې رانغاړل شوی؛ نو په ترخه وروینی.

خورا ناوړه چارې ، نوي بدعتونه او نوښتونه دي او ډېرې ښې چارې هغه دي چې د خدای تعالی د رضا لاملېږي.

څوک چې دنیا پال شي او دنیا پر آخرت ړومبی وبولی، ناوړه برخلیک به ولري.

که نمونځ کوونکی پوهېده،چې څومره د خدای په رحمت کې رانغاړل شوی؛ نو لاس یې ترې نه اخسته او ښه یې نه ایسېدل،چې سر له سجدې راپورته کړي .

هسې نه د نېکو چارو په کولو کې نن و سبا وکړئ، چې له وسه موکېږي،په کولو کې یې بېړه وکړئ.

څه مو چې روزي وي، ستاسې له کمزورۍ سره سره به در ورسي او څه زیان چې درته لیکل شوی، په هېڅ ډول یې له ځانه لرې کولای نشئ.

پر نېکیو امر او له بدیو منع وکړئ .

چې بنده پر سپرلۍ کېني، نو دا آیت دې ووایي:(( پاک دی هغه چې دا یې راایل کړی،که نه موږ یې د ایلولو وس نه درلود او په رښتیا چې د پالونکي لوري ته ورستنېدونکي یو.[5]))

چې د سفر په نیت له کوره ووتئ؛ نو وواست : (( خدایه! یوازې ته مې د سفر ملګری او مرستندوی یې، پر سپرلۍ ځای راکوې او په کورنۍ،شتمنۍ او اولاد کې مې ځایناستی یې.))

د پلي کېدو پر مهال ووایئ: (( خدایه ! په مبارک ځای کې مې راکوز کړه، چې ته غوره ځای ورکوونکی یې)).‎

د څه کار لپاره بازار ته د وتو پر وخت وواست : (( ګواهی لم، چې یوازې الله د نمانځنې وړ دی، ایکی یو او بې سیال دی او محمد یې بنده او استازی دی . خدایه! له زیانمنې راکړې ورکړې ، د دروغو له سوګند، لټۍ او بې پېرېدونکي پناه وړم)).

څوک چې د مازیګر تر نمانځه وروسته په جومات کې د ماښام نمانځه ته سترګې پر لار کېني؛ نو د خدای زوار دی او پر خدای لازم دي،چې د خپل زیارت کوونکي عزت وکړي او اړتیایې ورپوره کړي .

څوک چې حج او عمرې ته ولاړ شي؛ نو د خدای مېلمه دی او پر خدای حق دی،چې د خپل مېلمه عزت وکړي او خپلې بښنې ورپېرزو کړي .

څوک چې پر بې عقله کوچني شراپ وڅښي، خدای به یې د دوزخییانو د بدن په خیرو کې بندي کړي، چې د دې خیانت ځواب ووایي .

صدقه او خیرات ورکول یو ستر ډال او پرده ده، چې د مؤمن د دوزخ له اوره ساتي او د کافر خیرات ورکول یې د شتمنۍ د تلفېدو مخه نیسي او ژر یې بدله ورکول کېږي او بدن یې له ناروغۍ بچوي .

ژبه ده،چې دوزخیان دوزخ ته ورننباسي او قبر مېشتي نوراني کوي؛ نو د خپلو ژبو خیال وساتئ او د خدای پر ذکر او یاد یې بوختې کړئ .

مجسمه ساز په قیامت کې مسوول دی .

که چا درنه کوم ډکی او خس لرې کړ، ورته وواست :الله دې هره بدي درنه لرې کړي .

چې څوک له حمامه راووځي او ورور یې ورته ووایي: حمام دې درته ښه شي! په ځواب کې دې یې ووایي: خدای دې خوشحال لره . که ورته ووایی : خدای دې ژوندی لره، په ځواب کې باید ورته ووایي :خدای دې تا هم ژوندی لري او جنتي شې.

ړومبی ستاېنه او ورپسې غوښتنه ده، لومړی خدای وستایئ، بیا خپلې اړتیاوې ترې وغواړئ، ای دعا کوونکیه! نه کېدونکی مطلب او حرام څیز مه غواړه .

د نوزېږي هلک مبارکې داده: خدای دې دا لورنه درمبارک کړي، خدای دې یې درته ستر او له خیره دې یې درته برخمن کړي)).

