تبلیغات

د زهد فلسفه دا څرګنده ده،چې آنحضرت (ص) او حضرت علي (ک) زاهدنه ژوند درلود او په ژوند کې یې پر ځان سختي کوله . دا عمل دوه ډوله تفسیرولای شو: یو دا چې ووایو: په مطلق ډول بشر ته د اسلام حکم دا دی،چې ددې جهان له نعمتونو او خیرونو ډډه وکړﺉ؛لکه څرنګه،چې اسلام […]

د زهد فلسفه

دا څرګنده ده،چې آنحضرت (ص) او حضرت علي (ک) زاهدنه ژوند درلود او په ژوند کې یې پر ځان سختي کوله . دا عمل دوه ډوله تفسیرولای شو: یو دا چې ووایو: په مطلق ډول بشر ته د اسلام حکم دا دی،چې ددې جهان له نعمتونو او خیرونو ډډه وکړﺉ؛لکه څرنګه،چې اسلام په عمل کې پر اخلاص او په عبادت کې پر توحيد او په رښتیا ویلو،امانت،پاکۍ او مینې حکم کوي؛نو دغسې د نړۍ له نعمتونو د ډډې حکم هم کوي؛لکه څرنګه،چې هغه چارې پخپل ذات کې بشر ته کمال دي او په ټولو وختونو کې باید خلک مؤحد وسي؛رښتیا ووايي،امانت ساتي او مینه ناک وي او له دروغو ډډه وکړي؛نو دا شان په ټولو وختونو او هر ډول شرایطو کې اړین دي،چې د دنیا له نعمتونو او خیراتونو ډډه وکړي .

بل تفسیر دا دی،چې ووایو: څه چې په ګروهې یا اخلاقو یا له خدای سره د انسان اړیکه ده او څه چې د معیشت د ټاکنې په طریقې پورې اړه لري؛نو په دې دواړو کې توپیر دی . دا چې آنحضرت (ص) او حضرت علي (ک) په خوړو،جامو او کور کې پر ځان سختي کوله؛نو له دې کبله نه ول،چې په ژوند کې پراختیا،بالذات- په ذات کې ناوړه چار دى؛ بلکې په نورو څیزونو پورې اړه لري . یو دا چې د هغه وخت او پېر په حالت پورې اړه لري،چې ټولو خلکو ته وسیله برابره نه وه،عمومي بېوزلي وه،د داسې حالت غوښتنه دا ده،چې له نورو سره لاسنیوی او همدردي وشي،په لږو قناعت وشي او پاتې نورو ته ورکړي،پردې سربېره، هغوی په خپل وخت کې مشران ول، د مشر دنده له نورو سره توپیر لري،چې د ټولو سترګې مشر ته وي .

حضرت علي (ک)،چې په “بصره” کې “علاء بن زیاد حارثي” ته ورغی،هغه له خپل وروره ګیله وکړه،چې ورور مې دنیا ته شا کړې،زړې جامې اغوندې او کوړمه- ښځه او بچي یې پریښي دي. حضرت علي ورته وویل:را یې ولئ . چې راغى ورته یې وویل : ولې پر ځان سختي کوې او ځان کړوې؟ ولې دې پر ښځه او بچو نه لورېږې؟ خدای،چې په دنیا کې حلال او پاک نعمتونه پیدا کړي؛نو د خدای بد ايسي،چې ته ترې ګټنه وکړې؟داسې انګېرې،که څوک له نعمتونو برخمن وي؛نو د خدای به نه خوښېږي؟ ده ورته وویل : امیر المؤمنینه! ته خو هم زما په شان یې، ته خو هم له ښو جامو او ښو خوړو ډډه کوې . حضرت علي وویل : زه درسره توپیر لرم، زه د امت مشر یم، د ټولو د ژوند مسوول یم او بايد د ټولو د ژوند په سوکالۍ او پراختیا کې تر ممکن حده هڅه وکړم،که ترهغې اندازې ونشو او ځینې پکې نشتمن پاتې شول،دا چې زه پر دې مقام یم؛نو راباندې اړین دي؛ لکه د یو نشتمن او کمزوري په شان ژوند وکړم،چې نشتمني او بې برخېتوت،نشتمن لا زیات خپه نه کړي،لږه تر لږه اروایز کړخت یې راکم کړم،چې رانه خوشحاله وي .

دا دوه ډوله تفسیرونه ول،چې د آنحضرت (ض) او حضرت علي (ک) له زاهدانه ژونده یې کړای شو.

که لومړی تفسیر سم وای،ټول به هر وخت که څه هم ګردو ته وسیله برابره وای او که نه وای،که خلک په پراخۍ کې وي او که نه؛هغه شان دې ژوند وکړي،که څه هم نورو امامانو هم په لومړۍ درجه کې د هغه ژونددود لاروي کوله .

