تبلیغات

زړې جامې مه اغوندئ حضرت علي (ک)،چې په “بصره” کې “علاء بن زیاد حارثي” ته ورغی،هغه له خپل وروره ګیله وکړه،چې ورور مې دنیا ته شا کړې،زړې جامې اغوندې او کوړمه- ښځه او بچي یې پرېښي دي. حضرت علي ورته وویل:را یې ولئ . چې راغى ورته یې وویل : ولې پر ځان سختي کوې […]

زړې جامې مه اغوندئ

حضرت علي (ک)،چې په “بصره” کې “علاء بن زیاد حارثي” ته ورغی،هغه له خپل وروره ګیله وکړه،چې ورور مې دنیا ته شا کړې،زړې جامې اغوندې او کوړمه- ښځه او بچي یې پرېښي دي.

حضرت علي ورته وویل:را یې ولئ .

چې راغى ورته یې وویل : ولې پر ځان سختي کوې او ځان کړوې؟ ولې دې پر ښځه او بچو نه لورېږې؟ خدای،چې په دنیا کې حلال او پاک نعمتونه پیدا کړي؛نو د خدای بد ايسي،چې ته ترې ګټنه وکړې؟داسې انګېرې،که څوک له نعمتونو برخمن وي؛نو د خدای به نه خوښېږي؟

ده ورته وویل : امیر المؤمنینه! ته خو هم زما په شان یې، ته خو هم له ښو جامو او ښو خوړو ډډه کوې .

حضرت علي وویل : زه درسره توپیر لرم، زه د امت مشر یم، د ټولو د ژوند مسوول یم او بايد د ټولو د ژوند په سوکالۍ او پراختیا کې تر ممکن بريده هڅه وکړم،که تر هغې اندازې ونشو او ځینې پکې نشتمن پاتې شول،دا چې زه پردې مقام یم؛نو راباندې اړین دي؛ لکه د یو نشتمن او کمزوري په شان ژوند وکړم،چې نشتمني او بې برخېتوت،نشتمن لا زیات خپه نه کړي،لږه تر لږه اروایز کړخت یې راکم کړم،چې رانه خوشحاله وي .

 

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • له ملگرو سره یي شریک کړئ.

    ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

    نظر مو وویاست