تبلیغات

د قرآن کريم اعجاز قرآن د انبياوو د خاتم تلپاتې معجزه ده.د قرآن راتګ په مکه کې په وړوکيو سورتونو پيل شو او له هماغه پيله به پرې پېغمبر اکرم ((تحدي)) کوله؛يعنې ادعا يې وکړه،چې قرآن زما چار نه دى او د خداى چار دى او داسې چار نه زه کړاى شم او نه بل […]

د قرآن کريم اعجاز

قرآن د انبياوو د خاتم تلپاتې معجزه ده.د قرآن راتګ په مکه کې په وړوکيو سورتونو پيل شو او له هماغه پيله به پرې پېغمبر اکرم ((تحدي)) کوله؛يعنې ادعا يې وکړه،چې قرآن زما چار نه دى او د خداى چار دى او داسې چار نه زه کړاى شم او نه بل بشر او که باور نه کوئ؛ نو له چا چې مرسته غواړئ،مرسته ترې وغواړئ او که کړاى شئ؛په څېر يې راوړئ؛خو دومره پوه شئ،چې که له انسانانو او پېريانو هم مرسته وغواړئ؛نو ددې کار وسه به و نه لرئ . د پېغمبر اکرم مخالفانو ته پخوا او نه اوس-چې اوس ترې څه د پاسه څوارلس پېړۍ تېرېږي- و نه شو کړاى ځواب يې ورکړي او د هغه وخت د مخالفانو وروستۍ خبره او ځواب داو،چې قرآن ((جادو)) دى.

پر قرآن د ((جادو)) تور لګول پخپله د قرآن د خارق العاده توب او د قرآن پر وړاندې د عجز ښوونه ده.

د پېغمبر اکرم مخالفانو هرې خوا او څيز ته لاس واچاوه،چې کمزورى يې کړي او يوازېنى کار،چې لاس يې ور وا نه چاوه-ځکه سل په سلو کې نهيلي ول-هماغه و،چې پېغمبراکرم يې پخپله وړانديز کړى و او قرآن هم په ډاګه ويلي دي؛يعنې لږ تر لږه د قرآن د آيت په څېر يو آيت راوړل.

 

 

د قرآن د اعجاز اړخونه

قرآن له بېلابېلو اړخونو معجزه ده؛يعنې فوق بشري دى.په ټوليزه توګه د قرآن اعجاز له دوو اړخو دى: لفظي او معنوي.

د قرآن لفظي اعجاز د ښکلا په مقولې پورې اړوند دى او مانيز اعجاز يې په علمي مقولې پورې اړوند دى؛نو د قرآن اعجاز يو د ښکلا او هنري پلوه دى او بل له فکري او علمي اړخه . دا دواړه اړخونه په تېره بيا علمي اړخ يې څو اړخونه لري .

    ټیګونه:
له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • له ملگرو سره یي شریک کړئ.

    ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

    نظر مو وویاست