که دویم تفسیر سم وي؛ نه! اړینه نه ده،چې ټول ترې لاروي وکړي،هغه شان ژوند د هماغه حالت او اوخت پورې اړه درلوده،له هغه وخت سره په ناورته وختونو کې ترې لاروي اړینه نه ده.

د امام صادق ژوند او ویناوو ته،چې ګورو؛وینو،چې د ژوند ظاهر یې له آنحضرت (ص) او حضرت علي (ک) سره توپیر لري، د همدې ټکي له امله و او خپله امام صادق دا ټکى د خپل وخت خلکو ته د زهد د فلسفې په هکله ویلی و.

دا څه مې،چې وویل،د امام صادق له ښوونو اخستل شوي ول .

د امام صادق په وخت کې یوه ډله راپیدا شوه،چې د آنحضرت سیرت یې په زهد او له دنیا څخه د مخ اړونې په بڼه تفسیراوه اوګروهمن ول،چې مسلمان دې تل او په هر وخت کې هڅه وکړي،چې د دنیا له نعمتونو ډډه وکړي . دې مسلک او لارې ته یې د زهد نوم ورکاوه او په هغه وخت کې ورته “متصوفه” ویل کېده .”سفیان سوري” له دې ډلې ځنې دی. سفیان د اهل سنتو له فقهاوو ځنې دی او په فقهي کتابونو کې ترې ډېری قولونه او آندونه رانقل شوي دي . نوموړي د امام صادق په وخت کې ژوند کاوه او امام صادق ته یې تګ راتګ کاوه او پوښته به يې .

په “کافي٥/٧٠-٦٠” کې یې کښلي : یوه ورځ سفیان،امام صادق ته راغی،ویې لیدل،چې امام صادق سپېنې او ښکلې جامې اغوستې دي،ده پرې نیوکه وکړه، ویې ویل: د رسول الله زویه! درسره نه ښايي،چې ځان په دنیا ککړ کړې .امام ورته وویل : ممکن دا ګومان درته د رسول اکرم او صحابه وو د ژوند له حالته پيدا شوى وي . هغه حالت درته انځور شوى اوګومان دې کړى،چې لکه د نورو دندو په شان د خدای له خوا یوه وظیفه ده او مسلمانان دې تر قیامته يې وساتي او هماغه شان ژوند دې وکړي؛خو پوه شه،چې دا شان نه ده . رسول اکرم په داسې ځای او وخت کې ژوند کاوه،چې نشتمني ډېره وه او عامه خلک د ژوند له لومړیو لوازمو او وسایلو بې برخې ول .که په یو وخت او پېر کې وسایل او لوازم برابر شو؛نو هغه شان ژوند ته اړتیا نشته او الهي نعمتونو ته وړ خلک مسلمانان او نېکچاري دي؛ نه بل څوک .

دا اوږده کيسه ده،چې امام صادق له سفیان او ملګرو سره یې د خپلې ادعا په هکله ډېر استدلالونه وکړل،چې د هغوی ادعا یې رد کړه،دلته ټوله کيسه نشو راوړای .

 

ثابت اصول او بدلېدونکي اصول

دا اړپیچ او د سیرت ظاهري تعارض راته د ديني مشرانو په ويناوو کې څرګندېږي،چې د اسلام له نظره د معیشت او کورني لوازمو په برخه کې داسې څیزونه دي،چې ثابت او نه بدلېدونکي اصول ګڼل کېږي او ځینې داسې څیزونه دي،چې داسې نه دي . یو ثابت آر دا دی،چې یو مسلمان دې خپل ژوند د عامو خلکو له ژونده جلا نه ګڼي او خپل ژوند دې د عامو له ژوند سره تطبیق کړي . دا مانا نه لري،چې ځینې خلک دې په بدمرغۍ کې اوسي او ځینې نور دې په نعمتونو کې ډوب وي او لاقل من…،که څه هم فرض کړو،چې شتمني یې په حلالو لاس ته راوړې وي .

د خپل وخت له غوښتنې سره سم امام صادق هم خپلې کورنۍ ته پراختیا ورکړې وه،یو ځل سوکړه-قحطي شوه،امام صادق خپل خادم ته وویل: د خوړو څومره زېرمه لرو؟ ورته یې وویل : څو میاشتو ته بسیا ده. امام وویل : ټوله یوسه او په بازار کې یې وپلوره . خادم وویل :که ومو پلورله؛نو نور غنم نشو تر لاسه کولای . امام وویل: اړینه نه ده،بیا به یې لکه د نورو خلکو په شان له نانوايي واخلو. بیا امام،خادم ته وویل،چې ډوډۍ پخوې؛نو نیمه دې د جوارو او نیمه دې د غنمو وي؛یعنې هغه ډوډۍ وي،چې ډېری خلک یې خوري . امام وویل : غواړم په دې سختۍ او تنګلاسې کې مې بچو ته د غنمو ډوډۍ ورکړم؛خو دا مې خوښېږي،چې خدای وویني،زه له خلکو سره همدرده یم .

