تبلیغات

قرآیت او تفسیر په اسلامي علومو کې د قرآیت علم لومړی علم و،چې تکون یې وموند او تر دې وروسته د تفسیر علم دی، د قرآیت علم د قرآن په لفظ پورې مربوط دی،چې څرنګه وویل شي او د تفسیر علم د کلام الله مجید په مفاهیمو او معاني پورې اړه لري. د قرآیت په […]

قرآیت او تفسیر

په اسلامي علومو کې د قرآیت علم لومړی علم و،چې تکون یې وموند او تر دې وروسته د تفسیر علم دی، د قرآیت علم د قرآن په لفظ پورې مربوط دی،چې څرنګه وویل شي او د تفسیر علم د کلام الله مجید په مفاهیمو او معاني پورې اړه لري. د قرآیت په علم کې اصول ، قواعد، وقف، وصل، مد، تشدید او ادغام او وغیره بیانېږي، پردې سربېره د قرآن کریم ځینې کلمات په مختلفو شکلونو قرایت شوي دي، د هغوي د قرآیت مختلف شکلونه بیانېږي. صحابه کرامو قرآن له رسول الله (ص) څخه زده کړ. رسول الله (ص) به ځینې اصحابو کرامو ته مستقیما تعلیم ورکاوه او هغو،چې قرآن زده کړی و؛نو دوی یې ګومارلي وه،چې نورو ته یې هم وښيي. تابعینو،چې د رسول الله (ص) وخت یې نه و درک کړی؛نو قرآن کریم یې له صحابه کرامو څخه زده کړ. په همدې وخت کې و،چې د قرآن د صحیح تعلیم او قرآیت یوه متخصصه ډله رامنځ ته شوه او عام مسلمانان،چې په دې وخت کې یې تعداد ډېر شوی و؛نو دوی هم په ډېر شدید حرص سره د قرآن کریم د زده کړې لپاره دې متخصصینو ته مخه کوله.دې متخصصانو د قرآیت کیفیت له امامانو یا صحابه کرامو څخه روایت کاوه او دوی هر یو شاګردان او متخصصان تربیت کړل،چې د تاریخونو او تراجمو په کتابو کې ثبت دي.

دا چې د قرایانو د اختلاف علت څه دی؟ ایا د رسول الله (ص) په وخت کې هم مختلف قرآیتونه و او که نه؟ په لومړي فرض ایا خپله انحضرت (ص) اجازه ورکړې و،چې ځینې کلمات په مختلفو شکلونو سره ادا شي او په بل عبارت ایا له پیل څخه د قرآن ځینې کلمات په مختلفو شکلونو انحضرت (ص) ته وحی شوی وی یا دا چې د قرآیاتو د اختلاف علت هماغه څه دي،چې په نورو کتابونو کې د راویانو د نقل د اختلاف په واسطه پیدا کېږي؟ دا هغه مطلب دی،چې په بل ځای کې باید پرې بحث وشي. څه چې مسلم دي دا دي،چې مسلمانانو خپل نهايي کوښښ کاوه،چې قرآن هماغسې قرآیت کړي لکه څرنګه،چې رسول الله (ص) قرآیت کاوه؛نو له دې مخې یې قرآن له هغه چا څخه زده کاوه،چې بلاواسطه یا مع الواسطه یې له رسول اکرم (ص) څخه زده کړی و. په پیل کې قاریانو په شفاهي ډول او سینه په سینه د قرآیت فن له خپلو اساتېدو او معلمانو څخه زده کاوه او بیا به یې خپلو شاګردانو ته ښوده،چې بیا وروسته په دې علم کې کتابونه تالیف شول.ځینې مدعي شول،چې ابوعبیده قاسم بن سلام لومړنی کس و،چې د قرآیت په علم کې یې کتاب تالیف کړ،چې په ۲۲۴ هجري کې مړ شوی دی؛خو دا نظر مردود پېژندل شوی دی.

