تبلیغات

دين که اديان؟ معمولا ديني علماء او ديني تاريخپوهان د “اديانو” په نامه ويينه کوي؛د بېلګې په توګه وايي : د حضرت ابراهيم (ع) دين،د يهود دين،د مسيح دين او د اسلام دين او د شريعت هر يو خاوند پېغمبر د يو دين راوړونکى ګڼي.په خلکو کې خپره څرګندنه همدا ده. خو قرآن کريم ځانګړې […]

دين که اديان؟

معمولا ديني علماء او ديني تاريخپوهان د “اديانو” په نامه ويينه کوي؛د بېلګې په توګه وايي : د حضرت ابراهيم (ع) دين،د يهود دين،د مسيح دين او د اسلام دين او د شريعت هر يو خاوند پېغمبر د يو دين راوړونکى ګڼي.په خلکو کې خپره څرګندنه همدا ده.

خو قرآن کريم ځانګړې څرګندنه لري،چې له ځانګړي ليده يې سرچينه اخلي. د قرآن له پلوه له “آدمه” تر “خاتمه” د ټولو دين يو دى؛ټولو پېغمبرانو که د شريعت خاوندان ول که نه؛يو ښوونځي ته بلنه کوله.د انبياوو د ښوونځي اصول،چې “دين” نومېږي يو دي. د آسماني شرايعو توپيرونه په يو لړ فرعي مسايلو کې ول،چې د وخت د غوښتنې،د چاپېريال د ځانګړنو او د خلکو د ځانګړنو پر بنسټ ول او ټول په بېلابېلو بڼو د يو حقيقت او د يوې موخې پر لور ول او بل توپير يې د ښوونو په کچه کې و،چې وروستيو پېغمبرانو د بشر له تکامل سره سم په لوړه کچه ښوونې کولې،چې ټول په يوه زمينه کې ول.د بېلګې په توګه: د معاد او د نړۍ د مبداء په هکله د اسلام او د مخکېنيو اديانو د ښوونو کچه له ځمکې تر اسمانه توپير لري . په بله وينا: د انبياوو په ښوونو کې بشر د زده کوونکي په څېر و،چې له لومړي ټولګي تر وروستي ټولګي پورې اوچت شوى دى.دا د دين تکامل دى؛ نه د اديانو اړپېچ.

قرآن کريم هېڅکله د دين ټکى د جمع په بڼه (اديان) نه دى راوړى . د قرآن له پلوه، څه چې ول،دين و؛نه اديان.

د پېغمبرانو،نابغو او سترو فيلسوفانو يو توپير په دې کې دى،چې فيلسوفانو هر يو ځان ته ځانګړى ښوونځى درلود؛نو ځکه تل په نړۍ کې “فلسفې” وې؛نه “فلسفه”؛خو تل الهي پېغمبران يو د بل تاييدونکي او تصديقوونکي ول او يو بل يې نه نفې کاوه.که هر يو پېغمبر د بل پېغمبر په چاپېريال او وخت کې و؛نو د هماغه په څېر قانون به يې راوړ.

قرآن ټينګار کوي،چې د پېغمبرانو لړۍ يوه ده او پخوانيو پېغمبرانو د راتلونکيو پېغمبرانو د راتګ زېرى ورکړى و او وروستي پېغمبران د تېرو پېغمبران تاييدونکي ول او هم په دې خبره ټنيګار کوي،چې له ټولو پېغمبرانو کلکه ژمنه اخستل شوې،چې يو د بل تاييدونکي به وي .

((وَإِذْ أَخَذَ اللّهُ مِيثَاقَ النَّبِيِّيْنَ لَمَا آتَيْتُكُم مِّن كِتَابٍ وَحِكْمَةٍ ثُمَّ جَاءكُمْ رَسُولٌ مُّصَدِّقٌ لِّمَا مَعَكُمْ لَتُؤْمِنُنَّ بِهِ وَلَتَنصُرُنَّهُ قَالَ أَأَقْرَرْتُمْ وَأَخَذْتُمْ عَلَى ذَلِكُمْ إِصْرِي قَالُواْ أَقْرَرْنَا قَالَ فَاشْهَدُواْ وَأَنَاْ مَعَكُم مِّنَ الشَّاهِدِينَ (آل عمران/٨١)= او ( درياد كړه) چې کله خداى له پېغمبرانو ( او له لارويانو يې ) ټينګه ژمنه واخسته، چې كله مې تاسې ته كتاب او حكمت دركړ او بيا كوم پېغمبر درغى او هغه ( لار ښوونې) يې تصديق كړې،چې له تاسې سره وې؛نو ايمان پرې راوړئ او ملا تړ به يې كوئ . بيا (خداى) ورته وويل : (( ايا پردې موضوع مو اقرار وكړ او په دې مو له ما سره ټينګه ژمنه ده؟)) هغوى وويل: (( (هو) اقرار مو وكړ .)) ( خداى ورته ) وويل: (( نو شاهدان او سئ او زه هم درسره شاهد يم .))

قرآن کريم،چې د خداى دين له آدمه تر خاتمه يو پرله پسې بهير ښيي؛ نه څو؛يو نوم پرې ږدي او هغه “اسلام” دى؛البته مراد دا نه دى،چې په ټولو وختونو کې د خداى دين په همدې نامه يادېده او په دې نامه په خلکو کې مشهور و؛بلکې مراد دادى،چې دين يوه منځپانګه لري،چې غوره معرفي کوونکى يې د “اسلام” لفظ دى؛وايي:

((إِنَّ الدِّينَ عِندَ اللّهِ الإِسْلاَمُ(آل عمران/١٩)= په حقيقت كې د خداى پر وړاندې (خو يوازېنى) دين همدا اسلام ( او د حق پر وړاندې تسلېمېدل) دي.))

يا دا چې وايي:

((مَا كَانَ إِبْرَاهِيمُ يَهُودِيًّا وَلاَ نَصْرَانِيًّا وَلَكِن كَانَ حَنِيفًا مُّسْلِمًا وَمَا كَانَ مِنَ الْمُشْرِكِينَ (آل عمران/٦٧)= ابراهيم نه يهودى و،نه نصراني؛بلكې سپېڅلى مؤحد او مسلمان و او هېڅكله له مشركانو نه و .))

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • له ملگرو سره یي شریک کړئ.

    ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

    نظر مو وویاست