زهد بل ثابت او نه بدلېدونکی آر دی،چې په ټولو وختونو کې غوره دی . زهد؛یعنې عزت نفس . دا ښه دي،چې انسان په ټولو وختونو او حالاتو کې د مادي چارو پر وړاندې بې پروا وي . دین په دنیا او فضیلت او اخلاق په پيسو او مقام ونه پلوري،مادي چارو ته د وسیلې په سترګه وګوري؛نه د موخې .

خو نورې چارې،چې د ژوند د وسایلو په شتوالی او نشتوالي پراخۍ او تنګلاسۍ پورې اړه لري،ثابتې او نه بدلېدونکې چارې نه دي،ممکن په یو وخت کې غوښتنه یو شان وي او په بل وخت کې بل شان؛لکه څرنګه،چې آنحضرت (ص) او حضرت علي (ک) یو شان ژوند درلوده او امامانو بل شان .

 

دنيا د دين له نظره

دلته مو له دينه مراد اسلام دى او په دې ويينه کې مو ډېرى پام هغه سول ته دى،چې قرآن يې لري . پکار ده،چې دا سول روښانه شي؛ځکه په ټولنه کې دود ده،چې که څوک غواړي چاته نصيحت وکړي؛نو نصيحت يې د دينا رټنه او دنيا ته د شا کولو سپارښتنه ده او څومره شعرونه او نثرونه،چې دنيا رټنې ته ليکل شوي،بل هېڅ څيز ته هم نه دي ليکل شوي.

دا مطلب په خلکو له روزنې،اخلاقو او په هغه توجه پورې اړوند ده،چې بايد ژوند ته يې ولري.له دې اړخه لومړۍ درجه اهميت لري؛که ښه او معقول تفسير شي؛د اخلاقو پر تهذيب،د نفس پر عزت او د وګړي پر ټولنيزو اړيکو او نېکمرغۍ به اغېزمن وي او که ناوړه تفسير شي؛نو د ټولو وګړيزو او ټولينزو بدمرغيو لامل به شي.

 

د زهد غلط تفسير

ددې غلط تفسير يو علت په اسلام کې تر اسلامه د مخکېنيو فلسفو راننوتل دي،چې بنسټ يې نړۍ ته د بدويني او د روزګار شريت دى، چې دا فکر له نامسلمانو ملتونو اسلامي امت ته راننووتى دى. په دې څوارلس پېړيو کې،چې په اسلامي تاريخ کې کومې ناوړه پېښې رامنځ ته شوې؛نو طبعاً يې دنيا ته د بې لېوالۍ او بدوينۍ فلسفې رامنځ ته کړې.

اوس بايد وګورو،چې په دې هکله د قرآن سول څه دى.آيا کړاى شو همدا د بدوينۍ فلسفه له اسلامه راوسپړو يا داچې په قرآن کريم داسې مطلب نه موندل کېږي.

 

زهد په قرآن کريم کې

سره له دې،چې قرآن کريم د دنيا فاني ژوند د دې وړ نه ګڼي،چې انسان يې خپل وروستى او اصلي موخه کړي : ((الْمَالُ وَالْبَنُونَ زِينَةُ الْحَيَاةِ الدُّنْيَا وَالْبَاقِيَاتُ الصَّالِحَاتُ خَيْرٌ عِندَ رَبِّكَ ثَوَابًا وَخَيْرٌ أَمَلًا (کهف/٤٦) = شته او زامن د دنيوي ژوند ښايست دى او ستا د پالونكي پر وړاندې د ثواب له اړخه او (هم) د هيلو له اړخه، همېشنۍ نېكۍ (كړنې) غوره دي.))

خو ورسره نه وايي،چې موجودات او کائنات او نظامونه ناوړه،غلط او باطل دي؛پر عکس دا نظام رښتينى او حق ګڼي،وايي :

((وَمَا خَلَقْنَا السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضَ وَمَا بَيْنَهُمَا لَاعِبِينَ (دخان/٣٨) = موږ اسمانونه او ځمكه او د دواړو ترمنځ څيزونه (بې موخې او) لوبو ته نه دي پيدا كړي.))

قرآن کريم پر ژويو او مخلوقاتو قسم خوري.