حمزه بن حبیب تر قاسم بن سلام څخه حدوداً یوه پېړۍ مخکې اوسېده او تر نوموړوي مخکې یې د قرآیت په فن کې کتاب لیکلی دی. هغه شان،چې علامه مرحوم سید حسن صدر تحقیق کړی او د کلام ابن الندیم له الفهرست او کلان نجاشي له فهرست څخه یې شاهد راوړی دی. ابان بن تغلب،چې د امام زین العابدین له مینه والو څخه دی، تر دې ټولو مخکې یې د علم د قرآیت په تدوین لاس پورې کړی دی. مرحوم صدر اثباتوي، حضرت علي لومړی کس و،چې قرآن یې جمع آوري او ولیکه. ابوالاسود دیلي لومړی کس و،چې قرآن یې نقظه ګذاري کړ( تر هغه وخته پورې په خط کې نقطه ګذاري معمول نه و)،چې نوموړې د حضرت علي له یارانو څخه و.ابان بن تغلب لومړنی کس و،چې د قرآیت په علم کې او همدارنګه د قرآن د معاني او د قرآن د مشکله لغاتو د توضیح په هکله یې کتاب ولیکه. حضرت ابی بن کعب لومړنی صحابي دی،چې د قرآن د فضایلو په اړه یې کتاب ولیکه او نوموړی د حضرت علي له یارانو څخه دی. فراء نحوي لومړنی ایرانی دی،چې د قرآن په مجازاتو کې یې تالیف وکړ، نوموړی د حضرت علي له پلویانو څخه دی. محمد بن سایب کلبي لومړنی کس دی،چې د قرآن د احکامو په اړه یې کتاب ولیکه. سعید بن جبیر لومړنی کس دی،چې په تفسیر کې یې تسنیف وکړ.( تأسيس الشيعة لعلوم الاسلام ، صفحات 316 – . 322)

په هر حال په تابعینو کې او د تابعینو په شاګردانو کې،چې په لومړۍ او دویمه پېړۍ کې اوسېدل لس کسان دي،چې د قرآیت د فن متخصصین پېژندل شوي دي. اوه کسان یې معروفتر، مشهورتر او معتبرتره دي او په (( قراء سبعه )) مشعور دي،چې عبارت دي له : نافع‏بن عبدالرحمن ، عبدالله بن كثير ، ابوعمرو بن العلاء ، عبدالله بن عامر ، عاصم بن ابی النجود ، حمزه بن‏ حيبب ، علی كسائی .

له دې اوو کسانو څخه څلور یې ایرانیان دي او درې نور یې غیر ایراني دي. له دې څلورو کسانو څخه دوه یې شیعه دي او په هغه نورو پاتې دریو کې یې هم دوه تنه شیعه دي.مرحوم علامه سید حسن صدر د ((تأسيس الشيعة لعلوم الاسلام ، صفحه ۳۴۶)) په کتاب کې له شیخ عبدالجلیل رازي څخه نقلوي،چې د علم قرآیت اکثره مشران ټول عدلیه ( شیعه یا معتزله) وه

که مکي و که مدني، که کوفي و او که بصري او که نور. په هر حال له اوو مشهورو کسانو څخه څلور یې مشهور ایراني قاریان وه:

۱- عاصم :

عاصم په اصطلاح له موالي څخه دی. د قرآیت په علم کې د ابوعبدالرحمن سلمی شاګرد دی،چې عبدالرحمن هم د حضرت علي شاګرد و. د عاصم قرآیت تر ټولو بهترین قرآیت ګڼل کېږي. په ریحانة الادب کې لیکي : د مصاحف اصل،چې نوعاً په کتابت کې یو معمولي اصل دی، د عاصم له قرآیت سره موافق لیکل شوی او د بل هر یو قاري قرآیت یې د هغه له نوم سره یوځای په حاشیو کې په سور خط لیکلی دی.(ريحانةالادب ، جلد4 ، چاپ دوم ، صفحه . 426)

عاصم په کوفه کې اوسېده او په هماغه ځای کې مړ شوی هم دی. د مجالس المومنین صاحب او ځینې نورو لکه علامه سید حسن صدر(تأسيس الشيعة لعلوم الاسلام ، صفحه . 346) تصریح کړي،چې عاصم شیعه و او حدوداً په ۱۳۰ هجري کال کې مړ شوی دی.

۲- نافع:

ابن الندیم په الفهرست کې تصریح کوي، چې نافع، اصفهانی الاصل دی،چې په مدینه کې اوسېده. په ریحانة الادب کې یې لیکلي نافع ډېر تو رنګی و او د قرآیت په فن کې د مدینې د خلکو امام و. نوموړي خپل قرآیت له یزید بن قعقاع څخه زده کړ،چې قعقاع له لسګونو قاریانو څخه دی. نافع په ۱۵۹ یا ۱۶۹ کې مړ شوی دی.