څوک چې له مکې راستون شي؛ نو سترګې او خوله یې ښکل کړئ،چې د پېغمبر اکرم ښکل کړی حجرالاسود یې یې ښکل کړی او تندۍ یې هم ورښکل کړئ او دغسې مبارکي ورکړئ: (( خدای دې حج قبول او د هڅو دې منندوی شي او د لګښت دې بدله درکړي او دا دې بیت الحرام ته وروستې تګ مه شه))

له پستو او ناکسو وډار شئ؛ ځکه له خدایه نه ډارېږي، خدای (ځمکې ته) وکتل او موږ یې غوره کړو او موږ ته یې زموږ لارویان غوره کړل، دوی زموږ یاران دي، زموږ په غم او ښادۍ کې شریک دي، زموږ په لار کې شتمنۍ او ځانونه ښندي، دوی زموږ او موږ ته راستنیږي .

زموږ یو لاروی هم زموږ له حکمه سرغړونه نه کوي؛ خو دا چې تر مرګ وړاندې د مال، اولاد یا ځان پر ازمېښت اخته شوی وي، چې په زغملو یې له ګناهونو پاک شي او له خدای سره بې ګناه لیده کاته وکړي او کله یې تر مړیني یو څه ګناه پاتې وي؛ نو ځلکدن یې سختېږي، چې بېخي سوتره او پاک شي. زموږ لاروی که پر خدایي مرګ هم ومري صدیق (رښتین) او شهید دی؛ ځکه زموږ ولایت یې منلی اوموږ یې له نورو سره د دوستۍ او دښمنۍ چورلیځ وو او له دې دریځه یې موخه د خدای رضا وه او پر خدای او استازي یې ګروهه درلوده. څوک چې زموږ  خوالې رابرسېره کړي، خدای به د اوسپنې سختي ( اوعذاب) [ یا د تېرې توري سختي] وروڅکي .

نو زېږی موپر اوومه ورځ سنت کړئ او له تودوخې او سړښته مه ډارېږئ، چې د بدن د پاکی لامل دی اوپه واقع کې ځمکه د ناسنت شوي سړي له متیازو د خدای درشل ته ژاړي .

مستي څلور ډوله ده: د ځوانۍ مستي، د شتمنۍ مستي ، د خوب مستي او د واکمنۍ مستي.

ښه مې ایسي،چې مؤمن په هرو پینځلسو ورځو کې یو ځل نوره یا واجبي[6] وکاروي.

کب لږ وخورئ، چې د بدن غوښه اوبه کوي،بلغم زیاتوي، او ساتنګي راوړي ( یا وینه ټینګوي)

شیدې بې له مرګه د بلې هرې ناروغۍ درمل دي .

انار یې له دنننۍ پردو سره وخورئ، چې معده پاکوي، زړه ژوندی کوي او شیطاني وسوسې شړي.

کاسني وخورئ،چې هر ګهیځ یې پر پاڼو د جنتي اوبو یو څاڅکی کېني .

د باران اوبه وڅښئ، چې بدن پاکوي او ناروغۍ لرې کوي ، خدای وایی: (( او له اسمانه یې اوبه درباندې وورولي، چې پاک مو کړي او د شیطان چټلي درنه لرې کړي او زوړنه مو غښتلي کړي[7]))

سیاه دانه بې له مرګه د هرې ناروغۍ درمل دی .

د غوا غوښه ناروغي ده؛ خو شیدې او غوړي یې درمل دي .

تازه کجورې دوه ځانې ښځې ته ښه خواړه او درمل دي . خدای حضرت مریم بي بي ته وحې وکړه: (( او د کجورې د ونې ډډ وخوځوه ، چې تازه پخې کجورې درباندې راتویې شي[8].))

د نوزېږي کومي په کجوره برانځئ، پېغمبر اکرم (ص) له حسن او حسین سره دغسې وکړل.

[1] [بقره (۲) – ۱۳۶ آیت]

[2] [ احمد جنتي: دا روایت د فقې او فتاوی له نظره د عمل وړ نه دی او علما له سلام مخکې د بادو وت باطلوونکي بولي.]

[3] ( د خصال او مواعظ د کتاب له مخې:)

[4] زمر (39) – ۵۶ آیت

[5] زخرف (۴۳) – ۱۳-۱۴ آیتونه

[6] [ د بدن د وېښتانو له منځه وړو یوه ماده ده]

[7] انفال (۸) – ۱۱

[8] مریم (۱۹) – ۲۵ آیت

سرچینه

د تحف العقول کتاب د حضرت علی کرم الله وجهه د ویناوو برخه

لیکوال :ابومحمد حسن حرانی یا حلبی په شعبی مشهور

ژباړه اجرالدین اقبال

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • له ملگرو سره یي شریک کړئ.

    ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

    نظر مو وویاست