تبلیغات

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ په قيامت کې مرسته او چغې الف : له مؤمنانو مرسته غوښتل ګناهګاران به په قيامت کې څو ځل له مؤمنانو د مرستې غوښته کوي . په يو ځاى کې وايي :انظُرُونَا نَقْتَبِسْ مِن نُّورِكُمْ قِيلَ ارْجِعُوا وَرَاءكُمْ فَالْتَمِسُوا نُورًا ( حديد/۱۳) = :(( ( لږ خو ) موږ ته وګورئ […]

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ

په قيامت کې مرسته او چغې

الف : له مؤمنانو مرسته غوښتل

ګناهګاران به په قيامت کې څو ځل له مؤمنانو د مرستې غوښته کوي . په يو ځاى کې وايي :انظُرُونَا نَقْتَبِسْ مِن نُّورِكُمْ قِيلَ ارْجِعُوا وَرَاءكُمْ فَالْتَمِسُوا نُورًا ( حديد/۱۳) = :(( ( لږ خو ) موږ ته وګورئ (او مهلت راکړئ)،چې له رڼا مو[لږه] واخلو.)) (ورته) ويل كېږي:(( شا (دنيا) ته وګرځئ او هلته رڼا وغواړئ.)) (٤٢٥).

. ګناهګاران به وايي : أَلَمْ نَكُن مَّعَكُمْ ( حديد/۱۴) = آيا موږ له تاسې سره نه وو؟! (٤٢٦)

وايي به : ولې زموږ جسمونه سره يو ځاى ول؛خو زموږ انديز خط، کړنې،موخې،مشر او د ژوند څرنګوالي توپير درلود.

په بل ځاى کې به دوزخيان له جنتيانو داسې مرسته غواړي :وَنَادَى أَصْحَابُ النَّارِ أَصْحَابَ الْجَنَّةِ أَنْ أَفِيضُواْ عَلَيْنَا مِنَ الْمَاء أَوْ مِمَّا رَزَقَكُمُ اللّهُ قَالُواْ إِنَّ اللّهَ حَرَّمَهُمَا عَلَى الْكَافِرِينَ (اعراف/۵۰) = او دوزخيان به جنتيانو ته غږ كړي چې : (( پر موږ خو لږې اوبه د خداى له دركړې روزۍ يو څه راوغورځوئ، هغوى به (په ځواب كې) وايي :” خداى دا دواړه پر كافرانو حرام كړي دي .)) (٤٢٧)

ب: له مجرمانو مرسته غوښتل

خوار ګناهګاران،چې څومره هم له مؤمنانو مرسته غواړي ؛نو کوم ځاى ته نه رسي،چې په پاى کې دې فکر ته رسي،چې خپله پړه پر بل ورواچوي او ځينو ته به وايي :لَوْلَا أَنتُمْ لَكُنَّا مُؤْمِنِينَ( سبا/۲۸) = كه تاسې نه واست؛ نو موږ به هرومرو مؤمنان وو.(٤٢٨)

او پر حقه به روان شوي وو؛خو تاسې واست،چې زموږ په لار کې خنډ شوئ؛خو ځواب به واوري :أَنَحْنُ صَدَدْنَاكُمْ(سبا/۳۲) (٤٢٩)؛آيا موږ ستاسې په لار کې خنډ وو ؟د ښيون د څراغ او د نېغې لارې په شتون کې مو څنګه کږه لار وټاکله ؟

کله به وايي :وَقَالُوا رَبَّنَا إِنَّا أَطَعْنَا سَادَتَنَا وَكُبَرَاءنَا فَأَضَلُّونَا السَّبِيلَا(احزاب/۶۷) = او وايي (به): (( پالونكيه! په واقع كې موږ د خپلو مشرانو او لويانو ومنل؛نو له موږه يې (سمه) لار وركه كړه(٤٣٠)
دوی به له خدايه وغواړي،چې ددې فاسدو مشرانو عذاب زيات کړي.