((وَالشَّمْسِ وَضُحَاهَا. وَالْقَمَرِ إِذَا تَلَاهَا .وَالنَّهَارِ إِذَا جَلَّاهَا. وَاللَّيْلِ إِذَا يَغْشَاهَا . وَالسَّمَاء وَمَا بَنَاهَا . وَالْأَرْضِ وَمَا طَحَاهَا . وَنَفْسٍ وَمَا سَوَّاهَا (شمس/٧-١)= پر لمر او د پلوشو پر ځلا يې قسم ! او پر سپوږمۍ قسم،چې كله په هغه (لمر) پسې راوخېژي! او پر ورځې قسم،چې كله هغه (لمر) ښكاره كړي! او پر شپه قسم،چې كله هغه (لمر) پټ كړي! پر اسمان او جوړوونكي يې قسم! پر ځمكه او غوړوونكي يې قسم! پر( انساني ) نفس او سموونكي يې قسم!))

په بل ځاى کې وايي :

((وَالتِّينِ وَالزَّيْتُونِ . وَطُورِ سِينِينَ . وَهَذَا الْبَلَدِ الْأَمِينِ (تين/٣_١)= پر انځر او ښونه قسم! [يا: پر شام او بيت المقدس قسم]! او پر “طور سينين” قسم! او (د مکې) پردې (له) امن [و امانه پر ډک] ښار قسم!))

((وَالْعَادِيَاتِ ضَبْحًا . فَالْمُورِيَاتِ قَدْحًا. َالْمُغِيرَاتِ صُبْحًا(عاديات/١_٢)= مجاهدينو) پر ځغلندو [اسونو] قسم،چى په ((پرشهار)) ساه اخلي! پر هغو [اسونو] قسم چې (په خپلو سومونو د دښتو له ډبرو) سپرغۍ الوځوي، په سهار كې پر يرغل کوونكيو قسم، ))

((الَّذِي خَلَقَ سَبْعَ سَمَاوَاتٍ طِبَاقًا مَّا تَرَى فِي خَلْقِ الرَّحْمَنِ مِن تَفَاوُتٍ فَارْجِعِ الْبَصَرَ هَلْ تَرَى مِن فُطُورٍ(ملک/٣)= هغه [الله] چې لاندې باندې اوه اسمانونه يې پيداكړي دي؛د رحمان (خداى) په پېدايښت كې به هېڅ راز نيمګړتيا او تضاد و نه مومې؛نو سترګې واړوه! ايا څه چاود [او نيمګړتيا] پكې وينې؟!))

هستۍ ته بدويني له بېخه د اسلامي فلسفې له مرکزي هستې؛يعنې توحيد سره اړخ نه لګوي. ددې ډول څرګندونو بنسټ توکيزپالي ده،چې د دوى په ځينو فلسفو کې هستۍ ته دوه اصله او مبداء قايل دي؛يو د “خير ښېګڼې” او بله د “شر او بدۍ” مبداء.

خو په هغه دين کې دې ډول څرګندونو او ګروهو ته هېڅ ځاى نشته،چې بنسټ يې توحيد او پر لوراند،لورين،حکيم او عليم خداى ګروهه ده.

څه چې د د نيا زوال او فنا ورته ويل شوى او له هغې بوټي سره ورته شوى،چې د باران له امله له ځمکې سر راباسي،بيا وده کوي،ژېړ شي، وچ شي او په تدريج له منځه ولاړ شي؛نو په دې چار يې په حقيقت کې د انسان ارزښت اوچت کړى،چې خپله اصلي او وروستۍ موخه ماديات او مادي چارې و نه ټاکي او د دنيا ماديات د دې ارزښت نه لري،چې د انسان اصلي موخه شي او دا اړخ له دې سره هېڅ اړه نه لري،چې موږ دنيا په ذات کې شر او ناوړه وګڼو.

نو ځکه يو اسلامي عالم هم و نه ليدل شو،چې په هغو آيتونو يې روزګار او هستۍ ته د بدوينۍ مخونه ورکړې وي.

 

له دنياسره مينه رټل شوى چار دى؟

ځينې خلکو دې آيتونو ته داسې مخونه ورکړې،چې له دې آيتونو مراد په خپله دنيا نه ده؛ځکه دنيا خو همدا ځمکني او اسماني څيزونه دي او دوى خو بد نه دي او دا ټول د پالونکي د حکمت او ځواک نښې دي،چې بدېداى نشي؛بلکې له دنيا سره مينه او ورته لېوالتيا ناوړه او رټل شوې ده او لکه چې پوهېږئ دنيا ته د لېوالتيا د رټنې لپاره شاعرانو دومره شعرونه ويلي،چې نور پرې نه کېږي.

