تبلیغات

دویم څپرکی     له دینه د تښتېدونکیو او ورسره د مقابله کوونکیو حکومتونو احکام ۲۸ مساله :دینوال او دینوال وګړی،موخه او الهي رسالت لري،ان الذین قالوا ربنا الله ثم استقاموا تتنزل علیهم الملایکه…..[1] د مؤمن استقامت يې پرې په همدې نړۍ کې پرښتې راکوزوي. مؤمن،چې په هر سیاسي غونډال،ځای او وخت کې وي،پر الهي […]

دویم څپرکی

 

 

له دینه د تښتېدونکیو او ورسره د مقابله کوونکیو حکومتونو احکام

۲۸ مساله :دینوال او دینوال وګړی،موخه او الهي رسالت لري،ان الذین قالوا ربنا الله ثم استقاموا تتنزل علیهم الملایکه…..[1]

د مؤمن استقامت يې پرې په همدې نړۍ کې پرښتې راکوزوي.

مؤمن،چې په هر سیاسي غونډال،ځای او وخت کې وي،پر الهي لیکه پایدار پاتېږي او باطل نه مني،د حق له لاروۍ غلفت نه کوي،بې موخې ژوند نه تېروي،ټاکلی لوری لري او بې حقه له ټولنې سره یورنګ او همغږی نه دی .

۲۹ مساله :مؤمن له نادیني غونډالونو او فاسدو چاپېریالونو څخه نه اغېزمنېږي او تر خپلې وسې پر خپل دین عمل کوي او پوهېږي،چې که څوک پر هغه څه عمل و نه کړي،چې خدای رالېږلي؛نو کافر،ظالم او فاسقېږي او پوهېږي،چې په نادینه او دین ضد غونډالونو کې د خدای بندګي تر په دیني غونډالونو کې له بندګۍ خورا غوره دی .

۳۰ مساله :له نادینه او دین ضد حکومتونو نه،چې له دین سره مخالفت کوي، لاروي په کلکه حرامه ده او د دا ډول حکومتونو دودول،پیاوړي کول او ورسره مرسته کول حرام دي . په یوه معتبر حدیث کې راغلي دي،چې ددې حکومتونو له چارواکیو سره ان د جوماتونو په جوړولو کې هم مرسته مه کوﺉ .

۳۱ مساله :په نادینه حکومتونو کې منصب لاس ته راوړو ته مبارکي ویل هم له اور سره یو ډول لوبې کول دي،چې په معتبر حدیث کې راغلي دي او له اړتیا نه ډېر دې يې باطل احکام و نه منل شي .

۳۲ مساله :د معتبرو قوانینو سرچینه او د احکامو ارزښت نه د عمومي وګړيو رایې،نه د ولسمشر فرمانونه،نه د مقننه ځواک تصویبول،نه د پلار نیکونو رایې او نه د ټولنې دودونه دي؛بلکې یوازې اسلامي شریعت دی .

۳۳ مساله : د عقل له نظره د تشریعي احکامو اعتبار یې د تکويني حکم تابع دی،چې مراد ترې ایجاد او خلقت دی،خالق او ایجادوونکی خدای دی. کاینات او په شمول یې انسان نه بې څښتنه دی او نه بې پالندویه او نه بې موخې او پنځګر،پالندوی او سمبالګر یې یې الله دی او د ټولو څیزونو په تېره د انسان له پنځونې یې موخه تکامل (کمال ته رسېدل) دي . ربنا الذی اعطی کل شی خلقه ثم هدی،(( پالونکی مو هغه دی،چې د وجود جامه يې ماهیاتو ته ورواغوسته او بیا یې(د هغه کمال پر لور،چې وړ یې و)هدایت کړل)) او داچې پیدایښت (تکویني حکم) د هغه دی؛نو تشریعي (قانونګذاري) حکم هم د هغه دی .

۳۴ مساله :په دیني غونډالونو کې عمومي آراو ته مراجعه په مباحاتو کې لوړ مقام لري،چې وروسته به وویل شي او مقننه ځواک په همدې پراخه فضا کې خلاص لاس لري او همداراز له ثانویه عناوینو نه ګټنه،چې په راتلونکیو څپرکیو کې به یې تشریح کړم .

۳۵ مساله : په وټیزو-وټیز، حقوقي، سیاسي، اخلاقي، وګړیزو او د کورنۍ د احوالو په باب،په دې هېوادونو کې پلي کېدونکیو قوانینو ته مراجعه حرامه ده او مسلمان دې د خپل دین پر احکامو عمل وکړي؛خو د اضطرار په حالاتو کې د اړتیا هومره .