رَبَّنَا آتِهِمْ ضِعْفَيْنِ مِنَ الْعَذَابِ(احزاب/ ۶۸) = پالونكېه! هغوى ته دوه ګرايه عذاب وركړه (٤٣١)

خو خداى به ورته ووايي:لِكُلٍّ ضِعْفٌ (اعراف/۳۸) = تاسې هر يوه ته دوه ګرايه سزا ده. (٤٣٢)

نه يوازې د مشرانو عذاب دوه ګرايه دى (ځکه پخپله هم کاږه ولاړل او نور يې هم پر کږه کړل )؛بلکې ستاسې عذاب هم دوه ګرايه دى؛ځکه تاسې هم په واقع کې دوه ګناهونه کړي :پر کږه تللي ياست او له فاسدو مشرانو په لاروۍ مو پرې د تاييد ټاپه لګولې .

ګناهګاران به خپلو مشرانو ته ووايي :فَهَلْ أَنتُم مُّغْنُونَ عَنَّا (ابراهيم/۲۱) (٤٣٣)؛موږ،چې په دنيا کې تاسې ته سينه په لاس وو او ستاسې لارويان وو؛نوآيا کړاى شئ نن مو کوم درد درمل کړئ ؟!

فاسد مشران به ورته ووايي : ((إِنَّا كُلٌّ فِيهَا)) ( غافر/۴۸) (٤٣٤)؛خو نه ګورئ،چې موږ په خپله هم ګېر يو .

ج: له شيطانه مرسته غوښتل

ګناهګاران به د قيامت پر ورځ په دې فکر کې شي،چې د خپلې ګناه پړه پر شيطان واچوي؛خو شيطان د انسان کږلاري د انسان پر خپله اراده ور اچوي او کږلاريو ته به وايي : فَلاَ تَلُومُونِي وَلُومُواْ أَنفُسَكُم (ابراهيم/۲۲) (٤٣٥)؛پړه پر ما مه اچوئ ؛بلکې ځان ملامته کړئ.

إِلاَّ أَن دَعَوْتُكُمْ فَاسْتَجَبْتُمْ لِي(ابراهيم/۲۲) (٤٣٦)؛ځکه ما خو په دنيا کې درسره کوم کار نه درلود،بې له دې،چې بلنه مې درکړه او وسوسه مې کړئ او دا تاسې واست،چې زما بلنه مو ومنله.

إِنَّ الَّذِينَ اتَّقَواْ إِذَا مَسَّهُمْ طَائِفٌ مِّنَ الشَّيْطَانِ تَذَكَّرُواْ فَإِذَا هُم مُّبْصِرُونَ( اعراف/ ۲۰۱) = په رښتيا له پرهېزګارانو سره،چې د شيطان وسوسه پيدا شي (؛نو سملاسي خداى او د هغه مكافات او مجازات) رايادوي او(په رڼا كې يې د حق لار ويني او) ناڅاپه ((ليد)) مومي. (٤٣٧)

هو ! تاسې په خپله وئ،چې په خپل زړه کې مو راته ځاى راکړ او زه هم هلته ميشت شوم. ((فَهُوَ لَهُ قَرِينٌ)) ( زخرف/۳۶) (٤٣٨) او ما پر الهي انسانانو هېڅ برلاسى نه درلوده .

((وَمَا كَانَ لِيَ عَلَيْكُم مِّن سُلْطَانٍ)) (ابراهيم/۲۲) (٤٣٩).

لَيْسَ لَهُ سُلْطَانٌ عَلَى الَّذِينَ آمَنُواْ (نحل/۹۹) = چې هغه پر هغوى واکمن او برلاسى نه وي، چې ايمان يې راوړى وي. (٤٤٠) .