دا يو خپور شوى تفسير دى او ډېرى خلک،چې وپوښتئ،چې د دنيا د بدۍ مانا څه ده؛نو و به وايي،چې مانا يې داده،چې دنيا ته لېوالتيا بده ده؛ ګنې نو په خپله دنيا خو څه بده نه ده.

که دې تفسير ته ځير شو_که څه هم خورا مشهور او خپور شوى دى_؛نو بې نيمګړتيا نه دى او د قرآن له ويناوو سره اړخ نه لګوي؛ځکه لومړى بايد ووينو،چې دنيا ته د بشر لېوالتيا فطري،طبيعي او غريزي ده يا وروسته د ځانګړيو بهرنيو لاملونو؛لکه هڅونې او روږد له امله پکې پيدا شوې ده؟ د بېلګې په توګه : موروپلار له اولاد سره او اولاد له موروپلار سره مينه لري.مېړه له مېرمن او مېرمن له مېړه سره مينه کوي او هر څوک له خپلې شتمنۍ سره مينه لري او ډېرى نورو څيزونو ته لېوالتيا لري.دا لېواليتاوې فطري او طبيعي دي که مصنوعي او د که ناوړې روزنې پايله ده؟

اړنګ نشته،چې دا لېوالتياوې طبيعي او فطري دي او په دې بڼه څرنګه شونې ده،چې د انسان دنده دا وي،چې دا لېواليتاوې له ځانه لرې کړي؟ لکه څنګه،چې د انسان له وجوده بهر مخلوقاتو او ژويو ته شر نشي ويلاى او بې حکمته هم نه دي او لکه څنګه،چې د انسان د بدن تر ټولو کوچنى غړى هم بې حکمته نه دى؛همداسې د يو انسان يوه لېوالتيا،ځواک او غريزه هم بې حکمته نه ده او داسې نه ده،چې بې موخې پيدا شوي وي. له موروپلار، اولاد، مېرمن، مېړه، شتمنۍ او له خپل درناوي او پرمختګ سره مينه او ورته لېوالتيا ستر حکمتونه لري،چې بې له دوى د بشر ژوند شيندل کېږي.

پردې سربېره په خپله قرآن کريم همدا مينې د پالونکي د حکمت نښې ښوولي دي.

((وَمِنْ آيَاتِهِ أَنْ خَلَقَ لَكُم مِّنْ أَنفُسِكُمْ أَزْوَاجًا لِّتَسْكُنُوا إِلَيْهَا وَجَعَلَ بَيْنَكُم مَّوَدَّةً وَرَحْمَةً إِنَّ فِي ذَلِكَ لَآيَاتٍ لِّقَوْمٍ يَتَفَكَّرُونَ (روم/٢١)= او د هغه له نښو داده چې تاسې ته يې همدا ستاسې له (جنسه) مېرمنې پيداكړې،چې ورسره ارام ومومئ او ستاسې ترمنځ يې مينه او مهرباني پيداكړه. هو! په دې (نعمت) كې هغې ډلې ته نښې دي، چې فكر كوي.))

که له همسر (مېړه يا مېرمن) سره مينه بده وه؛نو په دې آيت کې به د خداى د حکمت او تدابيرو له نښو نه شمېرل کېده.

څرګنده ده،چې دا مينه د خلکو په خټه کې ايښوول شوې ده او روښانه ده،چې دا لېوالتياوې د نړۍ د نظم او چورليدو لپاره سريزه او وسيله ده.

که دا لېوالتياوې نه وې؛نو نه به ځوځات دوام موند او نه به ژوند او تمدن پرمختګ کاوه؛نه به کار و نه کسب او نه خوځښت؛بلکې بشر به د ځمکې پر مخ نه و پاتې.

  

د حل لارې چارې

د دنيا په باب دا دوه نظره،چې يو د هغو کسانو نظر و،چې هستۍ يې په خپل ذات کې شر،فساد او تباهي ګڼله او د هغو کسانو نظر و،چې پخپله دنيا ښه ګڼي؛خو دنيا ته لېوالتيا بده ګڼي.

هغوى،چې دنيا ته بد کڅي دي؛نو بې له پوچۍ او ځان وژنې د بشر نېکمرغۍ او ژغورنې ته هېڅ لار نه لري .

هغوى چې ويلي دنيا بده نه ده او دنيا ته لېوالتيا بده ده،وايي: د بشر د نېکمرغۍ لار داده،چې له دې لېوالتياوو سره مبارزه وشي او له بېخه راونړول شي؛نو هغه مهال به انسان د شرور له منګولو خلاصى ومومي او د نېکمرغۍ شاهد به په غېږ کې ونيسي.

