تبلیغات

پر غم د برلاسۍ اسانه لار چې کوچنى وم ؛نو يوه کيسه مې واورېده،چې خورا اغېز يې راباندې وکړ؛يوه ورځ يو شاهزاده د يو کالو وينځونکي پر لور مين شو . د نجلۍ پلار ټينګار درلود،چې لور يې بايد له خپل انډول او د خپلى طبقې له هلک سره واده وکړي؛چاره نه وه او شاهزاده […]

پر غم د برلاسۍ اسانه لار

چې کوچنى وم ؛نو يوه کيسه مې واورېده،چې خورا اغېز يې راباندې وکړ؛يوه ورځ يو شاهزاده د يو کالو وينځونکي پر لور مين شو . د نجلۍ پلار ټينګار درلود،چې لور يې بايد له خپل انډول او د خپلى طبقې له هلک سره واده وکړي؛چاره نه وه او شاهزاده ولاړ او د نجلۍ له پلار سره پر کار بوخت شو . د نجلۍ پلار به تل دا هلک د سم کار د نه کولو له امله راټه؛خو دې شاهزاده د نجلۍ د مينې په پار هر څه زغمل اوکالي يې وينځل .

هلته،چې حقيقي مينه وي؛ايثار،سرښندنه،له ځان تېرېدل، کړخت،خپګان او سختي هم خواږه او په زړه پورې شي .

په انجيل کې راغلي دي، چې يعقوب اوه کاله خدمت وکړ ؛ خو داچې د يعقوب مينه حقيقي وه؛نو دا اوه کاله پرې د څو ورځو په څېر تېر شول .

که چېرې دا خبر له خداى سره د حقيقي مينې په باب وګڼو؛نو څومره څيزونه به اسان شي .

کنفسيوس په خواشينۍ ويلي دي : تر اوسه مې داسې سړى لا نه دى ليدلى،چې له اخلاقي فضايلو سره يې له خپلې ښځې سره مينه ډېره وي .

بشپړ انسان له خداى سره د مينې په لار کې کړخت ستر نه بولي .

يوه نجلۍ پېژنم،چې کلونه د ناروغۍ په بستره کې پرته وه، کله به پرې درد دومره ډېر شو، چې يوه ورځ يې راته وويل: که پر خداى د ايمان له امله نه ول ؛نو ډېر پخوا به مې ځان وژلى و؛خو سره له دې تل به موسکۍ وه، تل يې ويل : خدايه ستاشکر ؛له نامه دې ځار شم .

ما هم دا وياړ درلود،چې کله کله يې خدمت وکړم . هغه د ټولو درود ونو د زغمولو لپاره يوه واقعي ناماتې روحيه درلوده .

داسې يوه نجلۍ وه،چې پر خداى يې د زړه له کومې توکل او ايمان درلود.ډېر خلک به ورته راتلل او هغې به هم ورته دعا کوله اوپر دعايې بشپړ ايمان درلود؛ يوه ورځ مې،چې وليدل ،چې درد پرې سخت شوى دى؛نو ورته مې وويل : خورجانې! ولې له خداىه غواړې ناروغي دې روغه کړي، هغه به دې هرومرو دعا قبوله کړي . نجلۍ ځواب راکړ: پر درې دليلونو مې هېڅکله ونه غوښتل،چې خداى مې روغه کړي :

١_ خداى مينه ده ! د ټولو لپاره؛هغه هېڅکله درد نه را لېږي؛خو داچې د انسان په ګټه او خير وي . جسمي دردونه او ناروغۍ بې موخې نه راځي؛ځکه راځي چې زده کړه ترې زده کړو او چې دازده کړې مو زده کړې؛نو خپګانونه او غمونه به موپاى ته ورسي . يوه زده کړه،چې له غم او خپګانه مې زده کړې داده،چې “زه” جسم نه يم؛ جسم يوازې دا الهي ارادې د پلي کېدو لپاره يوه جامه ده،چې اغوستې مې ده؛ جسماني درد او روحي خپګان نشي کولاى زما د هستۍ جوهر ته تاوان ورسوي . زه هغه پاک روح يم،چې ګتيا يې په باب ويلي دي : (( هېڅ وسله ټپ نشي وررسولي ، هېڅ اور يې نشي سوځولاى،هېڅ اوبه نشي ورننوتلاى اوهېڅ باد يې نشي وړلاى . ))