۳۶-له ظالم او سرغړاند واکمنه چې پر دیني احکام پابند نه دی او پر زور پر ولس واکمني کوي،لرېوالی واجب دی .قرآن پر طاغوت کافرېدل،پر پیاوړې لاسکړۍ (العروه الوثقی) منګولې لګول ګڼي . فاسد نظام خو یې په خپل ځای کې خبرې لري . په بل آیت کې د خدای عبادت او له طاغوته سرغړونه په ټولو امتونو کې د انبیاوو پیغام ګڼي .

۳۷ مساله :له تېرو او اوسنیو توکیزو غونډالونو : نشنلزم، سوسیالزم، خیالي کمونزم او د راتلونکي کاپټالزم لاروي ناروا او پازوالزېږی دی .

۳۸ مساله : پر ديني علماوو،چې لوړ علمي مقام لري،واجب دي، چې په خپلو هېوادونو کې،دداسې دولتونو پر خلاف تر خپلې وسې فرهنګي او سولیزه مبارزه وکړي او د مسلمانانو غافلو عوامو ته آګاهي ورکړي .

۳۹ مساله : ددې هېوادونو مبارز ګوندونه له دیني علماوو نه لرې د اساسنامې د اوډون حق نه لري او د هغوی د مرکزی شورا مصوبات باطل دي . دینوالین دې په داسې ګوندونو کې نه غړي کېږي،ګنې له دیني احکامو سره په مخالفت به ککړ شي،چې پرېکنده تجربه پرې دلالت لري.

ګوندونه هغه مهال مشروعیت مومي،چې د یو ستر دیني عالم، چې د شرعي احکامو پکار بسیا پوهه ولري او له ستر متقي ځواکه برخمن وي،اداره شي او د مرکزي شورا مصوبات دې د هغه پر لاسلیکولو اعتبار ومومي .

داسې ګوندونه ول،چې د ساده ځوانانو دین او دنیا يې د احساساتو-نه په منطق،عقل او دیني حکم- په راپارولو پوپناه کړل .

۴۰ مساله : د ناپوهانو او د اسلامي حکومت د مدعیانو واکمني،له مسلمانانو سره مرسته نه کوي او واکمني يې حرامه ده،که څه ولس رایه هم ورکړي .

۴۱ مساله :په هېوادونو کې د نادیني او دین ضد حکومتونو را پرځولو ته وسله واله مبارزه یو لړ شرایط لري او داچې مبارزین په ګناهونو ککړ نشي او پر ځمکه فساد و نه کړي؛نو خورا ستونزمن چار دی،چې ددین د چوپړ په نامه مبارزه، له دینه لرې او له دین سره مخالفه نشي .

۴۲ مساله :اوس په داسې هېوادونو کې چې نادیني او دین ضد حکومتونه لري،پر څپو سپاره بهرنیان پکې لاسوهنه کوي او ملي شتمنۍ یې وړي،مسلمانان وژني،وټيزې سرچینې ویجاړوي او ولسونه يې په بېوزلۍ او ورکاوي ککړ کړي دي،چې تل کړۍ په غوږ مریان ووسي؛نو په کار ده،چې ولسونه په منطق راویښ شي .

۴۳مساله :په نادیني حکومتونو کې د کار کولو جواز څو شرطونه لري :

۱-چې دنده یې له شرعي اړخه حرامه نه وي؛لکه د بانک په هغو څانګو کې چې کارکوونکي یې له مشتریانو سود یا ناشرعي جریمې اخلی یا سود ورکوي او دې ته ورته؛خو د بانک د محاسبې په څانګه کې کار کول حرام نه دی .

۲-چې د تقلید له مراجعو یا مجتهد نه د خپل میاشتیي معاش اجازه واخلي،چې د بانکونو په پیسو کې حلال او حرام ګډ دي.

۳-چې بې له بډو د خپلو مسلمانو ورونو په چوپړ کې شي .

۴۴ مساله :که کله په دنده کې د دولت له خوا حرام چار ته اړ ایستل شو؛نو بې د اضطرار له فرضه دې خپله دنده پرېږدي.

۴۵ مساله :که دولت وغواړي د اختر او یا کال د پای په نامه انعامونه ورکړي؛نو پروا نه لري .

۴۶مساله : په دین ضد حکومت کې د کار کولو جواز ممکن دوه نور شرطونه هم ولري :

۱-چې دنده يې د دولت د دودولو او پیاوړي کېدو لامل نشي او احتمالا دا شرط نادیني حکومت ته هم وي .

۲-چې نفقې ګټلو ته بې له دې دندې بله لار و نه لري .

[1] . هغوی چې خپل پالونکي ته الله ویلی دی او بیا یې استقامت درلود،پرښتې پرې رانازلېږي (او وايي) وېره او غم درباندې نشته (تاسې بري او ناجی یاست).

سرچینه :

د کتاب نوم : سیاسي توضیح المسایل

لیکوال : آیت الله شیخ محمد آصف محسني

ژباړن :اجرالدین اقبال

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • له ملگرو سره یي شریک کړئ.

    ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

    نظر مو وویاست