ددې دوو ډلو په ځواب کې بايد وويل شي،چې د انسان په اروا کې،چې کومې طبيعي او فطري لېوالتياوې دي،د دقيق فلسفي نظر له مخې،_چې ارواپوهان يې هم تاييدوي_ د رانړولو او له منځه وړو وړ نه دي؛خو دومره کېداى شي،چې په رياضتونو او مجاهدتنو يې پر شا و تمبوو او باطن شعور ته وتښتي او بيا احياناً په بله خطرناکه بڼه راښکاره شي او د جسمي او اروايي ناروغۍ لامل شي.

هره غريزه د انسان په وجود کې د حرکت او خوځښت لپاره يو ځواک دى ا و بېځايه او بې حکمته نه دى پيدا شوى؛نو ولې بايد دا ځواکمن مرکز ويجاړ او له منځه يووړل شي.

 

د قرآن منطق

له قرآنه دا نه استنباطېږي،چې له بېخه له دنيا سره مينه او ورته لېوالتيا بده او ناوړه ده او لاره چاره يې هم دا نه ده ښوولې،چې بايد لېوالتياوې وځپل شي.

په قرآن کې په توکيزو او دنيوي چارو قناعت او پرې زړه بايلل رټل شوي دي.

((الْمَالُ وَالْبَنُونَ زِينَةُ الْحَيَاةِ الدُّنْيَا وَالْبَاقِيَاتُ الصَّالِحَاتُ خَيْرٌ عِندَ رَبِّكَ ثَوَابًا وَخَيْرٌ أَمَلًا (کهف/٤٦)= شته او زامن د دنيوي ژوند ښايست دى او ستا د پالونكي پر وړاندې د ثواب له اړخه او (هم) د هيلو له اړخه، همېشنۍ نېكۍ (كړنې) غوره دي.))

نو خبره د موخې او مطلوب کمال ده.

قرآن کريم دنياوال داسې ښيي:

((إَنَّ الَّذِينَ لاَ يَرْجُونَ لِقَاءنَا وَرَضُواْ بِالْحَياةِ الدُّنْيَا وَاطْمَأَنُّواْ بِهَا وَالَّذِينَ هُمْ عَنْ آيَاتِنَا غَافِلُونَ (يونس/٧)= په حقيقت کې هغوى چې له موږ سره پر مخامتيا( او د قيامت پر ورځې) ايمان نه لري او د دنيا په ژوندخوښ او ډاډه شوي دي او هغوى چې زموږ له آيتونو ناخبره (غافل ) دي؛))

په دې آيت کې په مادياتو د قانع کېدو او خوښېدو خبره ده او دنياوالي په دې مانا رټل شوې ده.

((فَأَعْرِضْ عَن مَّن تَوَلَّى عَن ذِكْرِنَا وَلَمْ يُرِدْ إِلَّا الْحَيَاةَ الدُّنْيَا . ذَلِكَ مَبْلَغُهُم مِّنَ الْعِلْمِ إِنَّ رَبَّكَ هُوَ أَعْلَمُ بِمَن ضَلَّ عَن سَبِيلِهِ وَهُوَ أَعْلَمُ بِمَنِ اهْتَدَى (نجم ٣٠_٢٩)= نو له هغه مخ واړوه، چې زما له ياده يې مخ اړولى وي او يوازې د دنيا مادي ژوند غواړي.پوهه يې همدومره ده. په رښتيا ستا پالونكى هغه ښه پېژني، چې له لارې يې بې لارې شوى او (همداراز) هغه هم ښه پېژني، چې سمه لار يې موندلې ده.))

بيا هم د هغو کسانو خبره ده،چې بې له دنيا بله مطلوبه موخه نه لري او د فکر کچه يې تر مادياتو لوړه نه ده.

((زُيِّنَ لِلنَّاسِ حُبُّ الشَّهَوَاتِ مِنَ النِّسَاء وَالْبَنِينَ وَالْقَنَاطِيرِ الْمُقَنطَرَةِ مِنَ الذَّهَبِ وَالْفِضَّةِ وَالْخَيْلِ الْمُسَوَّمَةِ وَالأَنْعَامِ وَالْحَرْثِ ذَلِكَ مَتَاعُ الْحَيَاةِ الدُّنْيَا وَاللّهُ عِندَهُ حُسْنُ الْمَآبِ (آل عمران/١٤)= خلكو ته له مادي چارو سره مينه؛ ښځې او اولادونه او د سرو سپينو زيرمې او كره اسونه او څاروي او كروندې ښايسته ګرځول شوې دي ( چې په رڼا كې يې وازمېيل او وروزل شي؛ خو كه ) دا څيزونه د انسان وروستى موخه شي؛ نو د ( مادي ) پرېوتي ژوند پانګه به وي او ( حال دا چې ) نېكه پايله له خداى سره ده.))