٢_د خداى غوښتنونکى او پلټونکى بايد د خداى د ارادې د پلي کولو لپاره بې واري وکړي او ان د يوې شېبې لپاره هم په دې فکر کې نشي،چې خپله غوښتنه پر ځاى کړي،که خداى اراده کړې وي،چې زه د جسم درد و زغم؛نو هېڅکله بايد د روغتياهيله او دعا و نه کړم . که خداى يو څيز راته غواړي ؛نو ددې لپاره دي،چې پرې ګران يم او راسره مينه کوي او که چېرې وغواړم،چې خداى له ما څخه غوښتنه و نه لري او اراده راته ونه کړي؛نو مانا يې داده،چې زه نه غواړم خداى راسره مينه وکړي؛نو ځکه وايم،چې د خداى مينه دې را سره وي . خير دى که بيا مې په دوزخ کې هم اچوي؛پروا نه کوي . دا د “هغه” مينه ده،چې زما لپاره هر څه دي او چې پوه شم “هغه” راسره مينه کوي؛نو هر درد، چې رالېږي ؛نو راته خوږ وي .

اوس پوهېږم،چې سره له دې ټولو سختو دردونو ولې ددې انسان پر څېره موسکاوه .

٣_   هغه څه چې خداى پکې نه وي؛نو غوښتل يې راته ټوکې او ماشومتوب ښکاري . زه،چې له خپلو دعا ګانو سره خداى ته ورځم ؛نو نشم کولاى مادي او دنيوي څيزونه ترې وغواړم،هېڅ کله نشم کولاى دنيوي هوسايي ترې وغواړم؛بلکې ترې غواړم،چې خپله مينه راکړي، چې زما شي ؛نو هر هغه څه چې د هغه دي، زما به هم وى او زه به هېڅ څه ته اړتيا نه لرم .

هغې راته يوه کيسه وکړه،چې يو زيارت کوونکى اوه سوه کيلومتره لار په غرونو،ځنګلونو او دښتو کې ووهله،چې د يو واکمن ماڼۍ ته راورسېد،واکمن،چې خبر شو، چې دلته د را رسېدو لپاره يې څومره زحمتونه ګاللي دي؛نو ورته يې وويل : څه چې غواړې ووايه،چې در يې کړم . سړي ورته وويل : زه يو جوړ جامې او بوټان غواړم . په دربار کې ناستو پرې ملڼدې ووهلې ، ها هم په دى سړى پورې وخندل .

په رښتيا،چې ايا موږ تر هغه سړي ښه يو؟ موږ ستر پادشاه ته ورځو او يوازې يوه لنډ مهاله خوشحالي،مال،ځواک او ….. ترې غواړو .

په يو وخت کې يو فاضل انسان ژوند کاوه،چې پوره اته کاله په تمه و،چې خداىي لار ومومي،هغه به هره ورځ له نورو څخه بېلېده او دعا يې کوله،چې يوه ورځ حقيقت ته ورسي .