د: د دوزخ له مامورينو مرسته غوښتل

ګناهکاران،چې هرې خوا ته لاس اچوي؛نو څه يې لاس ته نه راځي؛نو دا ځل د دوزخ له پرښتو او مامورانو مرسته غواړي، وايي :وَقَالَ الَّذِينَ فِي النَّارِ لِخَزَنَةِ جَهَنَّمَ ادْعُوا رَبَّكُمْ يُخَفِّفْ عَنَّا يَوْمًا مِّنَ الْعَذَابِ (غافر/ ۴۹) = او هغوى چې په اور كې دي، د دوزخ ساتونكيو ته به ووايي: (( له خپل پالونكي وغواړئ، چې له موږ يوه ورځ عذاب لرې کړي (چې لږ څه خو هوسا شو). )) (٤٤١)

موږ خبر يو،چې عذاب مو پلپاتې دى؛خو يوې ورځې ته دې پر موږ پېرزوينه وشي او له دې هم خبر يو،چې زموږ په عذاب کې ځنډ هم راوړل نه دي پکار؛خو بيا هم د پېرزوېنې غوښته لرو.

پرښتې به هم منفي ځواب ورکړي،ورته به ووايي : َوَلَمْ تَكُ تَأْتِيكُمْ رُسُلُكُم بِالْبَيِّنَاتِ (غافر/۵۰) = ايا تاسې ته استازي مو له څرګندو دلايلوسره نه وو راغلي؟!)) (۴۴٢)

ه: له خدايه مرسته غوښتل

د خداى د آيتونو دروغجنوونکي،چې پر خپل ځېل او کږلارۍ اعتراف کوي؛نو پر سرټيټۍ به خداى ته ووايي : رَبَّنَا أَخْرِجْنَا مِنْهَا فَإِنْ عُدْنَا فَإِنَّا ظَالِمُونَ(مؤمنون/۱۰۷) = پالونكيه! موږ له دې (اوره) وباسه؛نو كه بيا مو داسې وكړل؛نو په حقيقت کې ظالمان (او د عذاب وړ) به يو.))

خو ځواب به واوري : [ قَالَ اخْسَؤُوا فِيهَا وَلَا تُكَلِّمُونِ (مؤمنون/۱۰۸) = (خداى) به وايي:(( په دې جهنم کې کورې شئ او(راسره) خبرې مه كوئ!]

له ياده مو تللي،چې د خداى ښه بندګانو رانه مرسته غوښته او ويل به يې : إِنَّهُ كَانَ فَرِيقٌ مِّنْ عِبَادِي يَقُولُونَ رَبَّنَا آمَنَّا فَاغْفِرْ لَنَا وَارْحَمْنَا وَأَنتَ خَيْرُ الرَّاحِمِينَ (مؤمنون/۱۰۹) = (هېر مو دي چې) زما يوې ډلې بندګانو به تل ويل:((پالونكيه! موږ ايمان راوړى دى، موږ وبښه او راباندې رحم وكړه او ته ډېر غوره لوروونكى يې))(٤٤٣)

او تاسې به پرې ملنډې وهلې او همدا ملنډې مو د غفلت او بدمرغۍ لامل شوې.

هو ګرانو! هغوى چې پخپله لمونځ او دعا نه کوي ؛نو پر نورو دې ملنډې هم نه وهي .

 

د منفي ځواب اورېدل د انسان د خپلو کړنو پايله ده

کېداى شي د ځينو ماغزو ته راشي،چې دا خو انصاف نه دى ،چې ګناهګاران دې دومره مرسته وغواړي او له هر اړخه منفي ځواب واوري؛ خو دا ورمند پر بيړه دى ؛ځکه که لږ شا ته ستانه شو؛نو همدا ګناهګاران ول،چې د قرآن شريف،پېغمبرانو ،امامانو او عالمانو خبره يې نه وه منلې؛نو خپل کرلي رېبي.

    ټیګونه:
له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • له ملگرو سره یي شریک کړئ.

    ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

    نظر مو وویاست