په دې آيت کې هم د طبيعي لېوالتيا خبره نه ده؛خبره په دې کې ده،چې ځينو خلکو ته شهوت ښکلا ښوول شوې او وګړي يې پر ځان بوخت کړي دي او د مطلوب کمال بڼه يې غوره کړى دى.

((أَرَضِيتُم بِالْحَيَاةِ الدُّنْيَا مِنَ الآخِرَةِ فَمَا مَتَاعُ الْحَيَاةِ الدُّنْيَا فِي الآخِرَةِ إِلاَّ قَلِيلٌ .( توبه/٣٨)= ايا د اخرت پر ځاى مو دنيوي ژوند خوښ كړى دى؟حال دا چې له دنيوي ژونده ګټنه د اخرت په پرتله ډېره لږه ده .))

دا ټولې نيوکې پر دنيا او مادياتو خوښۍ او قناعت ته وې.

له شتمنۍ،اولاد او د ژوند له نورو چارو سره مينه پر دنيوي ژوند او مادي چارو له قانعېدو سره توپير لري.

چې کله موخه يوازې دا وي،چې بشر دې په مادي لېوالتياوو پورې محدود نشي؛نو لاره چاره يې د طبيعي مادي لېواليتاوو له منځه وړل او ځپل نه دي؛بلکې لاره چاره يې د يو لړ نورو لېوالتياوو ازادول او په کار اچول دي،چې تر جسمي لېوالتياوو وروسته پيدا کېږي،چې خوځښت او راژوندي کېدو ته اړتيا لري .

نو په حقيقت کې ديني ښوونې په انسان کې د لوړو شعورونو د راژوندي کولو لپاره دي،چې دا شعورونه د بشر په فطرت او غريزه کې دي او داچې خورا اوچتې دي او له لوړپوړي انساني مقامه سرچينه اخلي؛نو راويښېدل يې وخت غواړي او خوځښت او راژوندي کېدو ته اړتيا لري او دا شعورونه په مانيزو چارو پورې اړوند دي.

هره لېوالتيا يوه چينه ده،چې د انسان له روح رابهېږي.د دين موخه د محسوسو مادي چينو ټپول نه دي؛موخه يې د معنوياتو د چينو راسپړل دي او په بله وينا: موخه يې دا نه ده،چې دا محسوس ځواکونه له هغه بريده راکم کړي،چې حکيم پالونکي پنځولي دي؛بلکې موخه يې د يو لړ معنوي ځواکونو ازادول دي.په ساده مثال مطلب روښانوم.

څوک يو ماشوم لري او په ښوونځي کې يې شاملوي؛نو چې پلار ويني،چې د ماشوم ټوله لېوالتيا يې ګېډې او لوبو ته ده؛نو خپه کېږي، ګېډو او سات تېرى ورته وايي او هر وخت يې ملامتوي؛ځکه خوښېږي، چې ماشوم يې ليک لوست سره مينه ولري او معمولاً دا مينه او لېوالتيا تر لوبو او خوړو وروسته پيدا کېږي او پردې سربېره،هڅونې ته هم اړتيا لري.د زده کړې غريزه په هر بشر که شته؛خو راويښولو او هڅونې ته اړتيا لري .

خو دا دليل نشي کېداى،چې پلار يې نه غواړي ماشوم يې لوبو او خوراک ته لېوالتيا و نه لري او که يوه ورځ يې احساس کړل،چې له خوراک او لوبو سره يې مينه له منځه تللې؛نو خورا خپه کېږي او داسې به و انګېري،چې ماشوم يې ناروغ دى؛نو طبيب ته به يې يوسي؛ځکه پوهېږي،روغ ماشوم سره له دې،چې له ليک لوست او ښوونځي سره مينه لري،بايد لوبې او خوراک هم وکړي؛نو پلار،چې ماشوم په لوبو او خوراک ملامتوي؛په حقيقت کې نه غواړي ماشوم يې يوازې د لوبو او خوړو په انحصار او کړۍ کې شي.

 

په اسلامي نړۍ ليد کې ددې سول ريښه

قرآن کريم يوازې ماديات ددې نړۍ سرچينه نه ګڼي او سره له دې،چې ددې نړۍ په ستروالي منښته کوي،په څنګ کې يې پر بلې سترې او پراخې سرچينې قايل دى،چې ددې نړۍ ارزښت د هغې نړۍ پر وړاندې ناڅيزه ګڼي. انسان ته وايي،چې ژوند يوازې دنيوي نه دى او په آخرت کې هم ژوندون شته؛نو سره له دې،چې د قرآن له نظره انسان د همدې دنيا د ونې مېوه ده؛خو د وجود لمن يې له نړۍ هاخوا رسي؛نو انسان له دې دومره ارزښت سره نه ښايي خپله اصلي موخه يوازې همدا نړۍ او ماديات وټاکي او ځان دې پر دنيا و نه پلوري.