يوه ورځ،چې پر دعا بوخت و؛نو يو غږ ورته وويل : پلاني ځاى ته ولاړ شه ! هلته به يو سړى ووينې،چې د خداى او حقيقت لار به دروښيي . سړى،چې هلته ولاړ؛نو يو ساده، متواضع،فقير او د شلېدلو جامو سړى يې،چې وليد؛نو خورا حيران شو؛ ورته يې وويل : ورځ موپه خير. سړي ورته په کلار ځواب ورکړ: هېڅ کله مې دشر ورځ نه درلوده . فاضل ورته وويل : خداى دې نېکمرغه کړه . فقير: هېڅکله بدمرغه نه وم . فاضل انسان حيران شو، ورته يې وويل : خداى مو تل خوشحاله لره : فقير: هېڅ کله غمجن نه وم . فاضل : پر خبرو دې زما سر نه خلاصېږي ، ځار دې شم،قربان دې شم هيله لرم،چې پر خبرو مو يو څه رڼاواچوئ . فقير : ډېر به خوشحاله شم که دا کار وکړم،ورته يې وويل : تا راته د ښې ورځې هيله وکړه؛خو ما هېڅکله د شر ورځ نه درلوده؛ځکه که د خوړو لپاره څه ګوتو ته را نشي؛نو بيا هم د خداى شکر کوم . که باران ووري که واوره،که ښه وي که بد زه هماغسې د خداى عبادت کوم،که څوک مې سپکاوى وکړي او څوک مې درناوى و نه کړي؛نو زه بيا هم د خداى ستاينه کوم؛نو ځکه مې هېڅکله د شر ورځ نه درلوده . تارا ته د نېکمرغۍ هيله وکړه؛خو زه هېڅ کله بدمرغه نه وم؛ځکه توکل مې تل پر خداى وي او ايمان لرم،چې د هغه له لوري هر څه ښه او نېکمرغي ده؛نو پر ورين تندي هر څه يې،چې راته پر تندي ليکلي وي،قبلوم . غم يا ښادي، نېکمرغي يا بدمرغي او …. دا ټول د خداى له لوري ډالۍ دي؛نو ځکه وايم ، چې زه هېڅ کله بدمرغه نه وم . تا راته د خوشحالۍ هيله وکړه ؛خو ما هېڅکله غم نه درلود؛ځکه زما د زړه هيله داده،چې د خداى پر غوښتنه او رضا ژوند وکړم او غواړم په ژوندکې کټ مټ “هغه” ته ورتسليم شم او د “هغه” رضا زما رضاده .

فاضل حيران شو، ورته يې وويل : که چېرته خداى اراده وکړه . چې دوزخ ته دې بوځي؛ نو بيا؟ فقير په حيرانۍ وويل: دوزخ ته ؟!!

پر خداى موږ خورا ګران يو؛نو هېڅ کله به مودوزخيان نه کړي اوکه چېرې دوزخ ته يې بوتللم؛نو بيا به هم هيله ولرم ، چې دوه لاسونه ولرم،چې “هغه” په غېږ راونغاړم ؛ يو د تواضع لاس او بل د مينې لاس اوپردې دواړو لاسونو به داسې غاړه ورکړم او ورپورې به کلک ونښلم،چې هغه هم له ځان سره دوزخ ته بوځم؛ځکه ددى پرځاى ،چې په جنت کې بې له خدايه ووسم؛خوښ يم په دوزخ کې له خداى سره ووسم .

فقير هغه فاضل ته وروښوول،چې خداى ته درسېدو غوره او ډاډمنه لار، ځان پر درناوي او تواضع “هغه” ته ورتسليمول دي .  

فاضل،چې فقير وپوښت،چې ته څوک يې؛ورته يې وويل: زه پادشاه يم،سره له دې،چې د بېوزلۍ او فقر بيلګه ده؛ خو بيا يې هم احساس درلود،چې پادشاه دى؛ځکه پر ورين تندي يې د منلو لار موندلې وه؛څه چې ورته راپېښېدل؛ پر ورين تندي يې منل او خوند يې ترې اخسته . له چا يې تمه نه درلوده او په هېڅ څيز او چا ته هيلمن نه و، هېڅ څه ته اړين نه و او هېڅ نيمګړتيا يې نه درلوده ؛نوايا هغه د دنيا تر ټولو شتمن نه و؟!