۳- ابن کثیر.

ابن الندیم وايي : ویل کېږي،چې ابن کثیر له ایراني اولادې څخه دی،چې انوشیروان هغه یمن ته استولی ،چې له حبشیانو څخه حکومت بېرته واخلي او سیف بن ذی یزن ته یې وسپاري،چې د انوشیروان دربار ته په تظلم راغلی و.

موږ مخکې په دې منطقه کې د اسلام په خپرولو کې د ایرانیانو د نقش په اړه خبرې کړي دي. په ریحانة الادب کې لیکي : ابن کثیر قرآیت له مجاهد څخه او ده هم له ابن عباس څخه او ابن عباس هم له حضرت علي څخه زده کړی و . ابن کثیر په ۱۲۰ هجري پېړۍ کې مړ شوی دی.

۴- کسايي :

څه چې د ابن الندیم په الفهرست کې راغلي؛نو له مخې یې د ده نوم علي دی او د پلار نوم یې حمزه بن عبدالله بن بهمن بن فیروز دی.کسايي د عربي ادب له مشاهیرو څخه او د نحوی له مشرانو څخه دی. هغه د هارون د زامنو استاد و. خراسان ته په سفر کې هارون سره یو ځای و او په ری کې مړ شو او پر همدې ورځ مشهور قاضی القضاء محمد بن حسن شیباني هم مړ شو او په ری کې خښ شو. هارون وویل نن مې فقه او عربیت دواړه په ری کې خښ کړل. کسايي د دویمې هجري پېړۍ په پای مړ شوی دی، کسايي هم شیعه و.

راځو تفسیر ته . د رسول الله (ص) په وخت کې به مسلمانانو د قرآن د آیتونو د ماناګانو او مفاهیمو په اړه له انحضرت (ص) څخه پوښتنې کولې. ځینې اصحاب د قرآن د آیتونو د مانا په فهم کې تر نورو ډېر بصیرت درلود؛نو له هماغه پیل څخه د قرآن د آیتونو په تفسیر کې مرجع ګڼل کېدل.حضرت عبدالله بن عباس او حضرت عبدالله بن مسعود (رضی الله عنهم) له دې کسانو څخه دي. ابن عباس په دې برخه کې ډېر شهرت لري، د هغه آرا د تفسیر په کتابونو کې ډېر رانقل کېږي. حضرت ابن عباس د حضرت علي شاګرد و او په دې شاګردې یې افتخار کاوه. حضرت ابن مسعود هم د حضرت علي شاګرد او د حضرت مینه وال و. سره له دې دومره علم سره،چې ابن عباس د تفسیر په برخه کې درلوده ؛خو بیا به یې هم ویل: د علي پر وړاندې داسې یم لکه د سمندر په مخې کې،چې یو څاڅکی وي.

جرجي زیدان مدعي دی،چې د لومړۍ هجري تر پای پورې د قرآن تفسیر ژبه په ژبه نقل کېده او مجاهد لومړی کس ،چې د قرآن تفسیر یې د کتابت په بڼه کړ( په ۱۰۴ هجري پېړې کې مړ شوی) او تر هغه وروسته د واقدي او طبري په شان کسانو په دویمه او درېمه پېړۍ کې تفسیرونه ولیکل.( تاريخ تمدن ، ترجمه فارسی ، جلد 3 ، صفحه . 95)

البته دا نظر صحیح نه دی. له مجاهد څخه مخکې ابن عباس او حتی سعید بن جیبر د تفسیر په نګارش لاس پوری کړی دی. د جرجي زیدان دا نظر د یو بل کلي نظر تابع دی،چې وايي، مسلمانانو په ټول اوله لومړۍ هجري پېړۍ کې هیڅ تالیف نه درلود. د جرجي زیدان نظر په قطعي دلایلو مردود پېژندل شوی دی. په اینده فصلونو کې به یې د نظر بطلان ته اشاره وکړو.

لیکوال : استاد مطهری

ژباړه : اجرالدین اقبال

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • له ملگرو سره یي شریک کړئ.

    ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

    نظر مو وویاست