حضرت علي (نهج البلاغه/٣٢ خطبه) وايي: (( څومره ناوړه معامله به يې کړې وي،چې څوک ځان پر دنيا وپلوري.))

 

اخلاق او نړۍ پالي

دا خبره د نړۍ نورو روزنيزو ښوونځيو هم منلې،چې د بشر ټولنيزې روزنې ته او دا چې بشر ټولنيز ژوند ته چمتو والى ولري؛بايد داسې چار وشي،چې وګړي مانيزې موخې او ارمانونه ولري او مادياتو ته حرص و نه لري او څومره چې مادياتو ته حرص او تمه ډېره وي؛نو هومره د ټولنې د ويجاړۍ لاملېږي .

د وګړي د نېکمرغۍ له پلوه هم بايد افراط و نه کړو او د ځينو فيلسوفانو په څېر و نه ويل شي،چې نېکمرغي دنيا په شا کولو کې ده؛ خو اړنګ نشته،چې بې اعتنا او مستغني طبع د نېکمرغۍ لومړنۍ شرط دى.

شونې ده،چې ځينې و انګېري: داچې و مو ويل : مراد يوازې مادياتو ته د بشر له انحصاره مخنيوى دى؛نو دا وهم راپيدا شي،چې هم بايد له خداى سره مينه ولرو او هم له دنيا سره،هم ماده مطلوب کمال وټاکو او هم مانا؛يعنې يو ډول شرک . نه ! مراد دا نه دى. مراد دادى،چې انسان طبيعي څيزونو او چارو ته يو لړ لېوالتياوې،عواطف او زړه تړنې لري، چې د حکمت له مخې په انسان کې پنځول شوي دي او ټول الهي انبياء او اولياء له دې عواطفو برخمن ول او له امله يې د خداى شکرونه هم کول.

انسان پردې لېوالتياوو او عواطفو سربېره بل ظرفيت هم لري او هغه د مطلوب کمال او ارمان-ايديال درلودل دي . دنيا او ماديات نه ښايي انسان ته مطلوب کمال او ارمان شي او دا ډول مينه رټل شوې ده.

لېوالتياوې او عواطف يو لړ استعدادونه او د ژوند کولو وزلې دي؛خو د مطلوب کمال استعداد درلودل ځانګړى استعداد دى،چې د انسانيت له تل او د انسانيت له جوهره سرچينه اخلي،چې يوازې په انسان پورې ځانګړى دى.

پېغمبران ددې لپاره نه دي راغلي،چې ددې لېوالتياوو سرچينه وچه او ټپه کړي؛بلکې راغلي ول،چې دنيا او ماديات له مطلوب کماله بهر کړي او خداى او آخرت مطلوب کمال کړي.په حقيقت کې انبياء نه پرېږدي،چې دنيا او ماديات له خپل طبيعي ځاى؛يعنې له لېوالتيا او عاطفې والي _،چې يو طبيعي ځاى دى د انسانانو او څيزونو ترمنځ يو ډول طبيعي پيوند دى_ راووځي او په هغه سپېڅلي ځاى کې مېشت شي،چې زړه نومېږي او د انسان د وجود زڼى دى او د هغه انساني ظرفيت دى او د لايتناهي پر لوري د کشش مرکز دى؛ځکه د د کېناستو په حال کې خو بيا د انسان له الوتو مخه ونيسي.

دا چې قرآن وايي : ((مَّا جَعَلَ اللَّهُ لِرَجُلٍ مِّن قَلْبَيْنِ فِي جَوْفِهِ (احزاب/٤)= خداى د هېڅ سړي په ګوګل كې دوه زړونه نه دي اېښي.))

يعنې خداى د چا په ټټر کې دوه زړونه نه دي ايښي؛په دې مانا نه دي،چې خلک يا بايد خداى ته لېوالتيا ولري او يا بې له خدايه؛لکه اولاد،موروپلار او…..مراد دادى،چې انسان بايد “اعلى” موخه او هيله ولري او هغه دوه څيزه،چې سره نه يو ځاى کېږي، دادي چې اعلى موخه مو يا خداى وي يا دنيوي توکي؛ګنې څرګنده ده،چې په يو وخت کې له څو څيزونو سره مينه يو شونى چار دى.

 

 

 

 

 

 

 


له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • له ملگرو سره یي شریک کړئ.

    ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

    نظر مو وویاست