 

غم اوخپګان دوه ډوله دى :

هغه غم،چې موږ په خپله د ژوند د قانونو تر لتاړلو،ناپاک تفکر، ناسم احساساتو له لارې منځ ته راوړى دى،چې دا ډول غم د هېڅ ګټورې موخې پر ګټه نه راځي، کولاى شو پر خپل تفکر، غوښتنو او تخيل د برلاسۍ له لارې د خپل ژوند د حقيقي موخو لاس ته راوړ ته له دې ډول غمونو يو ځواک جوړ کړو .

تويې شويو شيدو ته ژاړو،څه چې لا راپېښ شوي نه دي ورته له اوسه وار خطا يو او اجازه ورکوئ،چې دا وارخطايي او خپګان مو “اوس” خراب کړي او په وېره يو ناپېژندل شوې راتلونکې ته ګورو . له راتلونکي وېره به ددې لامل شي،چې هر څه وېرونکي په خپل ذهن کې انځور کړو.

يوه نجلۍ مې پېژنده،چې په راتلونکې کې پر يوه وېرونکې ناروغۍ له ککړېدو څخه سخته په وېره کې وه . مور و پلار يې ورسره خبرې وکړې او ډاکټرانو هم معاينه کړه او ډاډ يې ورکړ، چې وېره دې بېځايه ده؛ خو ګټه يې نه درلوده؛ځکه هغې بيا هم خپلې وېرې ته دوام ورکړ . خواړه يې نه شو خوړلاى، د ژوند لپاره هيله يې له لاسه ورکړې وه . غمونه يې همداسې زياتېدل، تردې چې يوه ورځ يې له دادا سره وکتل . دادا يې پر ورين تندي او مينه خبرې واورېدې او اجازه يې ورکړه،چې نجلۍ ذهن را برسېره کړي؛نو هله ترې دادا وغوښتل،چې داوېره پرېږده،ورته يې وويل: پر خداى اعتماد وکړه؛ځکه هغه تر ټولو مهربان ځښتن دى او موږ پرې خورا ګران يو،ورته ووايه : خدايه توکل مې پر تا دى او تا ته تسيلم يم .

موږ،چې په خپل ځان کې داسې روحيه وروزله؛نو له راتلونکې له وېرې به خلاص شو او له نا اړين خپګانه به لرې شو . راتلونکې زموږ په واک کې نه ده،کېداى شي راتلونکې و نه لرو او کېداى شي،چې راتلونکې راشي؛نو له هغه څه سره خورا توپير ولري،چې زموږ په ذهن کې وه . الهي نيت د مينې او عشق په پار راتلونکې راڅخه پټه ساتلې ده؛نو ولې بايد هلې ځلې وکړو،چې هغه څه رابرسېره کړو،چې خداى راڅخه پټ ساتلي دي؟

دويم ډول غم او خپګان هغه دى،چې د خداى له لوري پر موږ راغلي وي،چې د ژوند د قانونو د لتاړلو له امله نه وي، چې دا ډول غمونه پر شريفو او سترو انسانانو راځي . دا ډول غمونه د خداى پر پېغمبرانو، امامانو او وليانو راغلل،چې عاشقان وو . دا ډول غم هېڅکله يوازې نه راځي؛بلکې د هوسايتې يو ستر ځواک هم له ځان سره راولي،چې غم په زړه پورې کوي،چې د لومړى غم او ددې غم ترمنځ بنسټيز توپير همدا دى؛هغه غم،چې انسان په خپله ځان ته جوړوي؛نو له روحي ارامش سره نه وي،زړه او روح ماتوي او انسان د نهيلۍ په ډنډ کې ورګوزاروي؛خو هغه غم،چې د خداى له لورى راځى،زموږ د خير او ښېګڼې لپاره راځي اوپردې به مو هله سر خلاص شي،چې په نفس او ځاني غوښتنو پورې تړلي ټول افکار شا ته واچوو او چې دا نفس شاته واچول شو او له سترګو مو لرې شو؛نو په هر ځاى او څه کې به خداى وينئ .

 

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • له ملگرو سره یي شریک کړئ.

    ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

    نظر مو وویاست